لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د موساخېل په پېښه کې د دوکۍ د ټرک ډرايور ثناالله هم وژل شوی، "مور یې بوغارې وهي"


د 25م او 26م اګست) په مينځنۍ شپه د بلوچستان صوبې د موساخېل ضلعې په راړه شم علاقه کې وسله والو د پنجاب او بلوچستان ترمنځ غټه لاره باندې ناکې لګولې، د ګاډو نه یې کسان کوز کړي، د چارواکو په وينا يواځې په موساخېل کې یې 22 تنه وژلي وو په وژل شوو کې د ګاډو ډرايوران او عام کسان وو
د 25م او 26م اګست) په مينځنۍ شپه د بلوچستان صوبې د موساخېل ضلعې په راړه شم علاقه کې وسله والو د پنجاب او بلوچستان ترمنځ غټه لاره باندې ناکې لګولې، د ګاډو نه یې کسان کوز کړي، د چارواکو په وينا يواځې په موساخېل کې یې 22 تنه وژلي وو په وژل شوو کې د ګاډو ډرايوران او عام کسان وو

د ثناالله بابا یې دومره پرېشانه دی وايي، "په دا کمره مې سترګې سوځي، زما خو په دا کور سترګې سوځي، زه راځم دا کور ته به، ادې یې بوغارې وهي، ما خو ده ته واده کوو، د جينۍ ولور هر څه پوره وو، اوس به د دې سره څه کوم".

دغه څرګندونې د بلوچستان صوبې د دوکۍ ضلعې د ثناالله د مور او پلار دي. ثناالله هم يو د هغو څخه وو، چې دوه ورځې وړاندې په موساخېل ضلعه کې د وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی. ثنالله د ټرک ډرايور وو.

د 25م او 26م اګست) په مينځنۍ شپه کې د پنجاب او خېبرپښتونخوا سره په پوله د بلوچستان صوبې د موساخېل ضلعې په راړه شم علاقه کې وسله والو د پنجاب او بلوچستان ترمنځ غټه لاره باندې ناکې لګولې، د ګاډو نه یې کسان کوز کړي، د چارواکو په وينا يواځې په موساخېل کې یې 22 تنه وژلي وو په وژل شوو کې د ګاډو ډرايوران او عام کسان وو.

بلوچستان کې په دغه ورځ مختلفو پېښو کې د چارواکو په وينا، د 14 پوځيانو او امنيتي اهلکارو په ګډون د 50 نه زيات کسان وژل شوي، او پوځ د 21 ترهګرو وژلو دعوه کړې وه.

په موساخېل کې د وژل شوي ثناالله د اکا، تره زوي، محمد اسلم وي او اې ډيوه ته وويل، 25 کلن ثناالله د بل چا سره د ټرک ډرايور وو. ده او ملګري ډرايور یې د سکرو ګاډی چلولو، ګاډی یې د سکرو ډک کړی واو پنجاب ته روان وو.

هغه وويل، د ثناالله په ګاډي کې بل ډرايور وو، هغه ورته د پېښې کيسه تېره کړې، چې دوی په راړه شم کې روان وو، د ډرايور په وينا، "دوه کسانو زمونږ ګاډی ودرولو، بیا یې پرېښودلو چې زر زر تېر شئ، بيا دوه درې کلوميټر لرې نور کسان ولاړ وو، هغو بیرته ستانه کړو".

ډرايور ويلي، "شاته چې واپس راغلو هلته بيا کسان ولاړ وو، هغو ودرولو، هغو ويل چې په ګاډي کې څو کسان یئ، ما ويل دوه کسان يو، ما دی (ثناالله) د خوبه راپورته کړلو، چې پاڅه څه مسله ده، هغه وايي مخته ولاړ شئ هغه وايي شاته راشئ، کسانو مخونه پټ کړي مشينونه ورسره دي، وايي يو په ګاډي کې کښېنئ يو راکښته شئ، بس زه چې راکښته شوم، ده (ټوپک په لاس تن) د ځان سره روان کړم د روډ نه سايډ ته".

ياد ډرايور زياته کړې، وسله وال تن ته په دغه وخت کې "ټيليفون راغلو، زما نه سايډ ته شو، چې زما نه سايډ ته شو، ما رامنډه کړه، د پُل نه لاندې مې راټوپ کړو، هغه اوبه وې، بيا په اوبو کې مخته راتلم راتلم، يو څه ځای لاړم، خو په شا مې ټکان واورېدل".

ډرايور ویلي، لرې په يو کلي تېر شوی، او بيا د اېف سي چيک پوستې ته رسېدلی او هغو ته یې کيسه تېره کړې ده، چې داسې واقعات ورسره وشو. د نوموړي په خبره بيا چې زه د اېف سي والا سره هغه ځای ته راغلم، "ګاډۍ سوځېدلې وه، ثناالله نه وو".

هغه وويل، بيا چې مونږ حال وکړو خلکو وويل چې وسله والو ګڼ کسان وژلي، "بيا چې مونږ هسپتال ته ورغلو ثناالله مړ وو".

اسلم وايي، "د ثناالله کوژده د پنجاب په ليه کې شوې، کمره هر څه یې تيار دي میاشت بعد یې واده وو". هغه زياته کړه، ثناالله په 20,000 روپۍ ډرايور وو، په يو چکر به ورته نورې پېسې هم مېلاوېدې.

هغه زياته کړه، د ثناالله په کور کې پرون په 27م اګست بل واده وو، د اکا د لور واده یې وو، هغه واده هم په غم بدل شو.

د اسلم په خبره، د ثناالله درې وروڼه دي، هغوی هم ډرايوران دي، مور او پلار یې حیات دي او دواړه په پېښه غمجن ناست دي.

د پاکستان صدر اصف علي زرداري، وزیراعظم شهباز شريف، د کورنيو چارو وزیر محسن نقوي او د بلوچستان وزيراعلا سرفراز بګټي د بلوچستان يادې پېښې غندلي دي.

پرون د کابينې غونډې ته په وينا کې وزيراعظم شهباز شریف وويل، "بلوچستان کې چې د ترهګرۍ کومې تازه پېښې شوي د هغې چې څومره غندنه وشي، هغه کمه ده، بې ګناه خلک وژل شوي، او د ترهګرو غلط فهمي ده او دوی ناپاکه ارادې لري، غواړي چې پاکستان کې د پرمختيا لاره او د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ، سي پېک مخه ونيسي او د چين سره د پاکستان اړيکې خرابې کړي".

هغه زياته کړه، "بلوچستان کې چې دا وخت ترهګر کومې کارروايانې کوي پاکستان کې دننه بې ثباتي جوړول غواړي، د هغو دا ارادې به ناکامه کيږي. خو شرط به دا وي چې مونږ خپل دښمن وپېژنو او پرضد یې يو شو".

د کورنيو چارو وزير محسن نقوي ويلي، بلوچستان کې چې چا حملې کړي دوی مرور نه دي، ترهګر دي او حمله کوونکو ته به کلک ځواب ورکولی شي.

هغه ويلي، بلوچستان کې بهرني عناصر حالات خرابوي او بې ثباتي جوړوي، حملې يو دم نه بلکې په پوره منصوبه بندۍ شوي، تحقيقات به یې کولی او رښتيا به یې معلومولی شي.

بلوچستان کې د يادو بريدونو زمه وارۍ لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچ لبرېشن ارمي، بي اېل اې منلي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG