هغه امیدواران چې په کال ۲۰۲۴ کې د امریکې صدر غوره کولو دپاره په ووټونو کې د ريپبلېکن پارټۍ نامزدګي ترلاسه کول غواړي د شورو، چهارشنبې، په ورځ په عامه مباحثه کې یوځای کېږي چې دا ډول صدارتي انتخاب دپاره خپل اهلیت او خپل سیاسي نظر وړاندې کړي.
ريپبلېکن نېشنل کمېټۍ ویلي د ريپبلېکن پارټۍ په وړمبۍ صدارتي مباحثه کې به اته امیدواران شرکت کوي.
پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ به په مباحثه کې نمایا توګه غیر حاضر وي.
ټرمپ چې د کال ۲۰۱۷ نه تر د ۲۰۲۱ پورې د ریپبلېکن پارټۍ صدر و بیا يې هم د دې ګوند په ټېکټ (نامزدګۍ) د کال ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې د ودرېدو اعلان کړی او د مالي وسایلو او د نظر پوښتنو تقاضې يې پوره کړي دي.
ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ خواهشمندو د صدارت د نورو امیدوارانو نه زیات مقبول ګڼل کېږي او ویلي يې دي چې د ریپبلېکن پارټۍ په مباحثه کې د نورو حریفانو ترڅنګ په سټېج کښېناستلو کې څه ګټه نه ويني.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ د وېسکانسن ریاست په مېلواکي ښار کې د ريپبلېکن پارټۍ په مباحثه کې به په متوقعې توګه د فلورېډا ریاست ګورنر ران ډيسېنټس، د ساوت کېرولاینا سېنېټر ټېم سکاټ، د ساوت کېرولاینا پخوانۍ ګورنره نېکي هېلي، کاروباري تن وېوېک راماسوامی، پخوانی نایب صدر مایک پېنس، د نیو جرزي ریاست پخوانی ګورنر کرېس کرېسټي، د نارت ډکوټا ریاست ګورنر ډک برګم او د ارکېنسا پخوانی ګورنر اېسا هچېنسن برخه اخلي.
د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې خبریاله مېګ کېنارډ وايي ټرمپ د تېرې هفتې په اخیره کې خپله فېصله علان کړه او په سوشل میډیا يې وویل ممکنه ده چې هغه د ريپبلېکن پارټۍ په صدارتي مباحثو کې شرکت و نه کړي. هغه دا هم ویلي امکان نه لري چې دا لوظ دستخط کړي چې په صدارتي انتخاب کې به د ځان نه علاوه د بل چا د نامزدګۍ حمایت نه کوي.
د کال ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ په مقابله کې به موجوده صدر جوبایډن د ډېموکرېټک پارټۍ امیدوار وي.
بایډن د اپرېل په میاشت کې صدارت د دويمې دورې دپاره د امیدوارۍ اعلان کړی دی.
د کال ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې بایډن ټرمپ ته ماتی ورکړی و.
د امریکې په صدارتي انتخاب کې ودرېدونکي سیاستدانان چې د ريپبلېن یا ډېموکرېټګ پارټۍ د ټېکټ یا نامزدګۍ خواهش مند وي، اول د پارټۍ دننه د نورو امیدوارانو سره مقابله او مباحثه کوي او چې په پارټۍ کې دننه په ووټونو کې کامیاب شي نو بیت يې پارټي په رسمي ډول د نومبر په میاشت کې کېدونکو صدارتي ووټونو کې خپل امیدوار اعلان کړي او په رایو کې برخه واخلي.
یادونه: د دې خبر زیاتره معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي
Forum