لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په خضدار کې د پاکستان بېرغ خرڅونکي دوکان باندې د لاسې بم حمله کې یو تن وژل شوي


د ضلع خضدار د پوليسو یو افسر ويل چې وسله والو په ازادۍ چوک کې د پاکستان بیرغ پلورنځي باندې لاسي بم وغورځولو او په چاودنه کې یو کس ووژل شو پېنځه تنه ټپيان شول
د ضلع خضدار د پوليسو یو افسر ويل چې وسله والو په ازادۍ چوک کې د پاکستان بیرغ پلورنځي باندې لاسي بم وغورځولو او په چاودنه کې یو کس ووژل شو پېنځه تنه ټپيان شول

د بلوچستان په خضدار ضلع کې په هغه دوکان چې د پاکستان د ازادۍ ورځ دپاره یې د پاکستان بېروغه خرڅول د لاسې بم حمله کې یو تن وژل شوی او پېنځه نور زخمیان شوي دي.

په خضدار کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ شوي د حملې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخیستي او عیني شاهدینو ویلي مشکوک حمله کونکي تښتېدلي دي.

د اګست د میاشت په څلورمه نېټه دکوټې ښار د جواینټ سړک په دوکانی بابا چوک کې د پاکستان بیرغ په خرڅونکو د لاسي بم په برید کې یو کس وژل شوي وؤ ۱۴ ټپیان شوي وو.

د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې د ۱۴م اګست لپاره بیرغ او نور توکي پلورل کیږي بلوڅ وسلوالو د هړکه کړې ده چې خلک دې د پاکستان د آزادۍ په مراسمو کې برخه نه اخلي او دغه ډول غونډې به په هدف کوي.

د ضلع خضدار د پوليسو یو افسر ويل چې وسله والو په ازادۍ چوک کې د پاکستان بیرغ پلورنځي باندې لاسي بم وغورځولو او په چاودنه کې یو کس ووژل شو پېنځه تنه ټپيان شول.

ژوبل کسان دعلاج لپاره دخضدار ښار یرکاری روغتون ته رسول شوي دي

د روغتون ډاکټرانو په وینا د دوو ټپیانو حالت مرګونی دی. د خضدار ډپټي کمشنر الياس کبزئي د پېښی ځائ ته رسيدلي او بيا یې په هسپتال کې د ژوبل شو کسانو سره وليدل.

عینی شاهدانو وويل چې برید کوونکي له برید وروسته په خپل موټرسایکل وتښتېدل.

د بلوچستان اعلى وزير مير قدوس بزنجو دغه چاودنه وغندله او پوليسو ته يې امر و کړو چې په بريد کې لاس لرونکي دې ونيسي.

بزنجو وویل، هغه شر خوښي چې د بې ګناه خلکو له ژوند سره لوبې کوي، نه د بخښلو وړ نه دي. وزیر اعلا پولیسو ته امر وکړی چې په دې اړه رپورټ وړاندې کړي

په سمدستي ډول د خضدار د حملې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی خو پاکستاني مامورین په بلوچستان کې په مسلح بلوڅ ډلو د تشدد الزام پورې کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG