په هېواد کې د اقتصادي بحران په مهال د راپارېدلو احتجاجونو وروسته د سري لنکا نوي صدر رانیل وېکرمه سنګی د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د نوي صدر په حېث د خپلې چوکۍ سوګند پورته کړو.
د رویټرز خبري ادارې ترمخه د سري لنکا پارلېمنټ وېکرمه سنګی په داسې حال کې منتخب کړو چې په هېواد کې په تېرو څو لسیزو کې د بدترین اقتصادي بحران او د سیاسي اړي کړي وروسته پخواني صدر ګوتابایا راجاپکسا مستعفي شو او ملک یې پرېښودلو.
د وېکرمه سنګی د سوګند اخیستلو دستوره په پارلېمنټ کې وشوه او د هغه نه حلف د سپریم کورټ مشر واخیستلو.
د صدارت سمبالولو نه مخکې وېکرمه سنګی شپږ ځله د سري لنکا وزیراعظم پاتې شوی دی.
رویټرز په خپل رپورټ کې وايي د 22 مېلین خلکو ملک سري لنکا د سختې اقتصادي بدحالۍ سره مخامخ دی، ملک د زرمبادله ذخیره نه لري چې له امله په سري لنکا کې د تېلو، خوراک او دوایانو په شان د بنیادي ضرورت شیانو قلت پېدا شوی او د بهر یې نه د درامد کولو مالي توان نه لري.
د سري لنکا د توانای وزارت وویل د تېرې هفتې په اخېره کې ملک د ډیزلو نوی رسد ترلاسه کړی دی او سیلون پېټرولیم کارپورېشن نومې کمپني به یې د زیارت، پنجشنبې، د ورځې نه تقیسمول شروع کړي.
رویټرز وویل هغه تحریک چې په نتیجه کې یې راجاپکسا صدارت پرېښودلو د نوي صدر په منتخت کېدو زیاتره خاموشه و د دې باوجود چې وېکرمه سنګی هم په پراخه کچه مقبولیت نه لري.
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د نوي صدر د سوګند اخیستلو په وخت د صدر د دفتر ودانۍ نه بهر په لږه شمېره کې خلک موجود وو. د دې میاشت په شروع کې احتجاج کوونکو په صدارتي دفتر یرغل کړی و. احتجاج کونکي د صدر او وزیراعظم په کورونو هم ورغلي وو.
ځینو خلکو وویل چې د وېکرمه سنګی په ضد به هم جنګېږي.
د صدر د دفتر نه بهر یو احتجاج کونکي پرتېبا فرنېنډو رویټرز ته وویل د ملک په نظام کې مکمل بدلون غواړي. "مونږ د دې کرپټ سیاستدانانو نه ځان خلاصول غواړو."
د منتخب کېدو څو ګنټې وروسته وېکرمه سنګی ښکارېدو چې ځان د راجاپکسا د کورنۍ نه لېرې کول غواړي. د رویټرز ترمخه د سري لنکا په سیاست د تېرو څو لسیزو راهسې د راجاپکسا د کورنۍ غلبه ده.
په سرښار کولمبو کې د بدمت په یو معبد د دعا وروسته وېکرمه سنګی خبریالانو ته وویل "زه د راجاپکسا د کورنۍ ملګری نه یم زه د خلکو ملکړی یم."
د ملک اقتصادي بحران ختمولو دپاره وېکرمه سنګی د نړیوالې مالیاتي ادارې ای اېم اېف سره د درې بېلین ډالرو مالیت قرض دپاره خبرې شروع کړي دي.
رویټرز وايي سري لنکا د هندوستان، چین او نورو ملکونو نه هم مرسته غواړي.
یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي