لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ۱۲م مئ د کراچۍ په سړکونو د تويو شوؤ وينو زمه واران د سزا نه بچ


د ۱۲م مئ د پېښو په ضد په کراچۍ کې وکيلانو هم د عدالتي کارروايۍ نه بائيکاټ اعلان کړی ، او د وکيلانو د جنرل باډۍ غونډه هم شوې ده .
د ۱۲م مئ د پېښو په ضد په کراچۍ کې وکيلانو هم د عدالتي کارروايۍ نه بائيکاټ اعلان کړی ، او د وکيلانو د جنرل باډۍ غونډه هم شوې ده .

په کراچۍ ښار کې د مئ ۱۲م نيټه د پښتون ملت پاله ډلو سره وکيلان دغه ورځ د تورې ورځې په توگه نمانځي ، او په دغې مناسب دستورې هم راجوړي . سياسي پارټۍ او وکيلان وايي اووه کاله وروستو هم په ۱۲م مئ کال ۲۰۰۷م باندې د عدليي د سرلوړۍ دپاره توئې شوؤ وينو ته انصاف ميلاؤ نه شو .
د عوامي نيشنل گوند سينيټر شاهي سيد په ۱۲ مئ کال ۲۰۰۷م کراچۍ ښار کې د رامنځته شوؤ خونړو پېښو په اړه جاري کړي بيان کې وئيلي ، چې ۱۲مئ د ملکي تاريخ توره ورځ ده . او د دغې ورځې شهيدانو ته انصاف ورکول د ازادې عدليې او ټولو رياستي ادارو فرض دي . شاهي سيد وئيلي د اووه کالو تيريدو وروستو هم د ازادې عدلېې او جمهوريت دپاره قربان شوي تراوسه د انصاف په طمع دي .
نوموړي زياته کړې که د ۱۲م مئ ۲۰۰۷م د پېښو زمه وارو ته سزا ورکړی شوې وی ، نو په کراچۍ کې به بدامني هم نه وه .
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ لخوا هم نن د ۱۲م مئ د پېښو په ياد کې د يوې دستورې تابيا شوې ده ، او د پارټۍ د سندهـ صوبې نائب صدر سکندر يوسفزی وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، مونږ هر کال دغه ورځ د تورې ورځې په توگه نمانځو ، او غوښتنه کوؤ چې د پخواني پوځي صدر پرويز مشرف په مشرۍ دغو پېښو کې ککړو کسانو ته دې سزا ورکړی شي .
٫٫ په دغه ورځ باندې د مختلفو سياسي جمهوري پارټو په کارکنانو په شاهراه فيصل سړک باندې په رڼا ورځي ډزې وشوې ، او ۵۰ خواوشا کارکنان شهيدان شو او په سلگونو ژوبل کړی شو . زمونږ د ټولو سياسي پارټو غوښتنه دا وه چې په دې ملک کې دې د ائين او قانون حکمراني وي . او دا ظلم چې چا کړی دی په هغو کې ځيني نن په گرفت کې هم دي او مونږ غوښتنه کوؤ چې د ۱۲م مئ قاتلانو ته دي سزا ورکړی شي ٬٬ .
سکندر زياته کړه په دغه ورځ د ټولو سياسي پارټو غړي په هدف شوي وو ، خو زياتره پکې پښتانه په نخښه شوي وو . او په شاهراه فيصل باندې په رڼا ورځ د سياسي کارکنانو ويني توئې شوې وې .
د ۱۲م مئ د پېښو په ضد په کراچۍ کې وکيلانو هم د عدالتي کارروايۍ نه بائيکاټ اعلان کړی ، او د وکيلانو د جنرل باډۍ غونډه هم شوې ده .
د سندهـ بارکونسل غړي مشر وکيل صلاح الدين گنډا پور وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، چې وکيلان د دغو خونړو پېښو زمه وار د هغه وخت حکومتي واکمن پخوانی پوځي صدر (ر) پرويز مشرف گڼي ، ځکه چې پرويز مشرف د دغو پېښو دوه ورځې وروستو وئيلي ؤ ، چې ما د خپل زور اندازه خلکو ته ولگوله .
٫٫ زمونږ د وکيلانو دا يوه گيله د افتخار چودهري نه هم ده ، چې په هر څيز يې سوموټو نوټس اخستو ، په دې مسله هغه خاموشي احتياره کړې وه . ليکن دا د راتلونکو جمهوري حکومتونو هم زمه واري وه ، ځکه چې په هغې کې د پيپلز پارټۍ ، ای اين پي او جماعت اسلامي کارکنان هم شهيدان شوي وو . نو چي دويې په حکومت کې راغلل نو د دوي زمه واري وه چې د خپلو شهيدانو دپاره يې دا کيس چلولی وی ٬٬ .
نوموړي وئيل په ۱۲م مئ درې وکيلان هم وژل شوي وو ، او وکيلان وس هم دغه مبارزه جاري ساتي چې د دغو خونړو پېښو متاثرينو ته دي انصاف ورکړی شي .
د کراچۍ په ټولو عدالتونو کې وکيلانو نن د عدالتونو څخه بائيکاټ کړی او د کراچۍ نه علاوه د سندهـ په نورو سيمو کې هم وکيلان نن عدالتونو ته نه دي حاضر شوي . او راپورونه وايي د خيبرپښتونخوا ، بلوچستان او پنجاب صوبې وکيلانو هم دغه ورځ د تورې ورځې په توگه نمانځلې ده .
ياده دې وي په ۱۲م مئي کال ۲۰۰۷م کراچۍ ښار کې دغه خونړۍ پېښې هغه وخت رامنځته شوې وې ، چې کله د هغه وخت د سترې محکمې مشر قاضي (ر) افتخار محمد چودهري معزول ؤ ، او کراچۍ ته راتلو . او په دغه مهال د سياسي پارټو کارکنان ، وکيلان او د مدنې ټولنې غړي د هغه هرکلي له د کراچۍ هوائي ډگر ته يو ځايي کيدل .
سياسي پارټۍ او وکيلان د ۱۲م مئ د پېښو زمه وار د پرويز مشرف د هغه وخت د سندهـ صوبې د ايم کيو ايم ډلې حکومت گرځوي ، ولې ايم کيو ايم ډله دغه تور ردوي ، او وايې په دغه ورځ د ايم کيو ايم غړي هم وژل شوي وو .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG