لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‎“ايبسلوټلي ناټ” او “ايبسلوټلي فراډ”—پاکستان کې په سوشل ميډيا روانه جګړه


په فېس بوک، ټوېټر او ټک ټاک څوک دا پوښتنې نه کوي یا ډېرې کمې کوي چې عمران خان په تېرو نزدې څلورو کالو کې څه کړي یا نه دي کړي. په دې هم د نشت برابر بحث دی چې نوی حکومت څه وکړي
په فېس بوک، ټوېټر او ټک ټاک څوک دا پوښتنې نه کوي یا ډېرې کمې کوي چې عمران خان په تېرو نزدې څلورو کالو کې څه کړي یا نه دي کړي. په دې هم د نشت برابر بحث دی چې نوی حکومت څه وکړي

دروغ که رېښتیا؟ دا به د پخوا په شان یو ځل بیا ډېر وروسته معلومېږي خو په پاکستان کې په سوشل مېډیا باندې د پارلېمان لخوا د لر کړل شوي پاکستاني وزیر اعظم عمران خان او دهغه د پلويانو دعوې او په ځواب کې د اوسني حکومت او سیاسي مخالفینو غبرګون د اولس لپاره دا ګرانه کړې چې څوک رېښتیا وايي.

‎یا که داسې ووېل شي چې که دروغ او رېښتیا دواړه معلوم دي نو دا جګړه په سوشل مېډیا ولې دومره تنده (تونده) شوې ده؟ په پاکستان کې اکثره ویل کېږي چې د اصل مسلې نه د خلکو پام اړولو لپاره اولس “د ټرک په سره اشاره” پسې اچول کېږي. معنا دا چې څوک په اصلي ستونزه پوښتنه ونکړي او په ګډو وډو سر شي.

‎په فېس بوک، ټوېټر او ټک ټاک څوک دا پوښتنې نه کوي یا ډېرې کمې کوي چې عمران خان په تېرو نزدې څلورو کالو کې څه کړي یا نه دي کړي. په دې هم د نشت برابر بحث دی چې نوی حکومت څه وکړي. خو په سوشل مېډیا باندې تر ټولو لوی ځای د عمران خان بیانیې، د هغه د پلویانو ټرېنډز او دعوې او دغو ټولو ته د اوسني حکومت او مخالفینو ځواب نیولی دی.

‎“ايبسلوټلي ناټ” او “ايبسلوټلي فراډ”:

‎د عمران خان ټوله بیانیه، که تاسو يې دروغ او که رېښتيا ګڼئ، د هغه د وخت دکابینې پخواني وزیر فواد چودهري په خپل کمیس باندې چاپ کړې او عکس یې په ټوېټر ورکړی. په کمیس لیکل شوې نعره وايي-اېبسلوټلي ناټ.

‎عمران خان او پلویان یې د دغه نعرې نه دا مطلب اخلي چې د عمران خان حکومت امریکا ته پوځي اډې نه ورکولې نو د واشنګټن په “سازش” یې حکومت ړنګ شوی. سیاسي مخالفین دغه دعوا دروغ بلي او پوځ وايي داسې هېڅ خبره نشته. امريکا هم په وار وار ويلي پاکستان کې حکومتي بدلون د پاکستان کورنۍ مسله ده او د امريکا ورسره هيڅ تعلق نشته.

‎د فواد چوهدري د دعوې او په کميس ليکلو ټکو ته يو بل د ټوېټر فعال مجيب چانډيو هم دغه تصوير خور کړی چې فواد چوهدري ته پکې وايي ايبسلوټلي فراډ مطلب ټوله ټګي ټوري. د ځيني ټويټس ژبه ډېره نامناسبه ده چې د خورولو نه ده.

‎دروغ او رېښتیا:

‎زیاتره پاکستاني څېړونکي په عمران خان او د هغه په پلویانو د پروپېګنډه یا دروغو ویلو تور لګوي. په واشنګټن کې د څېړنې ادارې کارنېګي انډاومنټ څېړونکی ډاکټر عاقل شاه د وي او ای ډیوه ټوېټر سپېس کې په یو بحث کې ویلي چې د عمران خان پلویان د عمران خان هره خبره مني. ډاکټر عاقل شاه وايي د عمران خان دا خبره بېخي دروغ ده چې وايي د هغه حکومت امریکا ړنګ کړی خو زیاتوي چې بیا هم د عمران خان پلویان دغه دعوا مني.

‎څېړونکي د عمران خان او د هغه د پلویانو لخوا د پروپېګنډې بل مثال د هغو عکسونو ورکوي چې په جلسو کې د خلکو د زیات شمېر ښودلو لپاره فوټو شاپ شوي یا پېوند شوي خپاره شوي عکسونه دي. یو عکس د عمران خان پخواني وزیر علي محمد خان هم په ټوېټر ورکړی وو. په یاد عکس کې د ناسا یو عکس په پېښور کې په جلسه کې د زیاتو برخه والو د ښودلو لپاره کارول شوی وو. نوموړي هغه عکس د نیوکو وروسته لرې کړی وو.

‎په ظاهره د عمران خان پلویانو داسې خبرونه هم خپاره کړي وو چې د هغه د حکومت د ختمېدو په سبا امریکا په وزیرستان کې ډرون حمله کړې وه. هغه خبر هم وروسته دروغ اوښت.

‎بل تازه مثال یې د عمران خان د مشیرې ډاکټر ثانيه نشتر او اوسني وزیر احسن اقبال تر منځ په ټوېټر شوې خبرې دي.

‎ډاکټر ثانيه نشتر په ټوېټر ليکلي “د وزير اعظم عمران خان په خصوصي هدايت په ټول ملک کې 184 لنګر خانې پرانستل شوي چې نزدې 125 پکې د سر پناه اخستلو په ځايونو کې دي. نولس پکې د احساس لنګرخانې دي چې او احساس دا دی چې څوک اوږي اوده نه شي. څلوېښت ټرکه لنګر چې هره ورځ 100,000 مزدورانو او حاجتمندو ته به خوراک ور رسولو”.

د دې په ځواب کې وفاقي وزير او د مسلم ليګ ن جنرل سيکرټري احسن اقبال په خپله ټوېټر پاڼه دغه فهرست ورکړی او وايي “د عمران نيازي په دوره کې په ملک کې يواځې 19 لنګرخانې وې. ډنډوره پې داسې کوله لکه چې په ټول ملک کې يې د لنګرخانو جال خور کړی وي. د مزې خبره دا ده چې دې ته به خوراک سيلاني نوم اين جي او رسولو. پردی مال او نوم پرې خپل کول. ټول حکومت يې د سوشل ميډيا په ډنډوره چلېده”.

‎د عمران خان حکومت د بهرنۍ قرضې اخستلو او د لنګرخانو په پرانستلو د تنقيد سره مخ و او سياسي مخالفينو به يې ويل ملک يې په اي ايم ايف او وړلډ بنک خرڅ کړو او خلک يې لنګرخانو ته کښېنول.

‎په روان سياسي جنګ کې روان دروغ، ايا ميډيا بې طرفه ده؟

‎په سوشل ميډيا د روان ټرېنډ په اړه د ای ار وايي ټي وي کارمند صديق جان په خپل ټوېټر ليکلي “بريکېنګ نيوز، په حيرانونکي توګه د ايمپورټېډ حکومت نامنظور او د دې سره تړلي په نورو جعلي ټرېنډز په دې وخت کې 15 کروړه خلکو ټويټس مکمل کړل. په دې کې په انګرېزۍ ژبه شوي ټويټس هم شامل دي. دا ريکارډ به کله مات نه شي”.


د پاکستان ټوله ابادي 22 کروړه ښودل شوې چې د 50% نه ډېره ابادي يې ليک لوست نه شي کولی.

‎ياد ټرېنډ ته په غبرګون کې يو بل سينير ژورنالېسټ او د ډان ورځپاڼې پخواني ايډيټر عباس ناصر په ټوېټر ليکلي “د شرم خبره ده چې د خلکو په ووټ منتخب شوي سياسي حکومت ته څوک ايمپورټېډ وايي. څه د عقل او نورې مناسبه لارې هم شته چې د خپل سياسي مخالفت اظهار پرې وشي. تاسو حق لرئ چې دغه لارې خپلې کړئ”.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG