لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت: د پوځي عملیاتو خلاف احتجاجي پرلت پېل شوی، پنجاب ته غځېدلی سړک یې تړلی


په لکي مروت کې ځايي خلکو د پوځي عملیاتو پرضد احتجاجي پرلت پیل کړی دی او د بنو نه پنجاب ته غځېدلې لویه لار یې د احتجاج په توګه تړلې ده. دوی وايي پوځي عملیاتو د ځاني نقصان له ویرې سره مخ کړي او د مخنیوي غوښتنه یې کوي.

د لکي مروت اسسټنټ کمشنر یاسر نذیر وایي احتجاج کوونکو سره یې مذاکرات کامیاب شوي اؤ د پوځ لخوا دوؤ ورځو کې د هغوي د غوښتنو منل کېدو له باور ورکولو وروسته احتجاج کوونکو لویه لار پرانستې ده.

د پاکستان پوځ دوه ورځې وړاندې په لکي مروت سیمه کې د عملیاتو په پایله کې د ۱۱ وسله والو د وژلو دعوه کړې وه.

پوځ دا عملیات د لکي مروت په سوربند سیمه کې یوه ورځ وروسته له هغې کړي وؤ چې د لکي مروت په سلطان خېل سیمه کې د امنیتي ځواکونو یو ګاډی په بم الوځول شوی ؤ چې د پوځ د یو افسر په ګډون پکې اووه عسکر وژل شوي وؤ.

سوربند د ښار نه نیزدې ۶۰ کلومیټره لرې ختیځ ته د پنجاب میانوالي سره جوخته سیمه ده.

‎د نهې یا سه شنبې په ورځ د پوځ مطبوعاتي څانګې آي ایس پي ار پخپل یو بیان کې دعوه کړې وه چې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د وسله والو په ضد کوټلي عملیات کړي اؤ په دغو عملیاتو کې یې د هغوي یو شمیر ځالې له مینځه وړي دي.

خو د سیمې ځايي خلک وايي د عملیاتو پرمهال د عامو خلکو په کورونو مارټر ګولې ویشتل کیږي چې دوي یې د ځاني او مالي زیان سره مخ کړي دي.

دوی نن په لکي مروت کې احتجاجي پرلت پیل کړی چې پکې د پوځي عملیاتو پرمهال د مارټر ګولو د مخنیوي غوښتنه کوي.

د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې ویلي د وسله والو پرضد هره ورځ نزدې سل عملیات کیږي.

د سیمې نه ازاد خبریال زبیر مروت وايي نن سهار احتجاج کوونکو د لکي ښار په کارګل چوک سیمه کې د پوځي مرکز مخې ته خیمه لګولې چې پکې د لکي مروت سور بند سیمې په سلګونو خلک کډون کوي.

هغه وویل احتجاج ته هغه زخمي څاروي هم احتجاج کوونکو د ځان سره راوستي چې په مارټر ګولیو لګیدلي اؤ پکې غوا، میخې او اوښان شامل دي .

د سیمې پولیس افسر ډي ایس پي ظفر الله ډيوه سره خبرو کې وویل د احتجاج پرمهال بنو ضلعې نه پنجاب ته غځېدلې د ګاډو د تګ راتګ لوي سړګ تړل شوی چې له امله یې د سړک دواړو خواؤ ته په سلګونو ګاډي بند پاتې شوي دي.

خو د سیمې ډپټي کمشنر یاسر نظیر ډیوه ته وویل شپږ کسیزه کمیټې د احتجاج کوونکو سره مذاکرات کړي، د هغوي غوښتنې یې اوریدلي اؤ بیا یې دغه غوښتنې د پوځ سره شریکې کړي اؤ پوځ باور ورکړی چې په دوؤ ورځو کې به یې غوښتنې پوره کړل شي.

انتظامي چارواکي وویل چې د غوښتنو د پوره کیدو د باور ترلاسه کېدو وروسته احتجاج کوونکو لویه لاره پرانستې ده.

د احتجاج یو ګډون وال حمایت الله وویل د تیرو څو ورځو نه علاقې ته د مارټر ګولې ویشتل کیږي چې له امله یې عام ولس د ویرې سره مخ شوی دی.

هغه وویل په سیمه کې خلک عادي ژوند نه کوي او د عملیاتو پرمهال یوه مارټر ګوله په کور غورځېدلې چې پکې دا څاروي ټپيان شوي دي.

حمایت الله وایي ماشومان او ښځې ټوله شپه د ویرې نه په ژړا تیروي او زیاته یې کړه په خپله یو غریب مزدور کار دی او د علاقې ټول خلک غریبانان دي خو دې ناوړه حالاتو د خپلو سیمو په پریښولو مجبور کړي دي .

احتجاج ته د وینا پرمهال د عوامي نېشنل ګوند ځايي مشر عمران الله بیګو خېل ویلي دغلته بریدونه وسله وال وکړي او تر هغې وروسته په عملیاتو کې عام ولس ځپل کیږي.

هغه وویل علاقه یې د ناامنۍ ښکار ده خو د پولیس او پوځ په موجودګۍ کې وسله وال دغلته څنګه فعالیتونه کوي؟

احتجاج کوونکي درې غوښتنې لري یوه دا چې په فوري طور دې د مارټر ګولیو بریدونه بند کړل شي چې پکې عام ولس ځاني او مالي زیان سره مخ کیږي اؤ دویمه دا چې باید دوي ته د عملیاتو پرمهال د زیانمن شوؤ څاروو تاوان ورکړل شي .

او دریمه غوښتنه یې داده چې دې نه وړاندې عملیاتو کې د علاقې څلور کسان وژل شوي او یو ټپي شوی و حکومتي د یو تن پسر شل لکه روپۍ امدادي مرستې منلې وې خو تر اوسه متاثره کورنیو ته دا امداد نه دې ورکړل شوی نو دې په سمدستي توګه ورکړل شي.

د احتجاج ته وینا پرمهال د جمعیت علماء اسلام(ف) ګوند ځايي مشر مولانا قریشي احمد شاه ویلي ځايي خلکو ته د وسله والو پرضد د لښکر جوړولو ویل کیږي .

هغه ویلي دغلته په غټه کچه پوځي عملیات شوي ایا دغه عملیات د څه لپاره وؤ چې اوس هم په سیمه کې د ناامنۍ مخه نه نیول کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG