لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ نه بې درکه شوی دټولنیزو رسنیو فعال اؤ خبریال ارسلان رینجرز ځواکونو ازاد کړو


خبریال اؤ ټولنیز فعال ارسلان خان دوه ورځې وړاندې کراچۍ نه بې درکه شوی و خو د هغه په بې درکۍ د انساني حقونو د نظیمونو د احتجاجونو وروسته درینجرز ځواکونو ترجمان وایي چې ارسلان یې خوشی کړی دی.

دبشري حقونو نړیوال سازمان ایمنسټي انټرنیشنل،پاکستان کې دخبریالانو تنظیمونو، دبشري حقونو فعالینو اؤ سیاستمدارانو د ارسلان په پورته کولو اندېښنې ښکاره کړې وې اؤ دهغه دموندنې لپاره دکراچۍ بچ کړئ په نوم یو تنظیم د احتجاج پیلولو ګواښ هم کړی ؤ.

درینجرز ځواکونو ویاند پخپل یو بیان کې پخلی کړی چې ارسلان دوئ پورته کړی ؤ اؤ وایي چې پلټنو کې دهمکارۍ په خبرداري یې هغه بیرته خوشې کړی دی.

ویاند ویلي محمد ارسلان دیوې ترهګرې ډلې سره د تماسونو له امله نیول شوی ؤ اؤ دپلټنو په مهال دا خبره هم مخې ته راغلې ده چې ارسلان دترهګرې ډلې نه په مبینه توګه مالي مرستې هم ترلاسه کړي دي.

د رینجرز ځواکونو د ویاند له مخې دهغه دنیولو لپاره دکراچۍ کلفټن سیمه کې عملیات داستخباراتي معلوماتو په اساس ترسره شوي وؤ.

ارسلان په تولنیزه رسنۍ ټویټر د "ای کی۴۴" په نوم فعالیت کوي اؤ ددې ترڅنګ هغه د "کراچۍ وژغورئ" په نوم دیو ټولنیز سازمان فعال غړی هم دی.

تر دې وړاندې هغه دپاکستان یو شمیر رسنیو سره دخبریال په توګه هم دندې ترسره کړې دي.

دبشري حقونو نړیوال سازمان ایمنسټی انټرنیشنل دهغه له کوره په پورته کولو اندېښنه ښودلې وه اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي وؤ پاکستان کې د رایې په اختلاف دسزا ورکولو لپاره دخلکو له خپلو خپلوانو نه دلرې کولو دا ناوړه عمل باید ودرول شي.

ډان ورځپاڼه وایي دکراچۍ وژغورئ سازمان مشر خرم نئیر ورته ویلي چې دارسلان له خپل کوره دپورته کولو په مهال دهغه پورته کوونکو دارسلان میرمنې ته ویلي ستا دمیړه "ډیر غږیدل شورو کړي دي"

په کراچۍ کې دخبریالانو سازمان کراچي یونین اف جرنلسټئ هم پخپل یو بیان کې دارسلان دپورته کولو دعمل په سختو ټکو کې غندنه کړې وه اؤ دهغه نیول یې د رایې څرګندولو دحق څخه سنګینه سرغړونه بللې وه

پاکستان کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت ګڼ شمیر خبریالان اؤ د ټولنیزو رسنیو فعالان پورته کړل شوي اؤ بیا یې له ځورولو وروسته خوشې کړل شوي اؤ یا هم وژل شوي دي.

په جبر دبې درکیو دې عمل کې اکثره خلک دهیواد دطاقتور پوځ استخباراتي ادارې ککړې بولي خو پوځ ددې تورونو رد کوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG