لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وخت تصور وړاندې کونکې ساینس پوهه سټیون هاکنگ خپل وخت پوره کړو


د فزکس یو پښتون ساینس پوه اشفاق احمد چې په کال ٢٠١٢ کې یې د سټیون هاکنگ په یو لیکچر کې ناست وو، د وي او ای ډیوه په هیلو وي او ای پروگرام کې یې د سوېټزرلینډ نه په ټیلي فون وویل د عام تصور برعکس چې بلیک هولز هرڅیز، عن چې رڼا او نور زرات، ځان ته راښکي، سټیون هاکنگ دا نظریه وړاندې کړه چې بلیک هولیز هم ځینې مخصوص شعاگانې خارجوي
د فزکس یو پښتون ساینس پوه اشفاق احمد چې په کال ٢٠١٢ کې یې د سټیون هاکنگ په یو لیکچر کې ناست وو، د وي او ای ډیوه په هیلو وي او ای پروگرام کې یې د سوېټزرلینډ نه په ټیلي فون وویل د عام تصور برعکس چې بلیک هولز هرڅیز، عن چې رڼا او نور زرات، ځان ته راښکي، سټیون هاکنگ دا نظریه وړاندې کړه چې بلیک هولیز هم ځینې مخصوص شعاگانې خارجوي

د برطانيي د عصري دور تر ټولو مشهور ساینس پوهه سټیون هاکنگ د ٧٦ کلونو په عمر کې ساه ورکړه.

سټیون هاکنگ د فزکس یا طبیعیاتو، د کاینات د راتقا او د کاینات د پراخیته او په کاینات کې د تورو حلقو د مطالعې په برخه کې شهرت ترلاسه کړو.

په کال ١٩٦٦ کې د هغه کتاب "ای بریف اهسټري اف ټایم" یا د وخت مختصر تاریخ شهره افاق ترلاسه کړو.

په کال ١٩٧۴م کښې سټیفن هاکنگز د کائنات یوه نمونه وړاندې کړه چې هغه پکښې وخت د دوو مفکورو په بنیاد وویشلو. هاکنگ وویل انسان ژوند په دوو وختونو کې تیروي چې یو "حقیقي وخت" دی او بل "تصوراتي وخت" چې نړۍ پې چليږي.

دی وايي "تصوراتي وخت" به خلقو ته د سائنس یو مفروضه ښکاري خو دا هم دومره حقیقت لري چې څومره "حقیقي وخت."

سټیون هاکنگ د وخت د تصور مثال داسې ورکوي چې "حقیقي وخت" یوه پرته کرښه ده او د دې په کیڼ اړخ زمونږ تیر وخت او په ښي اړخ راتلونکی پروت دی. خو دې سره سمه یوه ولاړه کرخه ده چې دغه "تصوراتي وخت" دی. سټیون هاکنگ لیکي انسان په "تصوراتي وخت" نه پوهیږي نو هم د دې لکبله یې تجربه نلري خو دا هم دومره حقیقت دی څومره چې "حقیقي وخت."

په جولایي کال ٢٠٠٢ کښې هاکنگ د یو لیکچر په وخت وویل چې که څه هم هغه هڅه کوي چې د هر څه تشریح وکړي خو، هاغه نظریه کومه چې د کائنات تاریخ او د دې راتلونکی معلومولې شي دا ممکنه نده. دغه نظریه "تهیوري او ډیټرمنېشن" نومیږي.

سټیون هاکنگ د بلیک هولز د مطالعې په برخه کې هم ځانگړی نوم پیدا کړی و او یوه نظریه یې وړاندې کړې وه.

د فزکس یو پښتون ساینس پوه اشفاق احمد چې په کال ٢٠١٢ کې یې د سټیون هاکنگ په یو لیکچر کې ناست وو، د وي او ای ډیوه په هیلو وي او ای پروگرام کې یې د سوېټزرلینډ نه په ټیلي فون وویل د عام تصور برعکس چې بلیک هولز هرڅیز، عن چې رڼا او نور زرات، ځان ته راښکي، سټیون هاکنگ دا نظریه وړاندې کړ چې بلیک هولیز هم ځینې مخصوص شعاگانې خارجوي. دغه شعاگانو ته د هاکنگ ریډیشین نوم ورکړی شوی دی.

بلیک هولز څنگه او ولې جوړیږي؟ په دې اړه ډاکټر اشفاق احمد وايي کله چې د نمر په رنگ د یو ستوري توانايي ختمه شي، نو دا وچوي، په ځان کې راغونډ شي او بیا هر څیز په خپل کشش ثقل ځان ته راښکي.

هاکنگ د ماهر نباتاتو سره هاغه وخت لانجه واچوله کله چې یې وویل کمپیوټر وائرس ژوند لري او دا د انسان وړومبی تخلیق دی.

"زه فکر کوم چې دا د بشر فطرت ښایي، او د ژوند یوازینۍ بڼه چې مونږ جوړه کړې تراوسه خالص وجاړونکې فطرت لري"

د امریکا مېساچوسټس ایالت باسټن ښار کښې د کمپیوټر ماهرانو یوې غونډې ته خپله وینا کښې هاکنگز ویل " مونږ د خپل انځور نه دا تخلیق کړې".

سټیون هاکنگ دا پیش گوي هم کړې وه چې یو داسې وخت به راځي چې انسان به د جېنیټک انجنئرنگ دلارې خپل ځان بیا دسره جوړوي.

