لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف: د عمران خان حکومت 22000 اربه روپۍ قرضونه اخستي دي


د پاکستان وزيراعظم شهباز شریف د عمران خان په وزيراعظمۍ کې د پاکستان تحريک انصاف په تېر حکومت نيوکې کړي او ويلي يې دي، "د کال 2018م د اګست په مياشت کې ډالر په 115 روپۍ وو، او چې کله روان کال د اپرېل په 11م ما د وزيراعظمۍ سوګند پورته کړو ډالر په 189 روپۍ وو".

شهباز شريف پرون د جمعې په ورځ (20 مې) په کراچۍ کې يوې دستورې ته په وېنا کې د عمران خان په تېر حکومت نيوکې وکړې او وې وویل، تېر حکومت ته چې مالومه شوې چې د عمران خان پرضد به د بې باورۍ تحريک کاميابيږي، نو په داسې حال کې يې تېل ارزان کړه چې په نړۍ کې تېل ګران وو او پاکستان په قرضونو کې راګېر د تل نه راګېر دی، خو تېر حکومت هڅه کوله چې نوی حکومت راشي د ګېرېدو چال يې ورته خورولو.

شهباز شریف وويل، "تېر حکومت 22000 اربه روپۍ پورونه/ قرضونه اخستي دي، د کال 1947 نه د 2018 پورې چې په پاکستان څومره قرضونه وو، د 2018 نه د روان کال 2022 د مارچ د 30م نېټې پورې قرضونه 80 فيصده زيات کړی شوي دي".

وزیراعظم د ادارې نوم وا نه خستو خو وې ويل، "دغه نازولي حکومت (د عمران خان حکومت) ته چې زمونږ کومه مقتدر اداره ده، په درې نيم کاله کې يې د دغه حکومت دومره ملاتړکړی چې د پاکستان په 75 کلن تاريخ کې نه دومره ملاتړ يو حکومت ته ترلاسه شوی او نه به ترلاسه شي، دا خبره زه بې د کومې ويرې کوم".

هغه وويل، "که دومره ملاتړ چې دغه نازولي ته ترلاسه وو، که د دې 30 فيصده ملاتړ زمونږ کوم حکومت ته ترلاسه شوی وی، نو پاکستان به د راکټ په شان په بره روان وو".

د پاکستان په تېر حکومت د عمران خان په وزیراعظمۍ تل تورونه لګول شوي چې عمران خان د پاکستان د پوځ په ملاتړ وزیراعظم جوړ کړی شوی وو. خو تحریک انصاف دغه تورونه رد کړي او تل يې ویلي په ووټ يې کاميابي ترلاسه کړې وه.

شهباز شریف د قرضونو او ډالر ګرانېدو خبره په داسې حال کې کړې چې د راپورونو ترمخه په روان مالي کال کې د پاکستان تجارتي خساره 40 اربه ډالرو ته رسېدلې ده، د غېر ملکي زر مبادلې ذخیرې هم 10 اربه ډالر پاتې شوي او د ډالر په مقابله کې روپۍ هم خپل ارزښت بېللی دی او يو ډالر د 200 روپو پورې رسېدلی دی.

خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند په حکومت کې د راتلو سره سم هغه وخت وزیراعظم عمران خان ویلي وو چې ملک په سختو اقتصادي مشکلاتو کې ښکېل دی او هغه د ملک د اقتصادي بد حالۍ تورونه په تېرو حکومتونو لګولي وو.

او اوس چې د عمران خان د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی او اتحادي ګوندونو شهباز شريف وزیراعظم ټاکلی، اوسنی حکومت د تحریک انصاف په حکومت تورونه لګوي چې په ملک يې قرضونه سېوا کړي او د پرمختيا يو کار يې نه دی کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG