د نائن اليون کال 2001م دکليزې نمانځلو څخه څو ورځې وړاندې ايف بي ائي او هوم لينډ سيکورټي دالقاعده څخه وړو الوتکو ته دپيښو خطرو په اړه خبردارى جاري کړى.
د چارواکو وينا ده په ورلډ ټريډ سنټر او پينټاگون دبريدونو دلسمې کليزې په مهال کوم ځانگړى يا باوري ترهگريز گواښ نشته خو بيا هم هغوي دامکاني خطرې نه د حفاظت په خاطر دوړاندې څخه گامونه اخستي دي.
د امريکا امنيتي ادارو د امنيت په اړه جاري کړل شوي د پينځوؤ پاڼو پخپل يو خبرداري کې ويلي دي
خبرداري کې امکان ښودل شوى چې القاعده په دغو وړو الوتکو کې بارود ايښودلى اؤ بيا هغه د مهمو ځايونو سره ټکر کولى شي .
د راپور لۀ مخې القاعده په امريکا اؤ اروپا د بريدونو پلان لري اؤ په دغه بريدونو کې دکارول کيدونکو الوتکو د چلولو دپاره پخپلو ليکو کې غربي وگړي ورننويستل غواړي
په امريکا د القاعده لۀ لوري کال 2001ء کې د ترسره شوؤ بريدونو لس کاله پوره کيدونکي دي خو ددغو لسو کالو د تيريدلو باوجود امريکا کې د القاعده لۀ لوري د نورو بريدونو انديښنه شته
ددغه خبرداري لۀ مخې القاعده ددغو ترهگريزو بريدونو دپاره د شخصي کمپنيو الوتکې په کرايه نيولى شي.
په امريکا کې د القاعده د دغو نوؤ بريدونو د انديښنو سره سم امريکايي چارواکي وايي د ترهگرۍ د متوقع بريدونو په بابله تصديق شوي راپورونه په لاس کې نيشته خو بيا هم په ټول هيواد کې کلک امنيتي گامونه اخستل شوي دي.
بايد وويل چې دکال 2001ء په 9م ستمبر په امريکا کې په مهمو ځايونو بريدونه شوي وؤ .
په دغو مهمو مقاماتو کې نړيوال سوداگريز مرکز اؤ پنټاگان هم شامل وؤ چې پکې تر دريو زرو زيات بيگناه وگړي وژل شوي وؤ.
وروستو ددغو بريدونو پړه القاعده پخپله غاړه اخستې وه
د نائن اليون د لسمې کليزې په مهال امريکا کې د نوؤ بريدونو انديښنه