لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان په تېرو ۱۰ کلونو کې په پوځې لګښت کې ۷۰ فیصد اضافه کړې، د سویډن د څیړنې اداره وايي 


څیړونکي وايي پاکستان او هندوستان د خپلو وسایلو لوې برخه په پوځي چارو لګوي چې او په دواړو ملکونو کې د تعلیم او صحت غوندې بنیادي سهولتونه یا خو ډیر کم دي او یا غیر معیاري دي
څیړونکي وايي پاکستان او هندوستان د خپلو وسایلو لوې برخه په پوځي چارو لګوي چې او په دواړو ملکونو کې د تعلیم او صحت غوندې بنیادي سهولتونه یا خو ډیر کم دي او یا غیر معیاري دي

د سویډن د نړیوالو چارو د څیړنې ادارې ویلي په تېرو ۱۰ کلونو کې پاکستان په خپل پوځې لکښت کې ۷۰ فیصد اضافه کړې ده او د کال ۲۰۱۰ نه تر د کال ۲۰۱۹ پورې یې پوځي اخراجات لس اشاریه درې ارب ډالرو ته رسولې دي.

سټاک هوم انټرنېشنل پیس ریسرچ انسټېټیوټ، سېپري، خپل یو تازه رپورټ کې وویل د پاکستان پوځي اخراجات د ملک د مجوعي قامي امدن یا جي ډي پي څلور فیصد برخه ده چې په تعلیم او صحت د مصرف نه زیاته ده.

ادارې وویل د پاکستان ګاونډي او حریف ملک هندوستان په دنیا کې وسله اخیستونکی دویم لوی ملک دی او پاکستان په ۱۱ درجه ولاړ دی.

سېپري وویل په تېرو پنځو کلونو امریکا د وسلې تر ټولو لوې خرڅوونکی او سعودي عرب تر ټولو لوې خریدار دی.

د سویډن د نړیوالو چارو د څیړنې ادارې وویل په تېرو پنځو کلونو کې امریکې د بل هر هېواد نه زیاته وسله خرڅه کړې ده او سعودي عرب په دنیا کې د وسلې تر ټولو لوې خریدار ملک دی.

سټاک هوم انټرنېشنل پیس ریسرچ انسټېټیوټ، سېپري، خپل یو تازه رپورټ کې وویل د امریکې نه پس روس، فرانس، جرمني او چین په تېرو پنځو کلونو کې زیاته وسله خرڅه کړې ده. ادارې وویل زیاته وسله منځني ختیځ ته تللې ده او سعودي عرب په دنیا کې وسلې تر ټولو لوې خریدار دی.

د کال ۲۰۱۵ نه تر د کال ۲۰۱۹ پورې د امریکې د وسلې د صادرات، اېکسپورټس، ۹۶ ملکونو ته تللي دي.

د سېپري څیګړونکي پیټر ډي وېزمېن وویل په تېرو پنځو کلونو کې د امریکې د وسلې د صادراتو نیمايي برخه منځني ختیځ او د دي نیمايي برخه سعودي عرب ته تللې ده.

ادارې وویل د دې پرته چې په امریکا او برطانیه کې په یمن کې د سعودي عرب د مداخلت په اړه په پراخه کچه تشویش موجود و دواړو ملکونو سعودي عرب ته د وسلې رسد جاري ساتلی و. د کال ۲۰۱۵ نه تر د کال ۲۰۱۹ پوری سعودي عرب د خپلې وسلې ۷۳ فیصد برخه د امرېکې او ۱۳ فیصد برخه د برطانيي نه اخېستې ده.

سېپري وویل په تېرو پنځو کلونو کې د سعودي عرب نه پس هندوستان وسله اخیستونکی د دنیا دویم لوی ملک دی او پاکستان په ۱۱ درجه وسله اخیستونکی ملک و. د ادارې څیړونکي پیټر ډي وېزمېن وویل هندوستان او پاکستان د نورو ملکونو نه اخیستل شوي وسلې په یو بل د حملو دپاره استعمالوي. پیټر ډي وېزمېن وویل "د لسیزو راهسې د دنیا د وسلې لوې صادرونکو ملکونو دواړو ملکونو ته وسله ورکړې ده او اکثر په یو وخت دواړو خواو ته یې وسلې ورکړي دي."

څیړونکي وايي پاکستان او هندوستان د خپلو وسایلو لوې برخه په پوځي چارو لګوي چې او په دواړو ملکونو کې د تعلیم او صحت غوندې بنیادي سهولتونه یا خو ډیر کم دي او یا غیر معیاري دي.

په پاکستان کې د دفاعي چارو څیړونکي پرویز هودبوای وویل دا د داړو ملکونو دپاره د "شرمناکه" خبره ده چې خپل لږ او قیمتي وسایل په دفاعي چارو لګوي.

د سېپري په رپورټ کې د پاکستان په اړه نور تفصيل د وي او ای ډیوه خبریال پیرولایت شاه په رپورټ کې دلته اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:08 0:00
Direct link


ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG