لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : سندهـ اسمبلۍ د واده دپاره کم عمر ۱۸ کاله ټاکلی


پاکستان کې لمړۍ سندهـ اسمبلي ده ، چې پکې په کم عمر کې په واده د بنديز بل منظور کړی شو .
پاکستان کې لمړۍ سندهـ اسمبلي ده ، چې پکې په کم عمر کې په واده د بنديز بل منظور کړی شو .
سندهـ اسمبلۍ کې د واده د عمر ټاکلو دپاره يو بل منظور کړی شوی دی ، چې د دغې بل لاندې څوک د ۱۸ کالو نه په کم عمر کې د هلک او جينۍ واده نه شي کولی . او په دغسې کولو درې کاله بامشقته قېد او جرمانه هم مقرر کړی شوی ده .
سندهـ اسمبلۍ کې دغه بل نن د گل په ورځ د صوبايې حکومت د واکمنه گوند پيپلزپارټۍ د سماجي خيرښېگړې او زنانؤ د حقونو وزيرې روبينه قائم خاني وړاندی کړی دی .
نوموړې د بل په اړه وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، د سنده اسمبلۍ په تاريخ کې د زنانؤ او په خصوصي توگه د کم عمره جينکو دپاره نن مهمه ورځ ده ، چې دغه بل پاس کړی شو .
٫٫ دغه بل په متفقه توگه منظور کړی شو او که څوک هم د دغې قانون خلاف ورزي کوي ، نو د هغويې دپاره درې کاله د بامشقته قيد سزا مقرر کړی شوې ده . او د دوه کاله نه به دا سزا کمه نه وي ، دغه رنگ ۴۵۰۰۰ روپۍ جرمانه به هم لگولی شي ٬٬ .
دغه سزا به د ۱۸ کالو نه په کم عمرکې د جينۍ سره واده کوؤنکي هلک ـ د هلک او جينۍ مور پلار او د دغې واده برابرؤنکي ته ورکولی شي . د بل خلاف ورزي ناقابل ضمانت جرم گرځول شوی او هر څوک کولی شي ، چې دغه شکايت د وړومبۍ درجې مجسټريټ په عدالت کې وکړي .
سندهـ اسمبلۍ کې د واده دپاره د ۱۸ کالو عمر ټاکلو دغه بل په داسې حال کې منظور کړی شوی دی ، چې تېره مياشت د اسلامي نظرياتي کونسل مشر مولانا محمد خان شيراني وئيلي ؤ ، چې په کم عمر کې په واده بنديز دې غېر اسلامي وگرځول شي .
اود شېراني په وينا په اسلامي تعليماتو کې په کم عمرۍ کې په واده هيڅ بنديز نشتی .
د اسلامي نظرياتي کونسل د مشر په دغې خبره د انساني حقونو تنظيمونو ، مدني ټولنې او د زنانؤد حقونو دپاره کارکوؤنکو تنظيمونو لخوا سختې نيوکې شوې وې .
روبينه قائم خاني وايې دغه بل په خصوصي توگه د کم عمره جينکو د واده ، او د واده نه وروستو د هغويې په ژوند کې رامنځته کيدونکو ستونځو او ستړو ته په کتو منظور کړی شوی دی . او په دغې قانون جوړولو کې مونږ سره د مدني ټولنې غړو ، مذهبي او قانوني پوهانو مرسته کړې ده .
٫٫ زمونږ په ټولنه کې د گډوډي يو عنصر په کم عمر کې واده کول دي ، او زمونږ په ۵۲ فيصده ابادۍ کې جينکۍ په کم عمر کې واده کيږي ٬٬ .
نوموړي ووئيل دغه قانون به عملي کولی شي ، او خلکو ته به د دغې قانون د خبردارۍ په اړه کمپائن هم چلولی شي .
ياده دې وي پاکستان کې لمړۍ سندهـ اسمبلي ده ، چې پکې په کم عمر کې په واده د بنديز بل منظور کړی شو .
دغې بل ته ٫٫ سندهـ چائلډ ميرجز سټرينټ بل ۲۰۱۴ ٬٬ نوم ورکړی شوی دی .
او د دې بل په راتلو په کم عمر کې د واده په حواله د کال ۱۹۲۹م قانون منسوخ کړی شو . په کال ۱۹۲۹م کې د واده دپاره کم ۱۴کاله مقرر کړی شوی او په خلاف ورزۍ يې درې مياشتی قېد او ۱۰۰۰ روپۍ جرمانه وه .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG