لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزیرستان کې یې پېنځه عسکر وژل شوي


سرچینو وویل په وژل شویو عسکرو کې د پوځ د کپتان عهدې یو افسر هم شامل دی
سرچینو وویل په وژل شویو عسکرو کې د پوځ د کپتان عهدې یو افسر هم شامل دی

د افغانستان سره په پوله د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان ضلع کې د مشکوکو وسله والو سره جګړه کې د پاکستان پوځ ویلي پېنځه عسکر يې وژل شوي دي او عسکرو په ځوابي ډزو کې څلور وسله هم وژلي دي.

د پوځ د مطبوعاتو څانګې ايي اېس پي ار خبریالانو سره شریک کړی شوي معلوماتو کې وویل امنیتي ځواکونو د شمالي وزیرستان په بویا سیمه کې د وسله والو خلاف د استخباراتي معلوماتو په بنیاد عملیات کول چې وسله والو پې ډزې شروع کړې.

ايي اېس پي ار وویل د وسله والو او امنیتي ځواکونو په جګړه کې پېنځه عسکر او څلور وسله وال ووژل شوو.

سرچینو وویل په وژل شویو عسکرو کې د پوځ د کپتان عهدې یو افسر هم شامل دی.

د پاکستان پوځ په رسمي ډول په شمالي وزیرستان کې د عسکرو د وژل کېدو د تازه رپورټ په اړه څه نه دي ویلي خو په ورستیو ورځو کې تحریک طالبان پاکستان نومې ډلې د یو شمېر حملو ذمه واري منلې ده، د دې باوجود چې دغه غیر قانوني ډلې د ډز بندۍ اعلان هم کړی دی او حکومت ورسره د امن مذاکرات هم شرو ع کړي دي.

تېره میاشت د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې وسله والو سره جګړا کې د حافظ ګل بهادر ډلې د مهم کمانډر حبیب الله په ګډون د دوو ترهګرو د وژلو دعوه وکړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG