لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزیرستان:واڼه نه تښتول شوؤ دوؤ کسانو کې دیو تن مړی ترلاسه شوی


دپولیسو وینا ده چې دپیښې اطلاع تر لاسه کېدو سره سم یې ددې پېښې پلټنې پیل کړې دي
دپولیسو وینا ده چې دپیښې اطلاع تر لاسه کېدو سره سم یې ددې پېښې پلټنې پیل کړې دي

د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه کې دیو تن تر تښتولو وروسته د هغه مړی په داسې حال کې موندل شوی چې تشدد او ډزې پرې شوې دي.

د ځایي خلکو په خبره پرون غرمه د تورو شیشو په دوؤ ګاډو کې راغلو پټ مخ کسانو واڼه بازار کې دوه تنه ریاض برکي او اسماعیل مغل خېل تښتولي وؤ.

ځایي خلک وایي دریاض برکي نومي تن په واڼه بازار ګل شاه جان مارکیټ سره نزدې د پرچون دوکان دی او اسماعیل مغل خېل د ټیلیفونو پي سي او لرله.

دپولیسو وینا ده چې دپیښې اطلاع تر لاسه کېدو سره سم یې ددې پېښې پلټنې پیل کړې دي.

د پولیس په وینا تښتوونکو یو تن اسماعیل مغل خېل، د واڼه بایي پاس سړک نه خوشی کړی او د بل تن بیا اطلاع تر لاسه شوې چې د بیرمل تحصیل اعظم ورسک سیمه کې یې مړی غورځول شوی دی.

د اعظم ورسک تاڼې چارواکي وایي د وژل شوي تن ریاض برکي مړی د اعظم ورسک بازار نه شپږ کلومیټره لرې زیړي غوژ سیمه کې په داسې حال تر لاسوی چې په ګولۍ ویشتل شوی و او په وجود یې د تشدد نورې نښې هم وې.

هغوي وویل د وژلو علت یې مالوم نه دی چې د چا لخوا او ولې وژل شوی؟ او نه یې د کورنۍ نور غړي راغلي چې مقدمه کې څوک ونوموي.

پولیس وایي په خپل مدعیت کې یې د نامالومه کسانو پرضد مقدمه درج کړې ده.

د ضلعي پولیس مشر عتیق الله ددفتر چارواکو ډیوه ته وویل د پیښې پلټنې پیل کړل شوي ترڅو په دې کې ککړ کسان مالوم کړل شي.

د پولیسو لخوا په جاري کړي بیان کې ویل شوي د موجوده صورتحال په نظر کې نیولو سره د جنوبي وزیرستان دپولیسو ضلعي افسر په علاقه کې دامنیت دجاج اخستو د پاره دبیلا بیلو پولیسو تاڼو سفرونه کړي او د هغه په مشرۍ کښې په نزدې سیمو کښې د شر خوښونکو عناصرو په ضد عملیات شوي دي.

خو په جاري کړي بیان کې د عملیاتو پرمهال د چا د نیولو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د جنوبي وزيرستان ضلعي پوليس افسر عتيق الله ويلي چي د خلکو د ځان و مال د تحفظ لپاره به د پولیسو عمليات دوام دار ساتل کیږي او د هغو کسانو په ضد به سختې کاروایۍ کولی شي کوم چي حکومتي رټ نه مني او د علاقې د امنیت وضعه خرابوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG