لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسکرجاېزه ګټونکې شرمين عبيد چېناې په پښتنو کې فلاپ (ناکامه) شوه


اسکر ايوارډ ګټونکې او په نړيواله کچه مشهورې شرمين عبيد چېناې ته پښتنو د قبايلي سیمو د بې کوره شوو ښځو په ژوند د فلم جوړولو نه انکار کړی دی.

پاکستانۍ شرمين چېناې په یاد هیواد کې په تیزابو سوځول شوو ښځو د سیوينګ فيس(Saving Face)په نوم ډاکومينټري جوړه کړې وه. په فلم کې د ښځو ورانو کړی شوو څیرو او د هغوي بوګنونکو قیصو له امله اغلې چېناې اسکر جایزه ګټلې وه.

د اغلې چېناې اسکر جایزه او نړیوال شهرت البته د پښتنوپه سيمه کې هغه وخت فلاپ یا (ناکامه) شو چې د نوموړې سره د بشري حقونو او پېژندلو پښتنو ښځو د کار کولو نه انکار وکړو.

د پښتنو انکار کول څه د رواياتو او يا د مذهبي سخت دريځۍ په بنياد نه دی بلکه وجه يې هم د شرمين عبيد چېناې خپل تعصب دی چې پښتانه يې خفه کړي دي.

د بشري حقونو د پاره کار کونکو پښتنو ښځو او سړو ورته په يو اواز انکار کړی او په نورو پښتنو يې هم غږ کړی چې بايد د شرمين سره په دې اړه هيڅ قسمه مرسته ونه کړي.

د شرمين عبید په ټوېټر هغه ليکنې د دې د لارې خنډان جوړ شول چې اغلې د قبايلي سيمو بې کوره کړی شوو خلکو په حقله کړې وې.

شرمين عبید سره د کار نه انکار کولو کې د قبایلي سیمو یو غیر دولتي ادارې کارکوونکې شاهده شاه وي او ای ډیوه ته وايي: ”شرمين د قبايلي بې کوره کړی شوو خلکو په اړه په ټويټر ليکلي وو چې دغه بې کوره خلک دې د کيمپونو پورې محدو اوساتل شي، نه چې غټو ښارونو خصوصا کراچۍ ته پريښودل شي ځکه د دې په نظر دا قبايلي کډوال به د کراچۍ د امنيت ستونزه رامنځ ته کړي.٬٬

نوموړې دغه ټویټ په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب پوځي اپريشن په ترڅ کښې د خپلو کورونو نه ويستل شوو خلکو په اړه کړی وو.

د وي او ای ډيوه سره په خبرو کښې سعديه قاسم شاه ته شاهده شاه اوويل چې کله ورته د میرمن چېناې لخوا په دستاویزي فلم کې د مرستې لپاره رابطه اوشوه نو د خپلو ملګرو سره د مشورې وروسته يې د اغلې چیېنوې د تعصبه ډکو لیکونو په وجه يې په دغه فلم کې د مرستې نه انکار اوکړو.

هم دغه رنګ ځواب ورته د پېښور پوهنتون د پوليټيکل ساينس شعبې استاذې نورين نصير ورکړی او په نورو هم غږ کوي چې د شرمين عبید سره هيڅ قسمه مرسته ونه کړي.

د شرمين عبید د تعصبي ليکنو ځواب د ډان ورځپاڼې سېرل الميډه داسې ورکړی و چې د شرمين نه يې تپوس کړی و چې اغلې شرمين که د ملک کومې بلې برخې ته تلل غواړي نو دا د کومې حکومتي ادارې لخوا اجازت ته اړتيا لري؟

هغه وخت نورو هم ډيرو خلکو د شرمين دريځ رد کړی و او هغه يې بد نیته بللی وو.

د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان یو سياسي فعال محسن داوړ وي او ای ډيوه ته وويل چې دوي د قبايلي سيمو او خلکو په اړه د هيڅ قسم دستاويزي فلم د جوړولو خلاف نه دي خو کومو خلکو چې قبايلي اولس ته د امداد او ښه سلوک په ځای تعصب ښکاره کړی وي ولې ورسره مرسته وشي؟

محسن داوړ وايي نن چې شرمين کوم فلم جوړول غواړي په دې فلم کښې د دوې د مالي ګټې وټې نه پرته بل څه مقصد نه شي کيدی. د پښتنو په يوه خله انکار د شرمين د دستاويزي فلم پروژه د ناکامۍ سره مخ کړې ده.

(بهروز خان د واشنګټن نه د دې خبر په لیکلو کې مرسته کړې)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG