لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوشل میډیا پوښتنه: لاهور کې د منظور پشتين پرضد مقدمه درج شوې ايا د عمران خان پرضد هم درج شوې؟


په دې تصویر کې منظور پښتین او او اېم اېن ای محسن داوړ لیدل کېږي
په دې تصویر کې منظور پښتین او او اېم اېن ای محسن داوړ لیدل کېږي

پاکستان کې په ټولنيزو رسنيو پوښتنې را ولاړې شوي چې په لاهور کې د عاصمه جهانګير په کانفرنس کې د وينا په سر د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] د مشر منظور پشتين پرضد مقدمه درج شوې خو ايا د تحریک انصاف د مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان پرضد هم درج شوې ده او که نه ده؟

پاکستاني جرنلسټ حامد مير د پي ټي اېم د مشر منظور پشتين هغه ټویټ خپور کړی چې پکې پي ټي اېم مشر[ منظور پشتین ويلي وو عاصمه جهانګير کانفرنس کې د وينا په سر یواځې د هغه پرضد د غدارۍ او ترهګرۍ مقدمه درج شوې ده.

حامد مير ويلي "څو ورځې وړاندې په لاهور کې د عاصمه جهانګير په کانفرنس کې د وينا په سر د منظور پشتين خلاف د غدارۍ او ترهګرۍ مقدمه درج شوې حالانکه هغه په خپله وينا کې د کوم پوځي افسر نوم نه وو اخستی نن هم په دغه لاهور کې عمران خان وينا کړې او د ځینې پوځي افسرانو نومونه يې اخستي په هغه کومه مقدمه درج شوې؟"

منظور پشتين په 24 اکتوبر په لاهور کې د عاصمه جهانګير کانفرنس په وينا کې د پي ټي اېم د مخکښ او قومي اسمبلۍ غړي علي وزير په اړوند ويلي وو چې ضمانتونه يې شوي خو بيا هم هغه په جېل کې دی او په موجوده حکومت يې نيوکې کړې وې چې علي وزير ته پروډکشن ارډر نه شي جاري کولی او ويلي يې وو دلته ارمي چيف بادشاه دی.

د منظور پشتين پرضد بيا هم په دغه ورځ د لاهور په سېول لاين تاڼه کې مقدمه درج شوې چې هغه په خپله وينا کې په پوځي مشرتابه نيوکې کړي دي.

عمران خان د جمعې په ورځ د لاهور څخه اسلام اباد په لوري د لاریون د خپل ګوند ګډون والو ته په وینا کې د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] مشر ته په مخاطب کولو سره وويل د هغه د خبري کانفرنس په ځواب کې ډېر څه ویلی شي خو نه غواړي چې ملک او ادارې يې کمزورې وي ځکه د ملک دپاره غلی دی.

عمران خان په خپله وينا کې د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه ته په مخاطب کولو سره هم ويلي، په سېنېټر اعظم سواتي چې کومو پوځي افسرانو په مبینه توګه تشدد کړی د څوکۍ څخه يې لرې کړه. اعظم سواتي پرون په يوه خبري غونډه کې د مېجر جنرل فېصل او سېکټر کمانډر فهيم نومونه اخستي چې کله هغه نيول شوی وو دوی پرې تشدد کړی وو.

عمران خان پرونۍ وینا د پوځ د وياند لفټننټ جنرل بابر افتخار او ايي اېس ايي د مشر لفټننټ جنرل نديم انجم د 27 اکتوبر د خبري غونډې په غبرګون کې کړې ده.

د حامد مير په څېر شمع جونيجو هم پوښتنه را ولاړه کړې چې،"تيره اوونۍ منظور پشتين باجوه صاحب ته يواځې بادشاه ویلي او په هغه بيا د غدارۍ مقدمه درج شوه. نن کپتان [عمران خان] ډي جي ايي اېس ايي ته نېغ وويل چې په خلاصو غوږونو واوره. په هغه به کوم کېس وشي؟، ايا کپتان د ریاست پاکستان نه هم طاقتور دی؟ د لکونو خلکو غونډې به الطاف حسېن هم راجوړولې هغه اوس چرته دی؟"

او د عوامي نينشل ګوند د خېبرپپښتونخوا مشر اېمل ولي خان په يو ټويټ کې ويلي، "په پاکستان کې ډوميسايل اهميت لري".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG