لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سټېټ ډپارټمنټ وايي امریکا په پاکستان کې هم د نورې نړۍ په شان صحافت ازاد لیدل غواړي


مېتیو مېلر د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په امریکا د پاکستان په سیاست کې د مداخلت تورونه غلط او دروغ دي. هغه وویل امریکا غواړي چې د پاکستان اولس باید د حکومت په شمول د راتلونکو فیصلو پخپله استعداد ولري
مېتیو مېلر د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په امریکا د پاکستان په سیاست کې د مداخلت تورونه غلط او دروغ دي. هغه وویل امریکا غواړي چې د پاکستان اولس باید د حکومت په شمول د راتلونکو فیصلو پخپله استعداد ولري

د امریکا د خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، ویاند مېتیو مېلر ویلي واشنګټن په پاکستان کې د اظهار او د صحافت د ازادۍ په حق نظر کې ساتي او د نورې نړۍ په شان په پاکستان کې هم ازاد صحافت لیدل غواړي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ د معمول په خبري غونډه کې مېلر نه د امریکايي ورځپاڼې نیویارک ټایمز بیورو چیف ته پاکستان د پریښودو د حکم د خبرونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل امریکا واشنګټن په پاکستان کې هم د دنیا د نورو ځایونو په شان صحافت او د رای د اظهار حق ته کتل غواړي.

د امریکا د خارجه وزارت ویاند دا خبرې وروسته له هغې کړي دي چې پاکستان کې دوه خبریالان چې خپل یو ټیوب اکاونټونه لري د پاکستان امنیتي ادارو د ریاست په ضد د خبرونو ورکولو په تورونو نیولي دي او پاکستان کې پرې د خبریالانو او د ازادۍ اظهار لپاره غږ پورته کونکو تنظیمونو احتجاج کړی دی.

د نیول شوو خبریالانو څخه یو اسد علي طور هم دی چې تیره اوونۍ د ایف آي ای د انټرنیټی جرمونو ضد څانګې د اسلام اباد څخه په پوځ اؤ عدلیې له سختو نیوکو وروسته نیول شوی دی .

اسد علي طور د ګرفتارۍ وروسته په اسلام اباد کې د جوډيشل مجسټرېټ محمد شبير عدالت ته وړاندې کړل شوی او د پينځو ورځو په ‏بدني ريمانډ اېف آی ای ته حواله کړی شوی دی.‏

د "کمیټی ټو پروټیکټ جرنلسټس" پروګرام ډایریکټرې کارلوس مارټنیز ډي لا سرنا ویلي هغوي په ظاهره د اسلام اباد هایکورټ د حکم په خلاف ورزۍ سرغړونې کولو د پاکستاني صحافي اسد طور په نیول کیدو حیرانه دي.

هغې ویلي "پاکستاني چارواکي باید هغه په سمدستي توګه پرته له کوم شرطه خوشې کړي اؤ دا خبره دې باوري کړي چې صحافیان باید د عدلیې په ګډون د نورو ادارو په اړوند د رپورټنګ له امله د انتقامي کارروایو سره مخ نه شي."

د هیومن رایټس کمشن اف پاکستان یوه مشره منیزی جهانګیر د وایس اف امریکا په فیس بکو لایو کې ویلي "که تاسو د اسد طور د ګرفتارۍ په اړه ایف آي ار ولولئ نو په هغې کې چې دوي کومې پلټنې کړې دي هغه دا دي چې هغه د جسټس قاضي فایز عیسا په یوه فیصله نیوکې کړي خو هغوي په اسد د سول بیورو کریسۍ پرضد د کار کولو تورونه لګولي دي اؤ دا چې هغه په ولس کې د اړي ګړي پیدا کولو هڅه کړې ده."

ایف اي ای یا سرکاري چارواکو د اسد طور په ګرفتارۍ څه تبصره نه ده کړې .

پاکستان پریس فاونډیشن هم خپل یو بیان کې د اسد علي طور د خوشې کولو غوښتنه کړې ده. ادارې ویلي چې پرله پسې د هغه راغوښتل، په ساعتونو، ساعتونو نظربندي اؤ ګرفتاري د رایې څرګندولو د اییني حق څخه سرغړونه ده.

په صحافي اسد طور له دې وړاندې کال ۲۰۲۱ مې کې دریوؤ نامعلومو کسانو اسلام اباد کې د هغه د فلیټ دننه تشدد کړی ؤ .

د روانې میاشتې په ۲۲ مه فرورۍ یو بل یوټیوبر عمران ریاض هم ګرفتاره کړی شوو چې څوک چې د تحریک انصاف په پلویانو کې زیات اوریدل کېږي او زیات وخت هم په جیل کې د بندي پخواني وزیر اعظم عمران خان په حق کې وډیوګانې جوړوي. د تحریک انصاف پلویان دا وخت دده دخوشې کولو غوښتنې هم کوي.

مېتیو مېلر د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې په امریکا د پاکستان په سیاست کې د مداخلت تورونه غلط او دروغ دي. هغه وویل امریکا غواړي چې د پاکستان اولس باید د حکومت په شمول د راتلونکو فیصلو پخپله استعداد ولري.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG