د سوړ جنګ یا د کولډ وار د ختمېدو نه وروسته، په اینده لسو کلونو کې به په نړیواله کچه د اېټمي وسلو شمېر زیات شي او د سټاک هوم انټرنېشنل پیس ريسرچ انسټېټیوټ نومې د څېړنې اداره وايي په اېټمي وسلو کې اضافه به په داسې حال کې کېږي چې په اوکراین روس د یرغل له امله په نړیواله کچه تاوتریخوالی زیات شوی دی.
سټاک هوم انټرنېشنل پیس ريسرچ انسټېټیوټ، سېپري، د ګل، دوشنبې، په ورځ خپل رپورټ کې وویل د ۲۰۲۲ په شروع کې د نړۍ نهه اېټمي ملکونو برطانيي، چین، فرانس، هندوستان، اسرایل، شمالي کوریا، پاکستان، امریکې او روس په مجموعي توګه ۱۲۷۰۵ اېټمي وسلې لرلې چې د ۲۰۲۱ په مقابل کې د اېټمي وسلو په شمېره کې د ۳۷۵ کمې وې.
په ۱۹۸۶ کې په دنیا کې د اېټمي وسلو شمېر ۷۰۰۰۰ و خو د امریکې او د روس ترمنځ د کولډ وار یا د سوړ جنګ د ختمېدو نه پس دواړو ملکونو په جوهري وسلو کې کمی کړی دی.
د سېپري څېړوونکو په نظر داسې ښکاري چې په دنیا کې د وسلو د کموالي دور په ختمېدو دی او د سوړ جنګ د ختمېدو نه پس د ایټمي وسله د زیاتېدو خطر تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
د سېپري د رپورټ یو منصف مېټ کورډا ای اېف پي خبري ادارې ته وویل د سوړ جنګ د ختمېدو نه وروسته په لومړي ځل به د اېټمي وسلو په شمېره کې اضافه ولیدل شي.
سېپري وویل تېر کال د اېټمي وسلو په شمېر کې د معمولي کمي وروسته په اینده لسو کلونو کې به په نړیواله کچه د اېټمي وسلو تعداد زیات شي.
ای اېف پي خبري اداره وايي په اوکراین کې د جنګ په مهال د روس صدر ولادیمیر پوتین څو ځله د اېټمي وسلو ذکر کړی دی.
سېپري وویل د چین او برطانيي په شمول یو شمېر ملکونه په رسمي او غیر رسمي ډول په خپلو اېټمي وسلو کې جدت راولي.
کورډا وویل په اوکراین کې د جنګ او د صدر پوتین د اېټمي وسلو ذکر له امله به د اېټمي وسلو کمېدل مشکل وي.
اداره وايي سره د دې چې په کال ۲۰۲۱ کې په اېټمي وسلو د بندیز لوظنامه ځای په ځای شوي ده او په اېټمي وسلو بندیز دپاره د امریکې او روس لوظنامه هم غځول شوي ده، خو د تېرې څه مودې راهسې حالات په خرابېدو دي.
اداره وايي د ایران اېټمي پروګرام او د اواز نه په زیات رفتار تلوونکو مزایلو په جوړولو کې د هېواد ترقي د تشویش وړه خبره ده.
امریکا او د روس نړۍ د اېټمي وسلو ۹۰ فیصد برخه لري.
سېپري وايي روس تر ټولو زیاتې اېټمي وسلې لري چې د ۲۰۲۲ پورې یې تعداد ۵۹۷۷ و. د یو کال وړاندې په مقابل کې د روس د اېټمي وسلو کې ۲۸۰ وسلو کمی شوی دی.
اداره وايي د روس د ۱۶۰۰ نه زیاتې وسلې په بيړنۍ توګه فعالیت ته تیارېدلی شي.
بلخوا امریکا ۵۴۲۸ اېټمي وسلې لري چې د تېر کال په مقابل کې ۱۲۰ کمې وسلې دي. امریکا ۱۷۵۰ اېټمي وسلې د فعالیت په حال کې لري.
چین په دریمه درجه ولاړ دی چې د ایټمي وسلو شمیره یې ۳۵۰ ده، بیا فرانس دی چې ۲۹۰ اېټمي وسلې لري، برطانیه ۲۲۵، پاکستان ۱۶۵، هندوستان ۱۶۰ او اسرایل ۹۰ اېټمي وسلې لري. ای اېف پي وايي اسرایل یوازنی ملک دی چې په رسمي ډول دا خبره نه تسلیموي چې اېټمي وسلې لري.
سېپري وايي شمالي کوریا ۲۰ اېټمي وسلې لري خو هېواد په دومره مقدار کې یورېنیم لري چې تر ۵۰ پورې اېټم بمونه تیار کړي.
ای اېف پي وايي د ۲۰۲۲ په شروع کې د متحد قامونو د سلامتي کونسل پېنځو مستقل غړو چې اېټمي قوتونه هم دي په یو بیان کې وویل اېټمي جنګ هېڅ څوک نشي ګټلی نو پکار نه ده چې وکړی شي.
سېپري وايي د دغه بیان باوجود دغه ملکونه خپل اېټمي وسله تون نه یوازې زیاتوي بلکې جدت هم پکې کوي او په خپلو پوځي تګلارو کې اېټمي وسلو ته مرکزي اهمیت ورکوي.
اداره وایي چين خپل اېټمي وسله تون کې په پراخه کچه اضافه کوي او د سېټلایټ تصویران چين د ۳۰۰ نه زیاتې د مزایلو د ساتلو دپاره ځایونه جوړوي.
د امریکې د دفاع وزارت یا پېنټګان د اندازې ترمخه د ۲۰۲۷ پورې تر ۷۰۰ پورې اېټمي وسلې لرلی شي.
تېر کال برطانيي وویل د اېټمي وسلو ذخيره به زیاتوي او هغه شمېرې په نه څرګندوي چې څومره اېټمي وسلې یې د فعالیت په حال کې دي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي