لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پولیس: د امريکې د کېلېفورنیا ریاست په یو کلب کې ډزې کونکي تن ځان وژلی


پولیس وویل په مونټيري پارک ښار کې د نڅا په کلب حمله ۷۲ هو کېن ټرېن نومې تن کړې او پولیس په یو موټر کې هغه وژل شوی موندلی
پولیس وویل په مونټيري پارک ښار کې د نڅا په کلب حمله ۷۲ هو کېن ټرېن نومې تن کړې او پولیس په یو موټر کې هغه وژل شوی موندلی

د امریکې د کېلېفورنیا ریاست په مونټیري پارک ښار کې پولیس ویلي هغه تن ځان وژلي چې د خلکو په ګڼه ګوڼه ډزو کې یې لس کسان وژلي وو او پولیس ته مطلوب و.

د لاس اېنجلس کاونټي شېرف رابرټ لونه ترمخه په مونټيري پارک ښار کې د نڅا په کلب حمله ۷۲ هو کېن ټرېن نومې تن کړې وه او هغه پولیس په یو موټر کې مړ موندلی دی او د پېښې په لړ کې بل مطلوب تن نشته.

د لاس انجلس ضلعې د پولیسو ادارې ویلي وو چې د خالي/شنبې ماسخوتن د مونټیري پارک په یو بالروم کې دننه ډزو کې لس کسان ووژل شوو.

د امریکا د مطبوعاتو ترمخه، ډزې د شپې لس بجو نه پس هغه ځای ته نږدې وشوې چېرته چې د چین د نوي کال د لمانځلو دستوره روانه وه. مانټیري پارک د لاس انجلس ښار د مرکز نه شاوخوا یوولس کلومټره لېرې پروت دی.

د شنبې/خالي په ورځ، د دې پېښې نه وړاندې لسګونه زره کسانو د چینائیانو د نوي کال د لمانځلو په فېسټیوال کې برخه اخیستې وه.

د لاس انجلس ټایمز اخبار د پېښې د ځای سره نږدې د یو رېسټورنټ د مالک له قوله لیکلي چې د ډزو د یرې خلک د هغه رېسټورنټ ته هم ننوتل او ویل یې چې یو کس د ماشینګڼې سره په سیمه کې ګرځي

د نڅا په کلب د حملې وروسته هو یو بل ځاي الحمرا نومې کلب ته ورغلی و خو هلته ترې خلکو ټوپک واخیستلو.

وروسته پولیس په یو وېن کې د هغه مړی وموندلو.

د لاس اېنجلس کاونټي شېرف رابرټ لونا وویل دا لا نه ده معلومه چې هو په څه مقصد په کلب حملې کړې ده.

په امریکا کې د خلکو په ګڼه ګوڼه د ډزو د واقعاتو په اړه د اېسوسي اېټېډ پرېس او یو اېس ای ټوډی د معلوماتو ترمخه ۲۰۲۲ د امریکې په بدترینو کلونو کې یو و او په دې کال کې ۴۲ داسې ډول پېښې شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG