لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په تېرو ١٠ کلونو کې د پاکستان په دفاعي لگښت کې ٧٣ فیصد اضافه شوي


پرویز هودبوی چې د اسلام اباد په قاید اعظم یونیورسټۍ کې د فزکس استاز هم دی وویل د پاکستان د بجټ لویه برخه د دفاع په مد مصرف شي او نور بنیادي ضرورتونه پرځای پاتې شي
پرویز هودبوی چې د اسلام اباد په قاید اعظم یونیورسټۍ کې د فزکس استاز هم دی وویل د پاکستان د بجټ لویه برخه د دفاع په مد مصرف شي او نور بنیادي ضرورتونه پرځای پاتې شي

د وسلو د مخنیوي دپاره کارکونکې د څېړنې یوې ادارې ویلي په تیرو ١٠ کلونو کې د پاکستان په د فاعي لگښت کې ٧٣ فیصد اضافه شوې ده او په دې لړ کې د نړۍ په ٢٠ لویو هېوادونو کې شامل دی.

سټاک هوم انټرنېشنل پېس ریسرچ انسټېټېیوټ نومې ادارې په خپل رپورټ کې وویل د پاکستان په دفاعي لگښت کې هر کال د ١١ فیصد په شرح اضافه شوې چې په کال ٢٠١٨ کې ١١ اشاریه څلور ارب ډالرو ته ورسېدله.

ماهرین وايي د هېواد د زیاتو دفاعي اخراجاتو له امله په پاکستان کې لکه د تعلیم او صحت په رنگ د بنیادي سهولتونو صورتحال خراب او هم بیخی نشته.

په سویډن کې میشته د څېړنې ادارې سېپري وویل د گل، دوشنبې، په ورځ شائع شوي رپورټ کې وویل پاکستان د خپل قامي پېدوار یا جي ډي پي څلورفيصد برخه په دفاع لگوي او په دې لحاظ د نړۍ په لومړو ١٠ هېوادونو کې شامل دی.

سېپري وايي په مجموعي توگه د نړۍ پوځي اخراجات یو اشاریه اته کرب ډالرو ته رسېدلې دي، امریکا، چین، سعودی عرب، هندوستان او فرانس د سر پنځه هېوادونه دې چې په دفاع تر ټولو زیاتې او د نړۍ د مجموعي فاعي اخراجاتو ٦٠ فیصد برخه پېسې مصرفوي.

د پاکستان د پوځ ترجمان مېجر جنرل اصف غفور د گل، دوشنبې، په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل چې د کال ٢٠٠١ راهسې په هېواد کې د ترهگرۍ خلاف جنگ دلاسه پاکستان نه یوازې د جاني بلکې په لویه کچه د مالي نقصان سره هم مخامخ شوی دی.

ماهرین وايي د پاکستان د زیاتو دفاعي اخراجاتو دلاسه په هیواد کې د تعلیم او صحت په رنگ د بنیادي اسانتیاو صورتحال د اطمینان وړ نه دی.

د ماهر تعلیم او د پاکستان د پوځي تگلارې نقاد پروېز هودبوی وايي په یو وخت کې پخوانی سویت یونین هم یو لوې طاقت و خو د زیاتو پوځي لگښتونو له امله په اقتصادي توگه بدحاله او بالاخر مات شو.

پرویز هودبوی چې د اسلام اباد په قاید اعظم یونیورسټۍ کې د فزکس استاز هم دی وویل د پاکستان د بجټ لویه برخه د دفاع په مد مصرف شي او نور بنیادي ضرورتونه پرځای پاتې شي.

ښاغلي هودبوی وویل "پوځ دروند رقم اخلي او بیا یې نتیجه دا وي چې دلته د بنیادي اسانتیاو چې کوم کارونه دي، د تعلیم او صحت شعبې دي، د هغوی سره هیڅ نه پاتې کېږي او هم په دې وجه د پاکستان معیشت ډیر وروسته پاتې شوی دی. په دې کې د پوځ او پوځي اخراجاتو ډیر لوې عمل دخل دی."

د امنیتي چارو څېړونکی جمیل چترالي د زیاتو دفاعي اخراجاتو په ولس د اثر په اړه وايي د زیاتو پوځي لگښتونو اثر په ولس داسې غورځېږي چې حکومت یې د صحت او د تعلیم پام نشي ساتلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG