لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د انتخاباتو وړاندې په جنوبي وزیرستان کې په سیاسي جلسو پابندي لگول شوي؟


د تیر اتوار، یکشنبې، په ورځ د جنوبي وزیرستان مرکز واڼا کې د پي ټي ایم په جلسه حکومت پلوه طالبانو ډزې وکړې، په نتیجه کې د غورځنگ یو شمیر کارکونکي زخمیان شول. په پیښه کې د مرگونو رپورټونه هم مخې ته راغلې وو خو حکومت یې تصدیق نه دی کړی

د جنوبي وزیرستان ضلعۍ انتظاميي تر د یوې میاشت پورې په سیمه کې په سیاسي جلسو پابندي لگولې ده.

حکومت دغه گام په داسې مهال اعلان کړی دی چې د جولايي په میاشت کې نوي پارلېمنټ دپاره ووټونو دپاره امیدوارن کمپاین چلونکي دي او د پښتون ژغورنې غورځنگ په سیمه کې د غونډو اعلان کړی دی.

ځايي خلک وايي حکومتي اقدام د رای په ازادۍ قدغن دی.

ضلعۍ انتظاميي ویلي په اجتماعگانو او سیاسي غونډو پس د هغې پابندي لگول شوي چې په تیرو ورځو کې د پي ټي ایم په غونډو کې د ریاستي ادارو خلاف سخت الفاظ استعمال شوي وو چې د انتظاميي په وینا د سیمي امن او امان ته یې سخت زیان رسولی دی.

د تیر اتوار، یکشنبې، په ورځ د جنوبي وزیرستان مرکز واڼا کې د پي ټي ایم په جلسه حکومت پلوه طالبانو ډزې وکړې، په نتیجه کې د غورځنگ یو شمیر کارکونکي زخمیان شول. په پیښه کې د مرگونو رپورټونه هم مخې ته راغلې وو خو حکومت یې تصدیق نه دی کړی.

د واڼا د پېښې په اړه د پوځ ترجمان مېجرجنرل اصف غفور باجوه ورسته یوې غونډې ته وویل چې دغه ډزې ځايي قبایلي په خپل منځو کې کړې وې. هغه مقامي طالبان د امن کمېټۍ د غړو په نوم یاد کړل او وې ویل کمیټۍ د سیمې په امن کې مهم کردار ادا کړی دی.

په جنوبي وزیرستان کې په جلسو د پابندۍ امر د ډپټي کمشنر سهیل احمد خان د دفتر جاري کړی دی. په امر کې ویل شوي د عوامي غونډې نه وړاندې به د انتظاميي څخه اجازت اخیستل کیږي.

په جنوبي وزیرستان کې په جلسو او غوامي غونډو پابندی په داسې حال کې لگول شوې ده چې د جولايي په میاشت کې د پارلېمنټ د انتخاباتو دپاره کمپاین پېل کیدونکی دی او پي ټي اېم هم د جلسو اعلان کړی دی.

د انتخاباتو یو امیدوار جهانگیر محسود وايي حکومت ددغه اقدام د لارې یو مخصوص گوند ته گټه رسول غواړي. هغه وویل انتخاباتو ته یوازې ۴٠ ورځې پاتې دي، د یوې میاشت پورې په جلسو پابندي او پاتې لسو ورځو کې څه رنگ انتخابي کمپاین چلولی شي؟ هغه وویل د نورو گوندونو امیدوارانو ته یې ویلي چې د مرکزي مشرانو سره ددې مسلې خلاف احتجاج راپورته کړي.

فاروق محسود د سیمي یو خبریال دی، وايي په صوبه کې د جنوبي وزیرستان د شاملیدو ورسته په سیمه کې په سیاسي غونډو پابندي د حکومت وړمبۍ "تحفه" ډالۍ ده. "زه دا وایم چې مونږ دې خلکو که چېرې ادعام غوښتو نو د هغې دا مقصد نه و چې د خلکو کوم بنیادي حقوق دي هغه د دوی نه واخلي."

فاروق محسود وویل د حرکت او د خپلې رای څرگندولو غوندې د ولس بنیادي ازادۍ واخیستل شوې.

د حکومتي اعلان ورسته، یو مقامي اوسیدونکي مختیار محسود وي او ای ډیوه ته وویل، په گڼه شمیره کې د امنتي عسکر پرځای کړی شوې دي.

XS
SM
MD
LG