لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرانسپرنسي انټرنيشل : سويلي ايشيا د نړۍ په درغليو کې په لمړي نمبر


د درغليو په لړ کې سويلي ايشيا د نړۍ تر ټولو بدترينه خطه گرځولې ده .
د درغليو په لړ کې سويلي ايشيا د نړۍ تر ټولو بدترينه خطه گرځولې ده .

په گرده نړۍ کې په درغليو نظر لرونکې نړيواله اداره ټرانسپرنسي انټرنيشنل وايي د سويلي ايشيا د پاکستان په گډون شپږ هيوادونه په گرده نړۍ کې په درغليو کې په لمړي نمبر دي .
ټرانسپرنسي انټرنيشنل په خپل تازه رپورټ کې وئيلي چې د سويلي ايشيا په شپږو هيوادونو پاکستان ، هند، بنگله ديش ، نيپال ، مالديپ ، او سري لنکا کې په نړۍ کې تر ټولو زياتې درغلۍ کيږي ، او راپور کې وئيل شوي په دغو هيوادونو کې د درغليو د مخ نيوي ادارې د دغه ناوړه کار د مخ نيوي په لړ کې د ستونځو ښکار دي .
ادارې په خپل راپور کې د درغليو سره مخ هيوادونو په حکومتونو زور راوړی ، چې د درغلۍ د مخ نيوي ادارو ته دې په خلاص مټ اجازت ورکړی شي ، چې د دغې کار په ازاده پلټنې وکړي . او د ادارو د سياسيت نه پاکولو په لړ کې دي د درغلۍ د مخ نيوي څانگې مضبوطې کړی شي .
د ټرانسپرنسي انټرنيشنل د سويلي ايشيا مشر سريرک پلپټ وئيلي ، څنگه دې د مضبوط اقتصاد او پرمختيا والا سيمه کې د غربت کچه ډېره لوړه ده ؟ ځواب يې درغلي وئيلې ده . نوموړيې د درغليو په لړ کې سويلي ايشيا د نړۍ تر ټولو بدترينه خطه گرځولې ده .
ادارې په خپل رپورټ کې د پاکستان په اړه وئيلي چې پاکستان کې مالوماتو ته د رسد په لړ کې کار روان دی ، او زياته کړې يې ده ، چې کله د درغلۍ د مخ نيوي ادارې په ازاده پلټنې کوي ، نو په درغلۍ کې ککړ عناصر به د انصاف کټهرې ته راوستلی شي .
او ادارې د پاکستان د نيب يو مثال ورکړی چې په کال ۲۰۰۷م کې يې د ډبل شاه په نوم د درغلۍ يو سکيم راڅرگند کړی ؤ ، په کوم کې چې د ۴۰۰۰۰ کسانو نه په دهوکه ۲۳ مليينه ډالره اخيستل شوي وو .
ټرانسپرنسي انټرنيشنل وئيلي چې د سويلي ايشيا په شپږو واړو هيوادونو کې د درغلۍ د مخ نيوي ادارې خو موجودې دي ، ولې په دغو ادارو کې د حکومتونو لخوا په سياسي بنيادونو د افسرانو لگولو او د هغويې د مالي کمزورو له کبله د ادارو افسران تړل شوي دي .
او د حکومتونو لخوا په جوړو قوانينو د عمل نه کولو د سياسي ارادو مطلب هم دغه دی ، چې د درغلۍ د مخ نيوي په کار کې دغه حکومتونه په مکمله توگه ناکامه شوي دي .
رپورټ زياتوي چې په ادارو کې د سياسي لاس وهنې نه مالوميږي ، چې ادارې بيا په ازاده توگه د پلټنې نه شي کولی ، او په سويلي ايشيا کې د درغلۍ د مخ نيوي ادارې بې وسه دي . ځکه چې ادارو ته د کوم کېس د پلټنې دپاره د حکومت رضا پکار وي .
ټرانسپرنسي انټرنيشنل وئيلي ، چې د سويلي ايشيا د شپږو هيوادونو حکومتونه دې د درغلۍ د مخ نيوي د ادارو سره عدليه مضبوطه کړي . او په ادارو کې دې د بهرتيانو او بدليانو سره دې د ادارو د مشرانو بدلۍ هم په سوتره طريقې سره يقيني کړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG