لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ګوانتنامو زندان کې شپږ پاکستاني بندیان پاتې دي


په ګوانتنامو زندان کې په ترهګرۍ له تورنو ۱۱۶ پاکستانيو بندیانو څخه یواځې شپږ پاکستاني بندیان پاتې دي.

په دغو شپږو کسانو کې یو امار البلوچي نومیږي چې د ۲۰۰۶ کال راهیسې د ګوانتنامو په زندان کې بندي ساتل شوی. امار د لنډ وخت لپاره له عافیه صدیقي سره واده کړی و او په امریکا د سپټمبر د یولسمې د برید د پلان جوړونکي خالد شیخ محمد وراره دی.

دوهم پاکستانی بندي احمد رباني نومیږي چې د ټکسي ډرایور ښودل شوی او په ۲۰۰۲ م کال کې نیول شوی و. خپله خالد شیخ محمد هم د ډیرو کلونو لپاره په ګوانتنامو کې و خو اوس دا څرګنده نه ده چې نوموړی به چېرې وي.

د څلورو نورو پاتې پاکستانیو بندیانو په اړه له رسنیو سره معلومات نه دې شریک شوي خو دا ټول پاکستانیان د پرویز مشرف د واکمنۍ پر مهال امریکايي چارواکو ته لاس په لاس سپارل شوي وو.

د انګلستان د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې په ګوانتنامو زندان کې ټول ۱۱۶ پاکستاني بندیان وو چې له دوی څخه یواځې درې تنه خپله امریکايي سرتیرو نیولي وو.

جنرال پرویز مشرف په خپل کتاب (ان دي لاین اف فایر) کې لیکلي دي چې د القاعده په سلګونو کسان مو امریکا ته سپارلي دي.

د پاکستان د پوځ اوسني مشر جنرال قمر جاوید باجوه تیره میاشت د جرمني په مونیخ کې د خپلې وینا پرمهال وویل، پاکستان د القاعده تر ۱۱۰۰ زیات غړي وژلي دي او تر ۶۰۰ زیات یې امریکا ته ژوندي سپارلي دي.

کارپوهان د پاکستاني پوځ په داسې څرګندونو باندې شک څرګندوي او دوي وايي، پاکستان هېڅکله هم دا معلومات نه دی خپاره کړي چې امریکا ته د دوي لخوا القاعده پورې تړلي سپارل شوي کسان څوک او د کومو ډلو غړي وو؟

دوي وايي، که پاکستان د ترهګرۍ او القاعده شبکې په وړاندې جګړه کې ريښتینی وای نو بیا څنګه د القاعده مشر د پاکستان په ایبټ اباد کې یوې پوځي چاوڼۍ ته څېرمه د ډیرو کلونو لپاره تر هاغې پورې خوندي وساتل شو ترڅو چې امریکايي ځواکونو د خپلو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې وه واژه.

کارپوهان وايي، پاکستان پدې اړه تر اوسه پورې په نړۍ کې له خپل دریځ څخه دفاع نشي کولای.

په روانه اونۍ کې د ازادو کارپوهانو یوې ډلې د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا ته په ګوانتنامو کې د پاکستاني بندیانو له ډلې د امار البلوچي د راخلاصولو وړاندیز کړی.

دغې ډلې په یاد زندان کې د بندیانو سره د پلټنو پرمهال د ناوړه سلوک او شکنجې غندنه هم کړېده خو د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ملت ته په خپلې سږنۍ وینا کې ویلي و چې د ګوانتنامو زندان به نه تړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG