لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سندهـ اسمبلۍ د اسلامي نظرياتي کونسل د سفارشاتو په ضد قرارداد منظور کړی


د اسمبلۍ غړو غوښتنه کړې چې يا خو دې بيخې اسلامي نظرياتي کونسل ختم کړی شي او يا دې ورته سم خلک راوستی شي
د اسمبلۍ غړو غوښتنه کړې چې يا خو دې بيخې اسلامي نظرياتي کونسل ختم کړی شي او يا دې ورته سم خلک راوستی شي
سنده اسمبلۍ کې د اسلامي نظرياتي کونسل د هغې سفارشاتو په ضد گډ قرارداد منظور کړی شوی ، کومو کې چې اسلامي نظرياتي کونسل په زنا باالجبر کې د ډي اېن ای ټيسټ د گواه په توگه نه قبلول، په کم عمرۍ کې د واده کولو او د دوهم واده لپاره د وړومبۍ ښځې نه د اجازت په اړه قانون کې د بدلون وئيلي وو .
سندهـ اسمبلۍ کې نن د گل په ورځ د اسپيکر آغاسراج دراني په مشرۍ کې ترسره شوې غونډه کې د پاکستان مسلم ليگ فنگشنل غړې مهتاب اکبرراشدي دغه قرارداد وړاندې کړو ، چې مرکزي حکومت دې د اسلامي نظرياتي کونسل هغه سفارشات ونه مني .
کومو کې چې د اسلامي نظرياتي کونسل لخوا مرکزي حکومت ته د زنا باالجبرپه مقدمه کې د ډي اېن ای ټيسټ د گواه په توگه د نه قبلولو ، په کم عمرکې د هلکانو او جينکو د واده سره د دوهم واده دپاره د وړومبۍ ښځې نه د اجازت نه اخستلو په قانون کې د بدلون دپاره سفارشات وړاندې کړی شوي وو .
څو ورځې وړاندې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر مولانا محمد خان شېراني په مشرۍ کې د کونسل په غونډه کې پرېکړې شوې وې ، چې پکې وئيل شوي وو ، د هلک او جينۍ په کم عمر کې په واده بنديز ، او د دوهم واده دپاره د وړومبۍ ښځې نه اجازت اخستل دا غېر شرعي کارونه دي . او کونسل د حکومت نه غوښتنې کړې وې ، چې دغه قانون دې ختم کړی شي .
سندهـ اسمبلۍ د اسلامي نظرياتي کونسل د دغو غوښتنو په ضد وړاندې کړی شوی قرارداد په گډه منظور کړی ، او د اسمبلۍ غړو غوښتنه کړې چې يا خو دې بيخې اسلامي نظرياتي کونسل ختم کړی شي او يا دې بيا دغې کونسل ته داسې خلک راوستی شي ، چې سمې فېصلې کوي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG