لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مرکزي بینک وایي دپاکستان دبهرنیو اسعارو ذخیره کمه شوې ده


اقتصادي پوهان وایي د زرمبادلې د کمي له وجې پاکستاني روپۍ د فشار سره مخ کیږي او ګراني سيوا کیږي
اقتصادي پوهان وایي د زرمبادلې د کمي له وجې پاکستاني روپۍ د فشار سره مخ کیږي او ګراني سيوا کیږي

دپاکستان دغیر ملکي زرمبادلې یا بهرنیو اسعارو ذخیره کمه شوې او مرکزي بینک وایي 956 ملينه ډالره یې د پورونو په بېرته ستنولو کې ورکړي دي.

یاد بینک وایي دپاکستان مجموعي د زرمبادلې ذخیره 13.72 اربه ډالره ده او د کاروباري بینکونو څخه 5.76 اربه ډالره د زرمبادلې ذخیره موجود ده.

اقتصادي پوهان وایي یو اړخ ته که د زرمبادلې د کمي له وجې پاکستاني روپۍ د فشار سره مخ کیږي او ګراني سيوا کیږي خو بل اړخ ته روانه میاشت د نړیوالې مالیاتي ادارې سره د پور د نهم قسط دپاره دحکومت له لوري دمذاکراتو نیټه نه ده ټاکل شوې.

داقتصاد پوهانو په وینا په دې وروستیو کې چې د مرکزي حکومت له خوا د برآمداتو او زرعي څانګی ته کوم رعایتونه ورکړل شوي هغه هم مشکلات پیدا کولی شي.

اقتصادي پوهان هیلې ښکاره کوي چې د چین له خوا به په نزدیو کې پاکستان ته قرضې ورکړی شي او سعودي عرب به هم په پاکستان کې د 10 اربو ډالرو پانګونې وکړي.

د پاکستان مرکزی بینک د تیرۍ اوونۍ د 4م نومبر د شمیرو مطابق دا وخت د مرکزي بینک سره د غیر ملکي زرمبادلې ذخیره 7.9 اربه ډالره ده او په دې کې 956 میلينه ډالره کمی راغلی دی.

یاد بینک وایي د کورنيو او بهرنيو قرضو له ستنولو وروسته ذخیره راکمه شوې او زیاتوي ددې قرضو د بیا تازه کولو عمل روان دی او دې سره به دغیر ملکي زرمبادلې ذخیره کې اضافه وشي.

د اقتصاد ماهر طاهر امین وي او ای ډیوه ته وایي پاکستان چې کومې د لنډې مودې قرضونه اخستي د هغې په مد کې اوس دغه پورونه اؤ نور واجبات ادا کړل شوي چې له امله یې د زرمبادلې ذخیره کمه شوې ده.

دنوموړي په وینا "مونږ چې کومې قرضې اخستي د هغی د اصل زر او واجباتو په مد کې ډالر بهر ته ځي ددې نه علاوه د سکوک بانډونو او کمرشل قرضو د واپسۍ وخت پوره شوی او هغه واپس کول دي"

د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار دوه ورځې وړاندې ویلي وو روانه میاشت په نومبر کې به د اسلامي انفراسټرکچر انویسټمنټ بینک څخه 500 میلينه ډالره ترلاسه شي.

د اکتوبر په 26مه نیټه ایشیایې پرمختیایي بینک پاکستان ته د 1.5 اربو ډالرو پور ورکړی و او ددې نه وړاندې د ایي ایم ایف له خوا پاکستان ته 1.20 کروړه ډالر مالي مرستې ورکړل شوې وې.

د اقتصاد ماهر محمد فهیم وایي په وروستیو کې د پاکستان د وزیر اعظم شهباز شریف چین ته د سفر وروسته امید څرګندیږي چې پاکستان ته د ورکړل شوؤ قرضو دبېرته ستنولو موده وغځولی شي.

دهغه په وینا د سعودی عرب له خوا د وړاندې نه د 3 اربو ډالرو دستنولو موده د یو کال دپاره غوځول شوې او نورې پانګونې به هم پاکستان ته راشي او ملکي اقتصاد به ورسره استحکام ومومي.

"د سعودی عرب شهزاده محمد بk سلمان روانه میاشت پاکستان ته راځي او امید دی چې سعودي به په پاکستان کې پانګونی وکړي، ایي ایم ایف سره لوظ شوی او د چین نه هم د پورونو امید شته وقتي طور د ډالر کنټرول کول ګران دي خو د ستمبر وروسته دپاکستانی روپۍ نرخ کی استحکام راغلی"

څیړونکی وایې د روان مالی کال دپاره پاکستان ته د 40 اربو ډالرو ضرورت دی او بیا د سیلابونو له وجې 30 اربه ډالره تاوان هم شوی او بیا په داسې وخت کې د غیر ملکي زرمبادلې ذخیره کې کمی په پاکستانی روپۍ فشار پریباسي.

خو بل اړخ ته پوهان وایي پاکستان ته د نړیوالی مالیاتي ادارې ایي ایم ایف د پور په پروګرام کې پاتی کیدل دي خو تر اوسه پورې د نهم قسط دپاره روانه میاشت د مالیاتي اداری سره د غونډې نیټه نه ده ټاکل شوې.

طاهر امین وایي په دې وروستو کې دمرکزي حکومت له لوري برامدي صنعت او زراعتو ته ورکړی شوي رعایتونه مشکلات پیدا کولی شي.

"حکومت برامدي څانګې ته 110 اربه او زراعتو ته 1800 اربه روپۍ رعایتونه ورکوي او په دې مالیاتي اداره خوشحاله نه ده او بله دا چې د سود شرحه او ګراني هم د یو بل برابر راغلي ايي ایم ایف نه غواړي چی دومره د ډیر رقم رعایتونه حکومت ورکړي"

د خزانې وزیر اسحاق ډار په ستمبر کې د وزارت له قلمدان سمبالولو وروسته ویلي وو د نومبر په 25مه نیټه به د ایې ایم ایف سره مذاکرات کوي او تیره میاشت د مالیاتي ادارې د منځنۍ ایشیا او منځني ختیځ ډایریکټر جهاد اظهر ویلي وو د نهم قسط دپاره مذاکرات به په نومبر کې کیږي خو تر اوسه ددې دپاره نیټه نه ده ټاکل شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG