د کېنېډې په مانټیریال ښار کې د اتوار، يکشنبې، په ورځ د یهودیانو په یو سکول ډزې وشوې چې د یوې هفتې نه په کم وخت کې په ښار کې د یهودیانو په سکول د ډزو دریمه پېښه وه.
په کېنېډا کې د یهودیانو په سکولونو د ډزو پېښې په داسې مهال شوي چې د اسرایل او د حماس د جنګ له امله تاوتریخوالی زیات شوی دی.
د اتوار، يکشنبې، په ورځ په مانټیریال کې په سکول ډزو کې څوک زخمي شوي نه دي خو د سکول د ودانۍ مخامخ برخه لګېدلې. د کېنېډې سي بي سي نیوز ترمخه، د سکول په ودانۍ د ګولیو نخښې او د چلېدلو ګولیو توکې موندل شوي دي.
د مقامي مطبوعاتو ترمخه، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د مانټیریال د دوو نورو سکولونو په مرکزي دروازو د ګولو نخښې لیدل شوي دي.
دا نه ده معلومه چي ایا د سکولونو دغه پېښې د یو بل سره تړون لري او که نا؟
د سي بي سي نیوز ترمخه، د شورو، چهارشنبې، په ورځ په کونکورډیا یونیورسټۍ کې د اسرایل او حماس په جګړه کې د حریفو فریقېنو پلویانو ترمنځ شخړه کې ځینې کسان زخمیان شول یوه ګرفتاري وشوه.
د خبري ادارې د رپورټ ترمخه، مېیر فېګ د کاونسل اف هېسېډېک جوز اف کوبېک نومې یهودي تنظیم غړی دی، وویل په سکولونو د ډزو مقصد د ښار یهودي اوسېدونکي ویرول دي.
د کېنېډې په ټورانټو ښار کې، پولیس ویلي د ۲۰۲۲ په مقابل کې د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې وروسته دریو هفتو کې د مسلمانانو او یهودیانو خلاف د نفرت په جرمونو کې دوه چنده اضافه شوې ده.
په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او حماس ۲۴۰ نور کسان یرغمال نیولي دي.
د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف ځمکني او فضايي بمباري شروع کړې چې له امله يې فلسطیني چارواکي وايي د ۱۱۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.
Forum