لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د پاکستان پوځ او د ریاستي ادارو د بدنامولو په الزام په شپږو خبریالانو مقدمې جوړې شوي دي


پاکستان الېکټرانک ميډیا رېګولېټري اتارټي، پېمرا نشریاتي ادارو ته خبرداری کړی چې داسې مواد دې نه خپروي چې پکې د ریاستي ادارو، په خصوصي توګه د پوځ او دعدليي، سپکاوی کېږي.
پاکستان الېکټرانک ميډیا رېګولېټري اتارټي، پېمرا نشریاتي ادارو ته خبرداری کړی چې داسې مواد دې نه خپروي چې پکې د ریاستي ادارو، په خصوصي توګه د پوځ او دعدليي، سپکاوی کېږي.

په پاکستان کې لږ تر لږه د شپږو خبریالانو او د سیاسي بحث مباحثو د پروګرامونو کوربنو په ضد پولیس د صحافیانو د کار په سر تحقیقات شروع کړي دي. دغه خبره د خبریالانو وکیلانو (قانون پوهانو) د ګل، دوشنبې، په ورځ وکړه.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د وطن مینه والو شهریانو په نوم کسانو یو شان شکایتونه درج کړي دي او په خبریالانو الزام پورې کړی شوی چې په خپلو خبرونو کې د پوځ او ریاستي ادارو خلاف نفرت خپروي.

پخواني وزیراعظم عمران خان د خبریالانو خلاف مقدمې سیاسي انتقام بللی او ویلي یې دي چې حکومت د مقدمو په شا دی.

د وي او ای رپورټ وايي د خبریالانو خلاف د مقدمو خبر په داسې حال کې مخې ته راغلی چې پاکستان الېکټرانک ميډیا رېګولېټري اتارټي، پېمرا، چې د مطبوعاتو څارنه کوي، هم د ګل، دوشنبې، په ورځ نشریاتي ادارو ته خبردار وکړو چې داسې مواد دې نه خپروي چې پکې د ریاستي ادارو، په خصوصي توګه د پوځ او دعدليي، سپکاوی کېږي.

پېمرا مطبوعاتو ته د کار کولو د اجازت نامو ورکولو حکومتي اداره ده، خبرداری یې وکړو چې د خبرداري د خلاف ورزۍ په صورت کې د مطبوعاتي ادارې لایسنس یا اجازت نامه منسوخېدلی شي او جرمانه پې هم لګول کېدی شي.

پېمرا دغه رنګ خبرداری د می د میاشت په نهمه نېټه هم کړی و.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د خبریالانو خلاف د الزاماتو په سر ورته تر اووه کلونو پورې د قید سزا کېدلی شي.
د خبریالانو د نړیوال تنظيم رېپورټرز وداوټ بارډرز د یو فهرست ترمخه چې د مطبوعاتو د ازادۍ په لحاظ یې د نړۍ ۱۸۰ ملکونو درجه بندي کړې ده، پاکستان په دغه فهرست په ۱۴۵ درجه ولاړ دی.

د وي او ای رپورټ وايي په پاکستان کې په خبریالانو تشدد او ویرول یې د معمول خبره ګڼل کېږي خو په یو ځای د شپږو خبریالانو په مجرمانه ګامدات په لومړي ځل کولی شي.

په دغو خبریالانو کې یو تن ارشد شریف چې په ای ار وای چېنل کې د سیاسي چارو د یو پروګرام کوربه دی، ګرفتارۍ نه ځان د پچ کولو دپاره یې د اسلام اباد های کورټ ته خواست کړی دی.

د ګل، دوشنبې، په ورځ په اسلام های کورټ کې د مقدمو د سماعت وروسته، د خبریالانو وکیلانو وویل د صحافیانو په ضد د مقدمو هدف دوی ویرول دي چې دا ډول دوی په سیاسي واقعاتو بې طرفه خبرنګاري ونکړی شي.

د عدالت جج اطهرمن الله په ګڼ خواستونو خپله فېصله کې د اسلام اباد پولیس ته امر وکړو چې یو صحافي دې هم ګرفتار نکړي او دا چې صوبايي عدالتونه دې هم دا ډول ګامونه واخلي.

جج دا غوښتنه هم وکړه چې اینده میاشت په اینده پېشۍ کې دې د وفاقي حکومت مامورین د هغو شکایتونو تفصیلات هم عدالت ته ورکړي چې د خبریالانو خلاف په ټول پاکستان کې درج شوي دي.

د وزیراعظم شهبازشریف حکومت او یا د صوبايي حکومتونو مامورینو د خبریالانو په ضد د مقدمو په اړه څه نه دي ویلي خو د مطبوعاتو د دفاع تنظیمونو دغه مقدمې په پاکستان کې د مطبوعاتو په ازادۍ حمله بللې ده.

په امریکا کې مېشته کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس د پاکستاني صحافیانو په ضد اېف ای ارونو، پولیس شکایتونو، غندنه وکړه.

د اېشیا سيمې دپاره د سي پي جی مسول سټیو بټلر وي او ای ته وویل پکار نه ده چې په پاکستان کې خبریالان په پوځ یا په نورو ریاستي ادارو د تنقیدي تبصرو په سر د عدالتونو دلارې ویرول شي. هغه غوښتنه وکړه چې د خبریالانو خلاف پولیس شکایتونه دې ختم کړی شي.

سي پي جی پاکستان د خبریالانو دپاره د نړۍ تر ټولو خطرناکو هېوادونو کې یادوي چېرته چې په پوځ او امنیتي ادارو، چې په عامه توګه ورته اېسټېبلېشمنټ وېل کېږي، د صحافیانو د زورولو الزمات پورې کولی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG