لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

 جرګې په سوات کې د طالبانو په راښکاره کېدو اندېښمني څرګنده کړې، وايي امنیتي ادارې دې "اييني او قانوني" ذمه وارۍ پوره کړي


سوات قومي کانفرنس

د سوات په قومي جرګه کې په ملاکنډ او بالخصوص په سوات کې د امن و امان په صورتحال، د سوات په غرونو کې یو وار بيا د طالبانو په نوم د وسله والو په ښکاره کېدو او د امنيتي اهلکارو په بې غورۍ افسوس او اندېښنه څرګنده کړی شوې ده.

د سوات قومي جرګې ويلي "په خلکو غږ کوي چې په سوات کې د ترهګرۍ او بدامنۍ په نتيجه کې د هر رنګه حالاتو جوړېدو په صورت کې به ودريږي، کلي او کورونه به نه پرېږدي او د کډوالۍ ژوند او لار به نه اخلي".

د شورو/ چهارشنبې په ورځ [17 اګست] په سوات پرېس کلب کې د سوات قومي جرګې غونډه وشوه او د اعلاميې ترمخه په دغه غونډه کې د ساسي ګوندونو مشرانو، ټولنيزو پېشه ورو تنظيمونو عهده دارانو او د سوات ټولنيز مخورو مشرانو ګډون کړی دی.

د غونډې د اعلاميې ترمخه په غونډه کې "د سوات اېکسپرېس فېز ټو د زرعي ځمکو، باغونو او ابادو په ځای د سوات د سيند په غاړه جوړولو او په ملاکنډ ډويژن او بالالخصوص سوات کې د ترهګرۍ د نوي پړاو د مسلط کولو د مخنيوي" په موضوعاتو بحثونه شوي دي.

ويل شوي، "په ملاکنډ ډويژن او باالخصوص سوات کې دې رښتونی امن قايم کړی شي، او رياست او حکمرانان دې د خلکو د سر و مال او ناموس د ساتنې په لړ کې اييني او قانوني زمه واري پوره کړي".

د سوات قومي جرګې په "کلکه غوښتنه کړې چې په ملاکنډ ډويژن او نور وطن کې دې رښتونی امن قايم کړی شي، د قانون حکمراني دې حاکمه شي، ايين دې بحال او بالادست کړی شي، د اېکشن ان اېډ اف سېول پاور په نوم په پښتونخوا وطن دايمي مارشل لا او تور قانون دې فوري ختم کړی شي، د ايين لاندې دې د خلکو جمله حقونو خیال او احترام يقیني کړی شي".

جرګې ويلي، "حکومت او تحریک طالبان پاکستان دې خپلمنځي تعلقات د منتخب پارلیمان په سرپرستۍ کې د ايين په چوکاټ کې حل کړي". غونډې په "12 اګست په خوازه خېله کې د امن دپاره ترسره شوې مظاهرې په منتظيمينو د مقدمې په غېر مشروط ډول د بيرته اغستو" غوښتنه هم کړې ده.

د سوات ترڅنګ په دير کې هم د علاقې د امن دپاره احتجاجونه او مظاهرې شوي دي.

په اتم اګست د سوات په مټه تحصيل کې د يو پوليس او پوځي افسر او سپاهي د وسله والو طالبانو په لاسو د يرغمال کېدو ويډیوز په شوسل میډیا مخې ته راغلې وې، په ټولنيزو رسنيو خپره شوې یوه ويډیو کې په مبينه توګه د سوات په غرونو کې طالبان د یو پوځي او پوليس افسر نه په داسې حال کې پوښتنې کوي چې لاسونه یې شاته تړل شوي وو.

وروسته بيا د خېبرپښتونخوا پولیسو ويلي وو، "مونږ د عامو خلکو په دې اندېښنه خبر يو چې د سوات حالات د کال 2008/09 وخت ته بيرته تلی شي کله چې وسله والو په سيمه کې د خپل شريعت د لارې واک کولو".

پوليسو ويلي وو "د خېبرپښتونخوا پولیس خلکو ته باور ورکوي چې مونږ په حقيقت خبر يو چې د سوات ځینې کسان چې وړاندې په افغانستان کې اوسېدل اوس د سوات په لرې پرتو غرونو کې شتون لري".

او د خېبرپښتونخوا د وزيراعلا د اطلاعاتو مرستيال بېرسټر محمد علي سېف بيا مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي، په سيمه کې امن په مکمله توګه په قابو کې دی او حکومت به د ملک په خپلواکۍ او ولس په تحفظ هيڅ جوړ جاړی ونه کړي.

د ګل په ورځ هغه بيا ويلي وو، "د سوات په ګډون په پوره ملاکنډ ډويژن کې پوره امنيت په ځای دی او په تيرو ورځو کې چې په سوات کې کوم حالات جوړ شوي د هغې په مکمله توګه مخه نيول شوې ده. "

او په 13 اګست بيا پوځ هم ویلي وو "چې په سوات کې د ناقانونه ډلې ټي ټي پي د وسله والو په لویه کچه د شتون په اړه په ټولنیزو رسنیو یوه غلط فهمي پیدا کړل شوې ده او داسې رپورټونه له مبالغې ډک او تیر ویستونکي دي".

په 16م اګست د عوامي نيشنل ګوند د سيوري لاندې پښتون قومي امن جرګه کې هم ويل شوي چې رياست ته به د يوې ورځې دپاره هم اجازت ور نه کړي چې د پښتنو خاوره يو ځل بيا طالبانو ته وسپاري.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG