د امریکې سټېټ ډپارټمنټ یا خارجه وزارت د جمعې په ورځ په یو رپورټ کې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په طریقه تنقید وکړو او ویې وېل چې افغانستان نه د ستنېدو په اړه د صدر جوبایډن او د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ فېصلو د افغان حکومت د امنیت او بقا دپاره سنګین نتایج لرل.
د روېټرز خبري ادارې ترمخه د سټېټ ډپارټمنټ په رپورټ کې د امریکې په خارجه وزیر اېنټني بلېنکن هم تنقید شوی دی خو د هغه نوم نه دی اخیستل شوی.
رپورټ په دې لړ وايي چې په داسې حال کې چې طالبانو د کابل په لوري پېش قدمي کوله د امریکې کرایسېس مېنېجمنټ ټاسک فورس عملیات نه و غځول شوي او داسې مشر سفارتکار نه و چې بحران ته د جواب وېلې سرپرستي یې کړی وی.
رپورټ وايي، که د اووم منزل سفارتکار د دغو کوښښونو د سرپرستۍ دپاره ګمارل شوی وی نو د مختلفو عناصرو په کوښښونو کې به زیاته مربوطیانه شوې وه. د سټېټ ډپارټمنټ په اووم منزل د بلېنکن او د نورو اعلا رتبه سفارتکارانو دفترونه دي.
د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا په اړه د سټېټ ډپارټمنټ بیا کتنه او د پېنټګان دغه شان رپورټ ځینې معلومات په هغه رپورټ کې شامل کړی شوي وو چې وایټ هاوس د اپرېل په میاشت کې شایع کړی خو د وایټ هاوس په رپورټ کې تنقیدي خبرې نه وې څرګندې کړی شوې.
د وایټ هاوس ترجمانې کېرېن جین پېیر افغانستان نه د انخلا په اړه د صدر جوبایډن د فېصلې دفاع وکړه.
ترجمانې د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې امریکې په افغانستان کې په جنګ په بېلینونو ډالر خرچ کړل خو د جنګ خاتمه په نظر نه راتلله خو صدر بایډن جنګ ودرول او ختمول غوښتل.
د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ ترجمان سټېون چیونګ په یو ایمېل کې روېټرز خبري ادارې ته وویل افغانستان نه د بحران زده انخلا ذمه وار یوازې یو تن دی او هغه جوبایډن دی.
د وایټ هاوس په رپورټ کې افغانستان نه د انخلا په مهال د افراتفرۍ ذمه واري د منصوبه بندۍ په نشت والي او د ټرمپ د صدارت په مهال طالبانو سره د معاهدې نه پس د امریکايي ځواکونو تعداد په کمولو اچول شوي وه.
د سټېټ ډپارټمنټ چارواکي وویل د په دې اړه څه نه شي وېلی چې وایټ هاوس دغه موندنې څنګه وړاندې کړي دي.
افغانستان نه د امریکايي ځواکونو، اتحادیانو، امریکايي شهریانو او د طالبانو نه په خطر افغانانو د انخلا په مهال د کابل په هوايي اډه د خلکو ګڼه ګوڼه جوړه شوي وه او افغانستان نه د وتلو په مهال خلک په رنوی یا مېدان د روانو جهازونو پورې نښتل.
په هوايي اډه د افراتفرۍ په مهال د داعش په ځانمرګي حمله کې ۱۳ امریکايي عسکر او د ۱۵۰ نه زیات افغانان ووژل شوو.
سټېټ ډپارټمنټ د ۸۵ پاڼو د رپورټ نه ۲۴ پاڼې شایع کړې. سټېټ ډپارټمنټ رپورټ د افټر اېکشن رپورټ یا د اقدام نه پس رپورټ نوم ورکړی دی. د رپورټ نورې برخې کلاسېفایډ نه خفیه ساتل شوي دي.
په رپورټ کې سټېټ ډپارټمنټ افغانستان نه د انخلا په اړه خپلو اقداماتو ته کتنه کړې په داسې حال کې چې په تېرو شلو کلونو د افغان حکومتونو د ملاتړ وروسته اخیری امریکايي عسکر هم وطن ته ستنېدلو.
د روېټرز د رپورټ ترمخه افغانستان نه د اخیري امریکايي عسکر د وتلو نه مخکې او د افغان حکومت د تښتېدلو نه پس امریکې ۱۲۵۰۰۰ کسان د افغانستان نه را ووېستل چې په کې ۶۰۰۰ امریکایان هم شامل دي.
د سټېټ ډپارټمنټ په رپورټ کې وېل شوي چې د صدر بایډن او د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ فېصلو د افغان حکومت د امنیت او بقا دپاره سنګین مضمرات لرل.
سټېټ ډپارټمنټ وویل افغانستان نه د انخلا په اړه اعلا چارواکو د بحراني او غیرمتوقع حالات په اړه غور نه و کړی او د انخلا دپاره منصوبه سازي ځکه هم د خنډانو سره مخامخ شوي وه چې دا نه وه واضحه چې کوم اعلا چارواکی مشر دی.
په رپورټ کې وېل شوي چې د امریکې د حکومت اعلا چارواکو د خطر سره مخامخ افغانان په انخلا کې نه وو شامل کړي او نه هم دا معلومه وه چې افغانان به کوم ځای ته منتقلېږي.
افغانستان نه د ستنېدو په اړه منصوبه سازي ځکه هم د خنډ سره مخامخ شوي وه چې د صدر بایډن حکومت نه غوښتل چې داسې ګامونه نه واخلي چې په افغان حکومت د اعتماد کمی څرګند کړي او دا ډول یې په نسکورېدو کې لاس ولري.
یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې د رپورټ نه اخیستل شوي دي