کله چې د هغو نه تپوس وشو چې د ده په چارو کښې د خالق کار شته نو هغو ویل "که مونږ په کائنات پوهه شو نو انسان بیا خپله یو خالق دې".

سټیون هاکنگ په کال١٩٦٥ کښې وړومبې واده جېن وائلډ نومي ښځې سره وکړو او دې نه یې درې بچي وشو. خو په کال ١٩٩٠ کښې هغه جېن له طلاق ورکړو او ١٩٩٥ کښې یې په خپل خدمت ماموره طبې کارکونکي (نرس) اېلېن مېسن سره واده وکړو. دا واده په کال ٢٠٠٧ کښې په طلاق خپل انجام ته ورسیدو.

سټیون هاکنگ په کال ١٩۴٢م جنورۍ میاشت په ٨مه نیټه زیږیدلی و. پلار یې ډاکټر فرېنک هاکنگ و چې خپله هم سائنسدان و. سټیون هاکنگ وړوکوالې د لندن ښار خوا اوشا سیمو کښې تیرکړو.

په خپل یاداشت کښې سټیفن هاکنگ لیکي د هغه د معذورۍ دا فایده وشوه چې خپل وخت یې د کالج هلکانو جینکو د زدکړې او کمیټو ته په وینا کښې ندې ضائع کړې. او پرځائې د دې یې خپل ټول وخت تحقیق له ورکړې.

هاکنگ د ١٩٧٩ نه تر ٢٠٠٩ پورې د برطانیې کېمبرج یونیورسټی کښې د حساب پروفېسر و. دا څوکی د ده ٣٠٠ کاله وړاندې مشهور سائنسدان ايزک نیوټن سره وه.

سټیون هاکنگ بې شمیره علمي مقالې او کتابونه لیکلي او ورته د نړی مشهور تعلیمي ادارو ١٢ اعزازي تعلیمي ډگریانې هم ورکړې شوي

هاکنگ غوښتل چې د ژوند د ځینې پیچلې پوښتنو تشریح پداسې حال کښې وکړي چې هغه پخپله د ممکنه مړینې په څوري کښې ژوند کاوو.

د هغه جدي سوچ د هاغه سوالونو ځوابونه لټول کوم چې د عادي سوچ خلقو د پوهې نه بهر و. هاکنگ دعوه لرله چې دی اندازه کولې شي چې د وخت په پیل او پای کې څه شوي وو.

ډاکټر هاکنگ زیاتره تحقیق د موجوده کائنات جوړیدو، د وخت سفر او خلا کښې بلیک هولز باندې کړې وو.

خو د هغه د عقل قدرت د هغه د بدن کمزوری سره په سختۍ سره توپیر درلود. د هغه په وجود د ٢١ کالو په عمر کښې یو رنځ چې موټر نیورون نومیږي اخته شوې و.

د موټر نیورون په مرض د اخته کیدو راپدیخواه هاکنگ خپل ټول عمر په ویل چئېر تیر کړو، خبرې به یې د اواز د یوې آلې دلارې کولې او رابطه به یې په اشاره کوله.

په کال ٢٠١٣ کښې چاپ شوي خپل یاداشت کښې سټیون هاکنگ لیکي چې دې ناروغۍ هغه ته سخت زور ورکړې و چې خپل کار کښې نوره خواري وکړي خو سخت اغیزه یې د هغه په تیر دوو ودونو اچولې وه.

سټیفن لیکي چې کله هغه ناجوړه شو نو سوچ به یې کاو چې ما سره ډیر زیاتې شوې او ما سره داسې ولې وشول. دې وايي په دغه ما فکر کاو چې گني زما ژوند ختم شو خو ماته د خپل صلاحیت علم نه و او اوس ٥٠ کاله پس زه د خپل ژوند نه مطمئنه یم.

سټیون هاکنگ په کال ١٩٨٨ کښې د خپل کتاب "اې بریف هسټري اف ټائم" یا د وخت یو لنډ تاریخ نه مشهور شو کوم چې د خپل دور یو ډیر پیچلې کتاب و او په اولس کښې یې ډیر مقبولیت ترلاسه کړې و. دا کتاب د سنډۍ ټائم په کتابونو کښې ٢٣٧ اونۍ له ټولو غوره کتاب گرځیدلو و.

هاکنگ ویل هغه دا کتاب د کائناتو په اړه نوې دریافتونو ته د هغه خپل خوشحالۍ اظهار کولو لپاره لیکلې و.

e=mc2 نوموړي ویل ډیر په ویاړ سره وايي چې دغه کتاب کښې هغه یوه د حساب کلیه نه m مطلب د توانائۍ یوه برخه e لیکلې کومه چې ډیره مشهور هم شوه. دا قلیه البرټ ائنسټائن لیکلې وه او په دې کښې

د رڼا رفتار دې چې خپل ځان سره تقسیمیږي. c2 مطلب حجم او

  • 16x9 Image

    محمد عالمگیر

    محمد عالمګیر د ۲۰۰۶ راهسی وایس آف امېریکا سره د ملټي ميډیا خبریال،او د پروګرام واشنګټن ټو خېبر او بي بي شیرینه پروډوسر دی او د روانو چارو پروګرام هیلو وي او اې او سندرو پروګرام ټاپ ټین کوربه پاتی شوی. وي او اې محمد عالمګیر له په خپل کار ګولډ میډل جایزه هم ورکړی او هغه د ترهګرې،افغانستان، پاکستان او امریکا پشمول یو شمیر موضوعاتو باندی ملټي میډیا رپورټونه تياروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG