لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شهباز شريف: نېشنل اېکشن پلان کې به د صوبو کردار بحال کړی شي


د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ويلي په ملک کې د ترهګرۍ ضد جوړه قامي تګلاره "نېشنل اېکشن پلان به په صوبو کې بيا بحالولی شي چې په تيرو څلورو کلونو کې موجود نه وو او په صوبو کې د ياد پلان د پامه غورځولو له امله ترهګري سېوا شوې ده".

د وزيراعظم دفتر ویلي، شهباز شريف ته پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ [26 جون] په لاهور کې د امنيت په اړه احوال وړاندې کړی شوی دی.

نوموړي ویلي، د ترهګرۍ پرضد ټول قوم په يوه بيانه سلا دی او وسله واله پوځ او قانون نافذونکو ادارو سره اوږه په اوږه ولاړ دی.

هغه زیاته کړې د ترهګرۍ د ختمولو به مبارزه روانه وي، د پاکستان په امنيت او دفاع به هيڅ جوړ جاړی نه کيږي او د پاکستان د اقتصاد د بحالۍ او پرمختګ دپاره امن يقيني کول يوه بنيادي تقاضه ده.

پاکستان کې د کال 2014 په 16م دسمبر کې په پېښور کې په ارمي پبلک سکول د ترهګر بريد وروسته د ترهګرۍ ضد قامي تګلاره [نېشنل اېکشن پلان] جوړه کړی شوې وه.

که څه هم د دغه قامي تګلارې وروسته په ملک کې حکومتي او پوځي چاوراکي دعوه کوي چې د ترهګرۍ ملا ماته کړی شوی خو بيا هم په ملک کې د ترهګرۍ او بدامنۍ پېښې رامنځته کېدل دوام لري.

په قبايلي ضلعو او په ځانګړي ډول شمالي وزیرستان کې د پوځ لخوا د وسله والو تندلارو پرضد د ضرب عضب عملياتو وروسته په کال 2017 کې په ټول ملک کې د ردالفساد عملیاتو پېل کولو ويل شوي وو.

پېښور کې په ارمي پبلک سکول ترهګر بريد د ضرب عضب عملياتو پېل کولو وروسته شوی وو، ضرب عضب عملیات د کال 2014 د جون په میاشت کې پېل کړی شوي او په ارمي پبلک سکول ترهګر بريد کې چې د 150 پورې کسان وژل شوي او زياتره يې د سکول زده کوونکي وو، په 16م دسمبر 2014 ترسره شوی وو، تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه.

د پاکستان حکومت دا وخت د تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات کوي.

د ردالفساد عملياتو وروسته د پاکستان پوځ دعوه کړې چې په ملک کې د ترهګرو ځالې ختمې کړی شوي دي.

خو په ملک کې بیا هم د ترهګرۍ پېښې رامنځته شوي، تحریک طالبان پاکستان، داعش او بلوڅ بېلتون خوښو ډلو سره پکې سندهي بلتون غوښتونکو ډلو د دغه بريدونو زمه وارۍ منلي دي.

د ارمي پبلک سکول د پېښې په اووه کاله پوره کېدو د پاکستان مخکني وزيراعظم عمران خان ويلي وو، "پاکستان په کاميابۍ سره ترهګرۍ ته ماتې ورکړې ده، د تشدد دپاره هيڅ زغم نه لرو چې د وسيلې په توګه کارول کیږي".

هغه ويلي وو، "په 16دسمبر 2014 په ترهګر بريد کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د 132 ماشومانو په ګډون 140 کسان وژل شوي وو. پاکستان په کاميابۍ سره ترهګرۍ ته ماتې ورکړې ده".

خو د تېر کال راهسې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې بيا سېوا شوي او د پاکستان پوځ منلې چې په ملک کې د ترهګرۍ پېښې په افغانستان کې تېر کال د اګست په میاشت کې د طالبانو په واک کې د راتلو او د افغانستان څخه د نړيوالو ځواکونو وتلو وروسته سېوا شوي دي.

د پاکستان انسټيټوټ فار کانفلېکټ اينډ سيکيورټي سټډيز ترمخه د کال 2021 د وړومبیو درو مياشتو په نسبت چې 49 حملې پکې شوې وې په روان 2022 کال هم په دومره موده کې 48 ترهګر بريدونه شوي دي.

د ادارې د شمېرو ترمخه د جنورۍ نه تر 15 مارچ پورې په پاکستان کې 48 ترهګر بريدونه شوي چې 28 پکې په امنيتي ځواکونو دي او د ځواک 41 تنه پکې وژل شوي وو.

په يادو بريدونو کې د وژل شوو ولسي وګړو شمېر 106 ښودل شوې چې تېر کال پکې 73 تنه وژل شوي او 91 نور ټپيان شوي وو خو دې کال په درې مياشتو کې د وژل شوو شمېر 147 ته ختلی او 369 پکې زخميان شوي وو.

ادارې ويلي د کال په لومړو درېو مياشتو کې په خېبرپښتونخوا کې 30 ترهګر بريدونه شوي چې 10 پکې په پخوانۍ فاټا کې دي او ټول 82 تنه پکې وژل شوي او 209 زخميان شوي، په بلوچستان کې 15 حملې شوي چې 47 پکې وژل شوي او 96 پکې ژوبل شوي دي.

د ادارې د شمېرو تر مخه په ياد وخت کې په اسلام اباد کې يوه حمله شوې چې درې تنه پکې وژل دي، په پنجاب کې هم يوه حمله شوې او درې تنه پکې وژل شوي دي او دغه رنګ په سیند کې يو بريد شوی چې يو تن پکې وژل شوی وو.

پاکستان د ضرب عضب عملیاتو او بيا د ردالفساد عملياتو وروسته د ترهګرۍ د مالي مرستو او غېر قانونه پېسو د انتقال د څار نړيوالې ادارې [فاينانشل اېکشن ټاسک فورس، اېف اې ټي اېف] خړ فهرست ته تللی وو، چې تراوسه لا په دغه فهرست کې دی.

په وروستيو کې ويل شوي پاکستان د اېف اې ټي اېف شرطونه پوره کړي او ښايي چې ملک د اېف اې ټي اېف د خړ فهرست څخه بهر شي.

پېښور پوهنتون کې د صحافت د څانګې استاز او څېړونکی ډاکټرعرفان اشرف په دې وروستيو کې وي اواې ډیوه سره په خبرو کې ویلي، په کال 2014م کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د ترهګر بريد وروسته نيشنل اېکشن پلان جوړ شوی وو، داسې وعدې شوې وې چې پاکستان کې به د ترهګرۍ سختدريځۍ پرضد کوټلي ګامونه پورته کوي، که هغه ګامونه پورته کړی شوی وی، پاکستان به د اېف اې ټي اېف خړ فهرست ته نه تلو او که بيا په 2018 کې ګامونه پورته شوی وی پاکستان به څلور کاله په دغه خړ فهرست کې نه پاتې کېدو.

د نوموړي په خبره څو پورې چې پاکستان خپلو رياستي پاليسيانوته بيا کتنه نه وي کړي خپلې غلطې پالیسانې يې نه وي پرېښودي د خړ فهرست نه وتلو ته خوشالېدلې معنی نه لري.

پاکستان کې وخت په وخت داسې نيوکې کيږي چې د ترهګرۍ ضد 20 نکاتي قامي تګلاره نېشنل اېکشن پلان جوړ شوی خو پوره نه دی عملي شوی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG