لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سري لنکا کې د داعش په بریدونو کې د ککړ وسله وال مېرمن ځان وژلی


د داعش مشر ابوبکرالبغدادي. داعش د سري لنکا د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده
د داعش مشر ابوبکرالبغدادي. داعش د سري لنکا د حملې ذمه واري په غاړه اخیستې ده

د سري لنکا صدر مایتریپالا سېرې سېن دوو امنیتي چارواکو ته د خپلو دندو نه د استعفا ورکولو امر کړی دی او مامورینو د اتوار، یکشنبې، په ورځ شویو بریدونو کې د ککړو ځانمرگي حمله کونکو په اړه معلومات شریک کړې دي او وېلي یې دي چې په حملو کې نهه کسان شامل وو، دوه پکې د یوې شته منې کورنۍ وروڼه هم وو.

رپورټونه وايي د یو حمله کونکي حامله مېرمن سره د خپلو دریو نورو ماشومانو هم ځان وژلی دی.

داعش وسله والې ډلې په سري لنکا کې د حملو ذمه واري په غاړه اخیستې او مامورین وايي د عیسايي ټولنې په ضد شویو حملو کې د وژل شویو کسانو شمېره د ٣٥٠ نه زیاته شوې ده.

امنیت خوندي نه ساتلو په سر د سري لنکا صدر د پولیس مشر او د دفاع سکتر ته د خپلو چوکیو پرېښودو امر کړی دی.

مامورینو ویلي په حمله کې نهه ځانمرگي حمله کونکي ککړ وو چې دوه پکې د شته منۍ کورنۍ وروڼه وو. دغه کورنۍ د مصالحې تجارت کوي. د یو مشکوک وسله وال چې ځانمرگي حمله کې یې ځان وژلی، د هغه مېرن په داسې حال کې ځان ووژلو چې د حملو څو گنټې وروسته یې پولیس په کور چاپه ووهله.

د فرسټ پوسټ نومې خبري ادارې د هندوستان د استخباراتي سرچینو له قوله ویلي چې ځان وژونکې مېرمن فاطمه ابراهیم وه چې ځان د وژلو په وخت حامله وه او د ځان سره یې درې نور واړه زامن هم وژلې دي. په دغه چاودنه کې درې پولیس هم وژل شوې دي.

د وژل شویو دواړو وروڼو او مېرمن تعلق د دولت منې کورنۍ سره وو.

د سري لنکا د دفاع نایب وزیر رووان وجی وردنی وویل یو ځانمرگي حمله کونکي په برطانیه او بیا یې لوړې زدکړې په اسټریلیا کې ترسره کړې دي.

هغه وویل په مالي او تعلیمي لحاظ سوکاله وو او هم ځکه دا د پریشانۍ خبره ده چې دغه رنگ د ترهگرۍ حملې یې وکړې.

په کولمبو کې د څېړنې ادارې څېړونکی پایکاسیوتی سراواناماتو وویل د حمله کونکې روحیه د سخت دریځو تندلارو سره سمون نه خوري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG