لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرچینه: طالبانو امریکايي فلمساز او د هغه ترجمان په کابل کې نیولی


یو شمېر هغو غېرملکي خبریالانو چې د افغانستان نه خبرنګاري کوي هم د سوشل میډیا دلارې د شیېرر او د فېض بخش د نیول کېدو خبرونه شریک کړي دي
یو شمېر هغو غېرملکي خبریالانو چې د افغانستان نه خبرنګاري کوي هم د سوشل میډیا دلارې د شیېرر او د فېض بخش د نیول کېدو خبرونه شریک کړي دي

یو امریکايي فلمساز او د هغه ترجمان په کابل کې طالبانو نیولي دي خو طالبانو پې په رسمي ډول تصدیق نه دی کړی.

ایوار شییرر او د هغه ترجمان فېض الله فېض بخش د شوورو‌، چهارشبې، په ورځ په کابل کې نیول شوي دي. یوې سرچینې د نوم نه څرګندولو په شرط د دواړو کسانو د نیول کېدو تصدیق کړی.

یو شمېر هغو غېرملکي خبریالانو چې د افغانستان نه خبرنګاري کوي هم د سوشل میډیا دلارې د شیېرر او د فېض بخش د نیول کېدو خبرونه شریک کړي دي.

خبریال هوان کارلوس په ټوېټر خپل پېغام کې ویلي د نیول کېدو په وخت د دواړو کسانو سترګې او لاسونه تړل شوي وو او موبایل ټېلې فونونه ترې اخیستل شوي وو.

د شيېرر او د فېض بخش د نیول کېدو سبب لا نه دی معلوم خو دواړه کسان د کابل په هغه برخه کې نیول شوي چې د جولای په 31 نېټه پکې د القاعده مشر اېمن الظواهري په امریکايي ډرون حمله کې وژل شوی دی.

هغه سرچینې چې د شیېرر او د فېض بخش د نیول کېدو تصدیق کوي وي او ای ته یې وویل د کابل په کومه برخه چې الظواهري وژل شوی طالبان هلته د مطبوعاتو د جودګۍ په اړه حساست لري او شیېرر او فېض بخش یې دغه ځای کې د فلم جوړولو نه منع کړي وو.

سرچینې وویل دا ورته نه وه معلومه چې شيېرر د هغه کور فلم جوړول غوښتل چې الظواهري پکې وژل شوی خو د هغه د نیول کېدو په وخت شیېرر د دغه کور سره نژدې نه و.

سرچیني وویل د طالبانو یوې ډلې دواړو نیول شویو کسانو ته وویل چې د دوی په سترګو به پټۍ لګول کېږي.

د طالبانو ترجمان ذبېح الله مجاهد د پېغام رسانۍ د اېپ دلارې وي او ای ته وویل چې د شیېرر او د فېض بخش د نیول کېدو په اړه معلومات نه لري.

د امریکې خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، ترجمان (نې) وي او ای ته وویل د شییرر او د فېض بخش د نېول کېدو په اړه د "تشویش" وړ رپورټ نه خبر دي او په دې اړه نور معلومات راټولوي.

ترجمان (نې) وویل د طالبانو ګامونو ته ډیر په غور کتنه کېږي او دا چې "مونږ یو وارې بیا دا تکراروو چې د ولسې بې ارامنۍ، مسلح جنګ، جرمونو، ترهګرۍ او د یرغمل کېدو له امله دې امریکايي شهریان افغانستان ته سفر نه کوي."

د وي او ای د رپورټ ترمخه شیېرر د مخکینو فلمونو زیاتره توجه په بې کوره شویو خلکو وه خو د فېبروۍ د میاشت راهسې هغه په افغانستان کې دی او د سرچینې ترمخه ویزه او د نور ضروري دستاوېزات لري.

د خبریالانو د تحفظ نړیوال تنظیم کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس وویل د جمعې په ورځ د طالبانو اېجنټان هغه ځای ته ورغلل کوم ځای کې چې شیېرر او فېض بخش ساتل شوي دي او د کار په اړه ترې پوښتنې وکړې.

د سي پي جې چارواکي کارلوس مارټنېز دي لا سرنا په یو بیان کې وویل د خبریالانو او د مطبوعاتو کارکونکو په ضد د طالبانو زیاتېدونکی فشار او د شیېېرر او د فېض بخش نېول کېدل څرګندوي چې طالبان په افغانستان کې د رای د ازادۍ اصولو سره هېڅ ژمنه نه لري.

سي پي جی او د انساني حقونو نورو نړیوالو ادارو په طالبانو تنقید کړی چې په مطبوعاتو یې فشار زیات کړی دی.

تېره میاشت طالبانو د اسټرېلیا خبریالا لېن او ډانل نیولې وه او مجبوره کړې وه چې هغه رپورټونو معافي وغواړي چې طالبانو دروغ بللي وو.

د اګست د میاشت په شروع کې طالبانو د یو هندي خبري چېنل په اسلام اباد کې مشر انس ملک د خپل پروډیوسر او ډرایور په کابل کې اېسار کړی و او یوه شپه يې پې په بند کې تېره کړې وه.

د ورلډ پرېس فریډم اندېکس چې په نړیواله کچه د مطبوعاتو د ازادۍ جاج اخلي، په اړه یې د 180 ملکونو په فهرست کې افغانستان په 156 شمېره ولاړ ملک دی.

رپورټرز ود اوټ بارډرز نومې د خبریالانو تنظیم ویلي په افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدل مطبوعاتو د ازادۍ دپاره سخت بد اثرات لري.

د واک ترلاسه کولو وروسته طالبانو ویلي وو چې د افغانانو د بنیادي حقونو احترام به کوي چې پکې د رای ازادي هم شامله ده.

یادونه: د دې خبر معلومات د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه د وي او ای د پرېس فریډم څانګې دپاره د خبریال وحید فېضي د رپورټ نه اخیستل شوي دي


ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG