لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شریف: د ترهګرۍ د ناسور تر ختمولو پورې به مو د ترهګرو ضد جګړه روانه وي


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف ويلي، د ترهګرۍ د ناسورتر ختمولو پورې به یې د ترهګرو په ضد جګړه روانه وي، وایي "قوم د ترهګرو ضد ولاړو پوځي ځوانانو ته سلام وړاندې کوي".

د پاکستان پوځ منلې پرون په نهمه جولايۍ شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ نښته شوې، 24 کلن کېپټن محمد اسامه پکې وژل شوی او په نښته کې دوه ترهګر هم وژل شوي دي.

پاکستاني رسنيو ویلي، د يادې پېښې زمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده.

پوځ په جنوبي وزيرستان کې هم د پوځ او ترهګرو ترمنځ د نښتې ويلي دي. د پوځ د بیان ترمخه، د ترهګرو سره نښته کې درې تنه، 30 کلن سپاهي اسدالله، 28 کلن سپاهي محمد سفيان او 24 کلن غېر جنګي ساتونکی زېن علي وژل شوي دي.

پوځ ويلي، د وژل شوي کپتان جنازه په راولپنډۍ کې ادا کړل شوې، وزيراعظم شهباز شريف، د پوځ مشر جنرل عاصم منير، د دفاع او اطلاعاتو وزيرانو او نورو ګڼو چارواکو پکې ګډون کړی دی.

وزيراعظم شریف ويلي، دغه قربانۍ ترهګرۍ ته د ماتې ورکولو دپاره زمونږ حوصلې پياوړې کوي، قام د خارجي ترهګرو او د هغوی د سهولت کارو پرضد ولاړ دی او پاکستان به دغه دغو دښمنانو ته د څو اړخيزه سټراټيجۍ د لارې بشپړه ماتې ورکړي.

د پاکستان صدر اصف علي زرداري او د کورنيو چارو وزير محسن نقوي هم د پوځيانو په وژنه افسوس څرګند کړی دی.

هم پرون د خېبرپښتونخوا په لکي مروت سيمه کې په يو بل وسله وال بريد کې د يو پولیس اهلکار په ګاډي ډزې شوي، پوليس اهلکار او هغه سره ناست دوه ماشومانو په ګډون پکې څلور تنه وژل شوي وو.

تحریک طالبان پاکستان ويلي، د دغه پېښې سره یې هيڅ تعلق نشته.

او په ټانک ضلعه کې نامعلومه کسانو د اېف سي ځواک درې عسکر تښتولي دي.

پوليسو پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي د تښتول شوو عسکرو معلومولو دپاره د لټون عملیات روان دي.

دا تازه پېښې په داسې وخت کې شوي چې په 22م جون اسلام آباد کې د وزيراعظم شهباز شریف په مشرۍ د نېشنل ايکشن پلان د اېپکس کمېټۍ په غونډه کې د ملک څخه د ترهګرۍ او توندروۍ د ختمولو دپاره د ترهګرۍ مخنيوي د قامي کمپياين د بیا فعالولو دپاره د "عزمِ استحکام" په نوم عملیاتو منظوري ورکړل شوې وه.

پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان تحریک انصاف، عوامي نېشنل ګوند او جمعيت علمااسلام ف ګوند د وړاندې نه د حکومت د دغه پرېکړې مخالفت کړی او ويلي يې دي بايد د عزم استحکام په اړه پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی وی.

د پاکستان پوځ په پينځمه جولايۍ ويلي وو، د پوځ د مشر جنرل عاصم منير په مشرۍ د کور کمانډرانو غونډه شوې ده، او "فورم د ملکي امنيت د مجموعي صورت حال جايزه اخستې او عزمِ استحکام په مختلفو اړخونو پکې تفصیلي بحث شوی وو".

د پاکستان پوځ ويلي وو، د کور کمانډرانو په غونډه کې په ملک کې د تلپاتې ثبات او اقتصادي خوشالۍ دپاره عزمِ استحکام د ترهګرۍ او غېر قانونه هلوځلو ختمولو دپاره د وخت تقاضا ګرځول شوې وه.

او زياته کړل شوې،"فورم د ځينو خلکو لخوا د عزمِ استحکام په حواله بلاجوازه تنقيد او ځانګړو ګټو ترلاسه کولو دپاره په اوازو اندېښه څرګنده کړې وه".

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG