لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف: ټېسکونه به زیاتوو او د قرضونو غر به نړوو


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي، په پاکستان د قرضونو غر جوړ دی دا به ختمول وي، ټېکس به زياتول وي.‏

شهباز شريف نن په اسلام اباد کې د ټېکس ورکوونکو کسانو، کمپنيانو او سوداګرانو دپاره د غوره کارکردګۍ د اېوارډ دستورې ته په وينا کې ویلي، په ‏ګرانو تېلو د بجلۍ پېداوار به کمول وي، د ټېکس هدف نهه ټريلينه روپۍ دی، د ټېکسونو دپاره به ځانګړې پاليسي جوړول وي.‏

د شهباز شريف په خبره، "که اوس مونږ چرته کچکول هم نه وړو نو نور وايي چې کچکول یې په ترخ کې دی، په دې خبره په ګرېوان کې کتل پکار دي".‏

د ملک د خراب اقتصاد په اړه نوموړي ويلي، "قرضونه اخلو او تنخاګانې پرې ورکوو، تر څو به په دې قرضونو وخت تېرو".‏

هغه بيا تکرار کړې، راتلونکې مياشت به د مالياتي نړيوالې ادارې (آی اېم اېف) څخه د پور قسط ترلاسه شي، او د هغې وروسته "مونږ ته بيا آی اېم اېف ته ‏تلل دي".‏

هغه ويلي، ملکي هوايي اډې اوټ سورس کوو یعنې بهرنۍ سرچينې ته ورکوو، او د پي آی اې نجکاري کوو يعنی شخصي کوو یې.‏

اقتصاد پوهان وايي، د پاکستان اقتصادي حالات ډېر خراب دی، اوس که د آی اېم اېف نه پېسې ترلاسه کیږي نو د هغې د ملک په اقتصاد ښه کېدو يا په ‏ملک کې د ګرانۍ په کمېدو هيڅ اثر نه پرېووځي.‏

د اقتصاد پوهانو په خبره، په ملک کې چې کوم اقتصادي حال روان دی د اوسني قسط سره په ګرانۍ کې هيڅ کمی نه شي راتلی. ‏

پاکستان ته به د خپل اقتصاد ښه کولو او په خپلو پښو ودرېدو دپاره بنيادي اقتصادي اصلاحات کول پکار وي، حکومتې خرچې به کمول وي،د خسارو ‏ختمولو دپاره اقدامات کول وي، کنه که د آی اېم اېف نه پورې اخستل کيږي هم، نو ګټه یې نشته، د عامو خلکو نور مشکلات به ورسره سېوا کيږي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG