د پاکستان حکومت او پوځ لخوا په پخوانیو قبایلي سیمو کې د امنیت د دعوو تر څنګ په جنوبي وزیرستان ضلع کې په امنیتی سرتیرو زیاتدیونکي وسله وال بریدونو ځايي خلک اندېښمن کړي دي.
د جنوبي وزيرستان د پولیسو مشر (ډي پي او) شوکت علي وي او ای ډیوه سره د خبرو په مهال دا خبره منلې چې په علاقه کې د بد امنۍ پېښې رامنځ ته کیږي او په نژدیو ورځو کې پکې زیاتوالی هم راغلی.
ملک امان الله د جنوبي وزیرستان بدر څلویښتی سیمې اوسیدونکی دی او د نورو ډیرو اوسیدونکو په څیر، په خپله سیمه کې په روانه ناامنۍ سخته اندیښنه لري. نوموړی د یولس کلن راه نجات پوځي عملیاتو وروسته په سیمه کې په دې حالت پوښتنې هم راپورته کړي.
وي او ای ډیوه سره د خبرو په مهال ملک امان الله زیاته کړې: ٫٫ د راه نجات عملیاتو وروسته سیمې ته د ستنیدو په وخت دوي سره په حکومتی کچه ژمنه شوې وه چې په بشپړه ډول امنیت پرځائې کړل شوی. خو د واپسې وروسته هره ورځ دغه شان پېښې ترسره کیږي.٬٬ په جنوبي وزیرستان کې په هدفي وژنو، نښتو او په امنیتي ځواکونو زیاتیدونکو بریدونو هغه ویرولی او وايي د دغه پېښو د لاسه د سیمې امنیت د ګډوډۍ سره مخ دی.
د پاکستان پوځ په کال 2009م کې په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو تندلارو پرضد پوځي عمليات شورو کړي وو چې له امله یې نژدې ۷۲ زره کورنۍ په خپلو کورونو پرېښودو او په کډوه کولو مجبوره شوې وې.
د دغه عملیاتو وروسته د پاکستان پوځ او حکومت په دغه سیمه کې د امنيت پر ځای کولو دعوې کړې او د سيمې نه کډوال شوي خلک ستانه کړي خو په علاقه کې بيا هم وخت په وخت د بدامنۍ او ماين چاؤدنو پېښې رامنځ ته کیږي.
په تیرو دوو ورځو کې په لدها او شوال سیمو کې په امنیتی سرتیرو دوه وسله وال بریدونه شوي چې پکې درې عسکر وژل شوي او پینځه ټپیان شوي دي.
د سیمې یو بل ځايي اوسیدونکي او د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال فدا محسود وايي په وزیرستان کې تر پوځی عملیانو وروسته بیا د بد امنۍ پېښې او وسله وال فعالیتونه زیات شوي او د امنیت ټینګولو لپاره حکومتي کوششونه په نظر نه راځي.
فدا محسود وايي په پوځ د وسله والو د بریدونو وروسته د سیمې عام او بې ګناه ځايي خلک نیول کیږي، زورول کیږي او د نیول کیدو وروسته پرې تشدد کیږي.
فدا محسود دعوه کوي، د وسله والو فعالیتونو زیاتیدو له سببه د سیمې یو شمیر خلکو بیرته خپل کورونه پرېښودي او په کډه کولو مجبوره شوي.
د وزیرستان یو ازاد خبریال ناصر داوړ د خپلې سیمې دې تازه حالاتو په اړه وي او ای ډیوه ته وايي: ٫٫ د دومره اوږدو پوځي عملیاتو پس هم دغلته وسله وال فعالیتونه زیاتیدل او په پوځ زیاتیدونکي بریدونه ښايي، د عملیاتو په وخت وسله والو ته کوم زیان نه دی رسیدلی او دغه خلک (وسله وال) یو ځل بیا په دغه سیمه کې یو ځاې کیږي.٬٬
ناصر داوړ زیاتوي دا نا امني د حکومت او پوځ دواړو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده.
د جنوبي وزيرستان د پولیسو مشر (ډي پي او) شوکت علي وي او ای ډیوه سره د خبرو په مهال دا خبره منلې چې په علاقه کې د بد امنۍ پېښې رامنځ ته کیږي.
نوموړی زیاتوي چې په دغه سیمه کې د وړاندې نه حالت ښه نه دی پاتې شوی نو ځکه هره دویمه دریمه ورځ پکې د بد امنۍ پېښې رامنځ ته کیږی. نوموړي ویلي، په دغه پېښو کې کله وسله والو او کله امنیتي سرتیرو ته زیان اوړي.
د سیمې نه د خلکو د وتلو او کډه کولو په اړه شوکت علي وي او ای ډیوه ته ویلي، د دغه سیمې نه زیات خلک د یخ/ ژمي موسم له امله هم ګډې کوي او دوي کوشش کوي چې په علاقه کې امنیت ټېنګ کړي.