لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: پاکستان او هندوستان اېټمي وسلې زیاتوي


د سېپرې څېړونکي وايي په نړیواله په سیاسي تاوتریخوالي کې د اضافې په مهال ګڼ شمېر ملکونو او په خصوصي توګه چین په خپلو اېټمي وسلو کې اضافه کړې ده
د سېپرې څېړونکي وايي په نړیواله په سیاسي تاوتریخوالي کې د اضافې په مهال ګڼ شمېر ملکونو او په خصوصي توګه چین په خپلو اېټمي وسلو کې اضافه کړې ده

د څېړنې یوې نړیوالې ادارې ویلي پاکستان او هندوستان د خپلې اېټمي وسلې زیاتوي او په نړيواله کچه په تاوتریخوالي کې د زیاتوالي په مهال نورو عالمي قوتونو د اېټمي وسلو په ګمارلو يا تعیناتۍ کې اضافه کړې ده.

دي سټاک هوم انټرنېشنل پيس ریسرچ انسټېټیوټ، سيپري، په نړیواله کچه د اېټمي وسلو په اړه د کال ۲۰۲۳ په رپورټ کې چې د ګل، دوشنبې، په ورځ ادارې شایع کړو، وویل چې د دنیا نهو اېټمي قوتونو امریکې، روس، برطانيې، فرانس، چین، هندوستان، پاکستان، شمالي کوریا او اسرایل په خپلې اېټمي وسلو کې جدت راوستلو ته دوام ورکړی و او په کال ۲۰۲۲ کې يې نوي وسلې اسعتمال دپاره تعینات کړې.

د سېپري شمېرې ښښي پاکستان ۱۷۰ او هندوستان ۱۶۴ اېټمي وسلې لريږ

سېپري وویل د ۲۰۲۳ د جنورۍ د میاشت پورې په دنیا کې د مجموعي اېټمي وسلو تعداد ۱۲۵۱۲ او قریباً ۹۵۷۶ اېټمي وسلې په پوځي ذخیرو کې د ممکنه استعمال دپاره تیارې وې. دا شمېره د ۲۰۲۲ نه ۸۶ زیاته وه.

د سېپري ترمخه، د استعمال دپاره تعنیات شویو ۹۵۷۶ اېټمي وسلو کې په مجموعي توګه ۳۸۴۴ اېټمي وسلې د مزایلو او هوايي جهازونو سره د ممکنه استعمال دپاره ګمارل شوې وې.

سېپري وویل داسې ښکاري ده چې په کال ۲۰۲۲ کې پاکستان او هندوستان خپلو اېټمي وسلو زیاتولو ته دوام ورکړی و او د اېټمي وسلو د چلولو دپاره يې نوي نظامونه تیارول.

ادارې وویل د پاکستان د اېټمي دفاع توجه په هندوستان ده خو هندوستان اوږدې فاصلې پورې په تلونکو وسلو توجه کوي چې په چین کې د هدفون په نخښه کولو صلاحیت هم شامل دی.

د سېپرې څېړونکي وايي په نړیواله په سیاسي تاوتریخوالي کې د اضافې په مهال ګڼ شمېر ملکونو او په خصوصي توګه چین په خپلو اېټمي وسلو کې اضافه کړې ده.

په نړیواله کچه د اېټمي وسلو د تعداد په اړه د سېپري اندازه
په نړیواله کچه د اېټمي وسلو د تعداد په اړه د سېپري اندازه

د سېپري ډرېکټر ډېن سمېت ای اېف پي خبري ادارې ته وویل داسې ښکاري چې په دنیا کې په اېټمي وسلو کې د کمي اوږد دور ختم شو.

سمېت وویل د استعمال قابلو اېټمي وسلو شمېره په زیاتېدو ده. هغه زیاته کړه چې د نونسوه اتیایم په لسیزه کې په دنیا کې د استعمال قابلو اېټمي وسلو تعداد ۷۰۰۰۰ پورې و.

په اېټمي وسلو کې د ټولو نه زیاته اضافه چین کړ ده او د دنیا د اېټمي وسلو ۹۰ فیصد برخه د امریکې او روس سره ده.

سمېت وویل په تېرو ۳۰ کلونو کې د اېټمي وسلو په شمېره کې کمی لیدل کېدو او اوس لیدل کېږي چې دغه عمل د خاتمې سره مخامخ دی.

د سېپري څېړونکو دا هم موندلي چې په اوکراین د روس د یرغل نه پس د اېټمي وسلو د مخنیوي او لېرې کولو دپاره سفارتي کوښښونو ته نقصان رسېدلی دی. د دې یو مثال دا دی چې په اوکراین د یرغل نه پس امریکې روس سره د سټرېټيجېک ثبات په موضوع مکالمه وځنډوله.

به فېبرورۍ کې روس د نیوسټارټ نومې معاهدې نه د وتلو اعلان وکړو. دغه معاهده په اېټمي وسلو کې د کمي دپاره شوي وه.

سېپري په یو بیان کې وویل چې د دواړو اېټمي قوتونو ترمنځ دغه اخېرۍ معاهده وه چې تراوسه پاتې وه.

د سېپري ترمخه په اقتصاد کې د ترقۍ او په اثر او رسوخ کې د اضافې په مهال چین په ټولو پوځي برخو کې درنه سرمایه کاري کړي ده.

سمېت وویل د موجوده وخت حقیقت دا دی چې چین د یو عالمي قوت په شان راپورته کېږي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه هم اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG