لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سود زیاتیدونکې نرخونه او پاکستاني بېنکونو ته ورپېښ چېلنجونه


د اقتصادي مرستو او پرمختیا نړیوالې ادارې وروستی رپورټ ښايي چې د پاکستان په ګډون د نړۍ بیلا بیلو ملکونو کې د سود زیاتیدونکو نرخونو له کبله، راتلونکي دوو کلونو کې د نړۍ د اقتصادي ودې رفتار به په مزه وي.

د اقتصادي مرستو ادارې په خپل رپورټ کې ویلي په کال ۲۰۱۹ او کال ۲۰۲۰ کې به د نړۍ اقتصادي وده د ۳.۷ فیصده نه ۳.۵ فیصده ته راپریوځي. دغه ادارې ددې وړاندې د کال ۲۰۱۹ لپاره د ۳.۷ فیصده اقتصادي ودې پیش بیني کړې وه.

کمیدونکې اقتصادي وده به ترټولو زیات ترقي کوونکې ملکونه اغیزمند کړي چرته چې د سود زیاتیدونکې شرح د سرمایه کارۍ ګټې کمې کړي.

د زیاتیدونکي سود به په پاکستان څه اثر وي؟

په پاکستان کې هم په راتلونکي کې بینکونه د چیلنجونو سره مخ کیدی شي ځکه چې د سود زیاتیدونکې شرح او د اقتصادي ودې کموالی د بینکونو ګټې ته نقصان رسولی شي. د سود شرح زیاتیدو له وجې د وړو او غټو کاروباریانو او خلکو لپاره به د قرضو اخستو پېټی سېوا شي چې له وجې به يې ځېنې کاروباونه او خلک قرض بیرته ورکولو کې د ناکامۍ سره مخ شي.

د پاکستان سټېټ بنک د شمیرو تر مخه په کال ۲۰۱۸ کې د سود شرح کې د ۲.۷۵ سلنه زیاتوالي سره ۸.۵ فیصده ته رسیدلې. د سود شرح زیاتیدو له وجې بینکونو ته د نان پرفارمنګ لونز یا قرضو په شکل کې ډېر زیان رسیدلی.

نان پرفارمنګ لونز هغه قرضې وي چې قرضدار د یو خاص مودې پورې د اصل زر قسط او په هغې د پاسه سود ورکولو کې ناکامه شي.

پاکستان کې نه ورکونکی قرضې نژدې ۴.۶۴ بېلینه ډالره جوړیږي

پاکستان کې په تیرو څوکلونو کې د نان پرفارمنګ لونز یا قرضو کچه نژدې ۶۲۴ ارب روپۍ جوړیږي چې په اوس وخت کې ترې ۴.۶۴ بېلینه امریکايي ډالره جوړیږي.

د پیسو په حساب کتاب کې دغه قرضې د بینکونو سیکټر کې د ټول۷.۳ کهرب روپو برخه ده.

د کمرشل بینکونو لپاره د قرض او ددې سره د سود بیرته نه ورکولو موده ۹۰ ورځې یا درې میاشتې وي او دغه موده د سرمایه کارانو یا عامو خلکو لپاره ۱۸۰ ورځې یا شپږ میاشتې ده، چې د هغې وروستو دغه قرض ته نان پرفارمنګ لونز ویلی کیږي. د قرض یا ددې سود نه ورکولو مطلب دا هم وي چې د قرضدار د دیوالیه کیدو امکان زیات دی.

په کال ۲۰۰۶ کې د بینکونو لخوا ورکړل شوي نان پرفارمنګ قرضونه د ټول ملکي قرضونو ۷.۳ فیصده وو. پاکستان کې په کال ۲۰۱۱ کې د سود شرح زیاتیدو له وجې په دغه کال کې نان پرفارمنګ لونز یا قرضونه د ټولو بینکي قرضو ۱۷.۷ فیصده ته رسیدلې وه.

پاکستان کې د کال ۲۰۱۱ نه تر د کال ۲۰۱۸م د جنورۍ میاشت پورې د سود شرح ۵.۷۵ فیصده کچه باندې ساتلو له وجې نان پرفارمنګ قرضونه د ټول بینکي پور ۸.۵ فیصده ته راکم کړی شو چې د کال ۲۰۱۸ جون په میاشت کې د ۷.۳ کهرب روپو بینکي قرضونو ۶۲۴ ارب روپۍ جوړیدې. د مرکزي بینک د شمېرې ترمخه نان پرفارمنګ قرضې دا وخت د ۱۹.۲ کهرب روپو ټولو بینکې قرضو ۳۸ فیصده جوړیږي.

د قرضونو نه ورکولو ترڅنګ پاکستان کې په ممکنه توګه د ۱۳ کالو راهسې روانه د ۵.۸ فیصده اقتصادي وده ۴.۷ فیصده ته کمیدو له وجې ډېر روزګارونه مخ په وړاندې تګ کې د ناکامۍ او دیوالیه کیدو سره مخ کېدی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG