لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر او وزیراعظم نه وروسته د سري لنکا د کابېنې وزیران به هم مستعفي شي


د خالي، شنبې، په ورځ په زرګونو احتجاج کوونکو چې په ملک کې يې د اقتصادي بدحالۍ په ضد مظاهرې کولی د راجاپکسی او د وېکرمه سنګی په کورونو یرغل وکړو او د وزاعظم په کور کې يې اور هم ولګولو
د خالي، شنبې، په ورځ په زرګونو احتجاج کوونکو چې په ملک کې يې د اقتصادي بدحالۍ په ضد مظاهرې کولی د راجاپکسی او د وېکرمه سنګی په کورونو یرغل وکړو او د وزاعظم په کور کې يې اور هم ولګولو

د سري لنکا صدر او وزیراعظم چې د مخالفینو د پرتشدد احتجاجونو وروسته یې د استعفاگانو اعلان کړی دی، د ګل، دوشنبې، په ورځ مستعفي وزیراعظم وویل د کابېنې وزیران به هم خپلې چوکۍ پرېږدي.

وزیراعظم رنیل ویکرمه سنګی وویل چې موقتي حکومت جوړ شي نو د هغه د کابېنې وزیران به هم استعفاګانې ورکړي.
د موقتي حکومت جوړولو دپاره د حزب اختلاف مشرانو د اتوار، يکشنبې، په ورځ خبرې وکړې.

د حزب اختلاف د غونډې نه یوه ورځ وړاندې ویکرمه سنګی او د سري لنکا صدر ګوتابایا راجاپکسی د دوی په ضد د احتجاجونو نه پس د استعفاګانو اعلان وکړو.

د خالي، شنبې، په ورځ په زرګونو احتجاج کوونکو چې په ملک کې يې د اقتصادي بدحالۍ په ضد مظاهرې کولی د راجاپکسی او د وېکرمه سنګی په کورونو یرغل وکړو او د وزاعظم په کور کې يې اور هم ولګولو.

احتجاج کوونکو د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل ترڅو چې صدر او وزیراعظم خپل دفترونه نه وي پرېښودلي، دوی به یې د کورونو نه نه وځي.

راپکسې د پارلېمنټ سپيکر ته ویلي د اقتدار پرامنه انتقال په غرض به د جولای په ۱۳ استعفا ورکړي.
احتاج کوونکي وايي صدر دې په سملاسي ډول مستعفي شي.

د احتجاجونو نه مخکې امنیتي ځواکونو راجاپکسی نا معلومه ځای ته منتقل کړی و. مخالفین راجاپکسی د سري لنکا د اقتصادي بدحالۍ ذمه وار بولي او د تېرو څو میاشتو راهسې د هغه د لېرې کېدو غوښتنه کوي.

د تای لېنډ د سفر په مهال د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن وویل په سري لنکا کې د حالاتو څارنه کوي. هغه وویل داسې ګامونه دې واخیستل شي چې په سري لنکا کې اقتصادي ثبات بحال او د ولس بې اطمیناني ختمه شي.

په سري لنکا کې د اقتصادي بحران په مهال د خوراکي شیانو او د تېلو قیمتونه زیات شوي او حکومت روس نه د تېلو او ای اېم اېف نه د قرض اخیستلو فېصله کړې ده.

یادونه: د دې خبر معلومات د نوي دلي کې د وي او ای خبریالې انجانا پاسریشا او د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG