لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: سيند حکومت د اختر نه وروسته د کارډ لرونکو افغان کډوالو د ويستلو پرېکړه کړې


د پاکستان د سيند صوبې حکومت پرېکړه کړې، افغان سيټيزن (اې سي سي) کارډ لرونکي به د وړوکي اختر نه وروسته وباسي. په کراچۍ کې مېشت ‏افغان کډوال وايي بيا د ویرې سره مخ شوي خوکه ځورول کېدل بيرته افغانستان ته د تللو نه علاوه یې بله لاره نشته که څه هم په افغانستان کې ورته خپل ښه ‏راتلونکی نه ښکاري.‏

د ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه، د سيند صوبې د کورنيو چارو د وزیر ضيا لانجار په مشرۍ د صوبې په کچه د لوړې کچې چارواکو غونډه شوې او ویل شوي، د ‏مرکزي حکومت د پرېکړې په رڼان کې به افغان سيټيزن کارډ لرونکي اوباسي او د وړوکي اختر وروسته به په دغه کار لاس پورې کولی شي.‏

په غونډه خبر سرچينې وي او اې ډيوه ته تاييد کړې چې پرون دغه غونډه شوې او دغه پرېکړه پکې شوې ده.‏

خو په کراچۍ کې په افغان کډوال کېمپ کې مېشت کډوال وايي، د دوی په کورونو ځينې نمبرې ليکل شوي او ورته ويل شوي چې دغه نمبرې د اې سي سي ‏او پي او آر کارډ لرونکو دپاره ليکل شوي دي.‏

وزير نومې افغان کډوال وي او اې ډيوه ته ویلي، دوی خبر شوي چې حکومت اې سي سي کارډ لرونکي وباسي نو د دوی سره مسله دا ده چې په اکثره ‏کورنيو کې، د کورنۍ د ځينو غړو سره اې سي سي او ځینو سره پي او آر کارډونه دي نو دوی به څه کوي، اول د کارډ لرونکو افغانانو د ويستلو خبر او بيا ‏پسې د اې سي سي او پي او آر کارډونو والا جدا کولو پرېشانه کړي دي.‏

يو بل کډوال وي او اې ډيوه ته ويلي، دوی په پاکستان کې د ‏‎45‎‏ کاله پورې ژوند کړی که څه هم دوی کډوال وو خو دلته یې يو څه کار روزګار پيدا کړی لږې ‏ډېرې ودانۍ يې کړي، دوی دې ناڅاپه ونه ويستل شي.‏

هغه زياته کړه، اول خو دې کډوال خپلې خوښې ته پرېښودل شي چې کله وغواړي بيرته به ستانه شي او که داسې نه وي يو څه وخت دې ورته ورکړل شي نا ‏ناڅاپه دې په مخه نه اخلي او داسې دې ونه شړل شي.‏

د پاکستان مرکزي حکومت په رسمي ډول اعلان نه دی کړی چې اې سي سي کارډ لرونکي به د کله نه اوباسي خو د خېبرپښتونخوا او سيند صوبې چارواکو ‏تاييد کړې، د مرکزي حکومت لخوا ورته لارښوونه شوې د اې سي سي کارډ لرونکو کډوالو معلومات دې راټول کړي دوی به ويستل کيږي.‏

د پاکستان د اوسنۍ تازه پرېکړې وروسته نړیوالو ادارو يو ځل بيا د پاکستان نه غوښتي چې د افغان کډوالو د بيرته لېږلو لړۍ دې ودروي، ځکه په بيرته ‏لېږونکو کډوالو کې په ځانګړي ډول د ‏ښځو او جينکو ژوندونه د خطر سره مخامخ کېږي. ‏‎

د ملګرو ملتونو د کډوالې ادارې (يو اېن اېچ سي ار) د تېر کال د شمېرو ترمخه، په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي ‏او پي او آر يا پروف اف رجسټرېشن کارډونه لري.

‏اته نيم لکو افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د افغان سيټیزن کارډونه ورکړي چې د ‏افغانستان د شهریانو په څېر يې شناخت کېږي او بیا هغه افغانان دي چې د پاکستان حکومت وايي هیڅ ډول قانوني اسناد نه لري.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG