یو شمیر نړېوالو مشرانو د سري لنکا په کلیساو او هوټلونو باندې د بمي بریدونو لړۍ غندلی ده.
د وروستي رپورټونو ترمخه په دې بریدونو کې د ٢٠٠ نه زیات کسان وژل شوی دي چې پکې یو شمیر د برطانیې، هالېنډ، او امریکا شهریان هم شامل دي.
د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د بریدونو په عکس العمل کې په خپل ټویټر لیکلي چې امریکا هر قسمه امداد ته تیاره ده.
صدر ټرمپ زیاته کړې: "د سري لنکا په کلیساگانو او هوټلونو د دې ناوړه بریدونو په ترڅ کې د امریکا اولس د سري لنکا خلقو سره ولاړ دې او د زړه له کومي غمجن دی".
د پاکستان خارجه وزارت هم په سري لنکا کې شوې دا بریدونه غندلي. د خارجه وزارت ویاند محمد فیصل په خپل یو بیان کې ویلي د پاکستان دولت او اولس د ایسټر په موقع دې بریدونو وروستو له سري لنکا سره ولاړ دې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم یو بیان جاري کړی او په هغه کې یې د سري لنکا ریاست او خلکو سره غمشریکي ښودلې ده.
په بیان کې راغلي چې: "پر کلیساوو او هوټلونو برید او پر عبادت کوونکو باندې حمله کول، بوږنوونکی کار دی او افغانستان د ترهگرۍ دغه کرغیړن عمل په کلکه ردوي."
په وټیکن کې د ایسټر مذهبي تهوار مراسمو ته خپله وینا کې د کاټولیک عیسوي مذهب روحاني مشر پوپ فرانسس په دې بریدونو خپل خپگان څرگند کړې.
د نیوزيلېنډ وزیراعظمې میرمن جېسیکا ارډېن دا بریدونه بوږنونکې بللي. هغې په دې اړه یو جاري شوي بیان کې ویلي: "نیوزيلېنډ د ترهگرۍ هر شکل ردوي، زمونږ د ترهگرۍ خلاف عزم زمونږ په خاوره د مارچ د ١٥مې نیټې د برید وروستو نور هم پوخ شوې. نیوزيلېنډ د تندروۍ هرشکل ردوي او مونږ د مذهب ازادي او ازادۍ سره په خپل مذهب عمل کولو باندې یقین لرو."
د ترکي صدر رجب اردوان د اېسټر تهوار په موقع سري لنکا کې شوې بریدونو غندنه کړې او دا یې په انسانیت یو گزار بللی دی.
په ټویټر خپل یو پیغام کې صدر اردوان د سري لنکا بریدونو ښکار کسانو له خپل خپلوانو سره د خواخوږۍ اظهار کړی دی.
د روس صدر ولادمیر پوټین په دې موقع ویلي دا بریدونه ظالمانه او کرکجن دي.
هغه د سري لنکا وزیراعظم ته خپل یو پیغام کې ویلي د نړیوالې ترهگرۍ خلاف جنگ کې روس به د سري لنکا همیش له کلک ملگرې وي.
د برطانیې وزیراعظمې میرمن تهریسا مۍ دا بریدونه بوږنونکی بللي. پر ټویټر باندې خپل یو پیغام کې میرمن می وویل "دا بریدونه سخت خواشینوونکي دي او زمونږ ټولې همدردۍ د سري لنکا دولت او اولس سره دي."
درې عرب خلیجي هیوادونو، بحرین، قطر او عرب اماراتو د خپل خارجه وزارتونو لخوا جاري شویو بیانونو کې دا بریدونه غندلي دي.
عرب اماراتو ویلي چې نړیوالې ورورولۍ له د ترهگرۍ خلاف یو ځای کیدل پکار دي.
قطر ویلي دوی ترهگري او تندروي په هرشکل کې همیش له رد کړې.
بحرین ویلي د ترهگرۍ په هیڅ یو مذهب او انساني اقدارو کې ځای نشته.
یورپي مشرانو هم د سري لنکا بریدونو ته خپل عکس العمل ښودلې. جرمن صدر فرېنک والټر شټائنمائر خپل سري لنکن سیال ته لیکلي په دې بریدونو اریان او غمجن شوی دی، او دا بزدلانه بریدونه وو.