لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د پوليو د شپږو نورو پېښو سره د ۲۰۱۹ شمېره ۱۲۳ ته ورسېده


پاکستان کې د پوليو رنځ پېښې مخې ته راتلل دوام لري او تازه شپږ نورې پېښې رپوټ شوي چې پکې پينځه يواځې په خېبرپښتونخوا صوبه کې مخې ته راغلي دي.

پاکستان کې په ۲۰۱۹ کې د پوليو د پېښو ټوله شمېره ۱۲۳ او په خېبرپښتونخوا کې دا شمېره ۸۸ ته ورسېده.

د پوليو پروګرام د مخنيوي د شمېرو ترمخه په تازه پېښو کې پينځه په خېبرپښتونخوا صوبه کې مخې ته راغلي دي.

په خېبرپښتونخوا کې په تازه پېښو کې دوه په ټانک، يوه په بنو، يوه په مومندو او بله په ډېره اسماعيل خان ضلع کې رپوټ شوې ده.

شپږمه پېښه د سيند صوبې په دادو ضلع کې مخې ته راغلې ده.

چارواکو ويلي د پوليو دا تازه پېښې د هغو ماشومانو دي چې دوی ته د پوليو ضد څاڅکي نه ؤ ورکړی شوي.

په پاکستان کې د پوليو دا تازه پېښې په داسې حال کې مخې ته راغلي چې په وروستیو کې د پوليو د مخنيوي د پروګرام چارواکو دعوه کړې وه چې په ملک کې يې د پوليو رنځ پرضد کامياب کمپاين کړی دی.

د پولیو د مخنيوي د پروګرام چارواکو د دسمبر په مياشت کې ترسره شوي کمپاين ته په داسې حال کې کامياب ويلي ؤ چې په ياد کمپاين کې ويل شوي دوه لاکه ماشومان د پوليو ضد څاڅکو ورکولو نه پاتې شوي هم وو.

د بېړنو عملیاتو د قومي مرکز رابطه کار ډاکټر رانا صفدر د دسمبر په مياشت کې ويلي ؤ، "د روان (۲۰۱۹) کال اپرېل په میاشت کې دوه نيم ملينه ماشومان د پولیو څاڅکو څخه پاتې شوي وو او په دې وروستي کمپاين کې دا شمېره دوه لاکه ته راټيټه شوې ده".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG