له افغانستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا په ناارامه قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د شپږو کسانو مړي ترلاسه شوي دي. پوليس وايي دغه کسان په ډزو وژل شوي دي.
د شمالي وزیرستان پوليس تایید کړې اطلاع ورته ترلاسه شوې چې نن د نهې- سه شنبې په سهار د میرعلي په موسکي سیمه کې د نالومه کسانو مړي غورځول شوي دي، پوليس د پېښې ځای ته رسېدلي، علاقه یې په ګېره کې اخستې او د پېښې پلټنې یې پېل کړي دي.
د میر علي پولیس تاڼې چارواکي وايي "وژل شوي کسان د پنجاب سره تعلق لري، دوی دلته په میرعلي بازار کې د هیرډریس سیلون دوکانونه يا نايي خانې چلولې، خلکو ته به یې ویښتان او ږیرې جوړولې".
د پولیسو په وینا، د ابتدايي مالوماتو له مخې دوی د دوکانو د پاسه خونې یا د استوګنې ځایونو څخه تښتول شوي او تر تښتولو وروسته په ډزو وژل شوي دي.
په سمدستي توګه هیڅ یوې ډلې د دې پېښې پړه پغاړه نه ده اخستې.
پولیس وایي د وژل شوو کسانو جسدونه میر علي بازار ته وړل شوي او طبی معاینه کولو وروسته به خپلو خپلوانو ته سپارل کیږي.
تر دې وړاندې هم د شمالي وزیرستان میرعلي او په نورو بیلابیلو سیمو کې بنجاریان او دوکانداران وژل شوي وو.
د کال 2022م په دسمبر کې په میر علي سیمه کې د بنو سره تړاو لرونکي درې زرګران وژل شوي وو.
درې ورځې وړاندې په 29م دسمبر د پاکستان پوځ د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې د پينځو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.
د شمالي وزیرستان خلک وايي په سيمه کې د وسله والو توندلارو پرضد عملیاتو وروسته حالت تر اوسه د تسلۍ وړ نه دي.
په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014م کې د ضرب عضب په نوم عملیات کړي او دا سیمه یې د هر قسمه ناامنۍ څخه پاکه ګرځول شوې وه.
Forum