لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په اسلام اباد کې مېشته افغان مېرمن وايي افغانستان ته ستنېدل نه غواړي


د انساني حقونو تنظیمونو په افغان مېرمنو د طالبانو د بندیزونو غندنه کړې ده
د انساني حقونو تنظیمونو په افغان مېرمنو د طالبانو د بندیزونو غندنه کړې ده

د پاکستان سرښار اسلام اباد کې مېشته یوه افغان مېرمن وايي په پاکستان کې یې مرګ قبول دی خو افغانستان ته نه ستنېدل غواړي، وايي طالبانو ورته ګواښونه کړي دي.

د هغې د تحفظ په غرض وي او ای ډیوه د 22 کلنې افغان مېرمن اصلي نوم نه شي څرګندولی. د وي او ای ډیوه سره مرکه کې هغې وویل شپږ مياشتې وړاندې د چمن دلارې افغانستان نه اسلام اباد ته راغلې او د یوې بلې افغان کورنۍ نه یې کوټه په کرایه کړې او د خپلو دوو بچو سره په کې ژوند کوي.

"په افغانستان کې ماته ډېر مشکلات پېښ شو ځکه زه مجبوره شوم چې زه د افغانستان نه راشم دلته پاکستان ته، دوه ماشومان مې دي يو د اوو کالو او بل د څلورو کالو، سرپرست نه لرو، څوک نه پېژنو...طالبانو راته ويل زمونږ سره نکاح وکړه، ډېر ګواښونه راته شوي دي، دلته زمونږ مرګ قبول دی نه چې زه بيرته افغانستان ته لاړه شم".

کډوالې وویل خاوند یې نشې کولې او د هغې سره یې تعلق ښه نه و.

طالبانو ویلي افغانان دې بېرته وطن ته ستانه شي او هېڅ مشکل به ورته نه وي.

پاکستان په هېواد کې مېشته هغه افغانانو ته د نومبر د وړمبۍ نېټې څخه د ستنېدو امر کړی چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري. د پاکستان د اعلان نه وروسته د غېرقانوني افغانانو خپل وطن ته د ستنېدو لړۍ شروع شوي او د افغانستان واکمن طالبان وايي ستنېدونکو افغانانو سره به هر ډول مرسته کوي.

کډوالې وویل د افغانستان د پخواني حکومت په مهال يې د صحت په برخه کې په يوه اداره کې کار کولو خو وايي خاوند سره د ناسم تعلق په سبب یې هغه سرپرستي نه کوله او طالبانو د محرم نه بغیر هغې ته د روزګار اجازت نه ورکولو.

" ما هلته وظيفه لرله هغو زما نه محرم غوښتو چې محرم به نه وو بيا به راته طالبانو ګواښ کولو، ويل به یې چې ته زمونږ سره نکاح وکړه، خاوند دې پرېږده بيا پس ته دلته وظيفه کولی شې، بیا د هغې وروسته مونږ نه شو کولی چې هلته ژوند وکړو".

هغې زياته کړه، " زه ويريږمه چې بيرته افغانستان ته لاړه شم، ماته ډېر ګواښونه شوي دي".

د وي او ای ډیوه دپاره د ممکنه نه وه چې د افغان مېرمن د خبرو په کره توګه تصدیق وکړی شي.

طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په افغانستان کې د جينکو په تعليم او ښځو يو شمېر بندېزونه لګولي دي.

د پاکستان حکومت په درېم اکتوبر اعلان کړی وو، غېر قانونه غېر ملکيان دې د 31م اکتوبر پورې په خپله ووځي، کنه د لومړي نومبر وروسته به نيول کيږي او بیرته به خپلو هېوادونو ته لېږل کيږي.

ملګرو ملتونو، بشري حقونو سازمانونو، پاکستان د پښتون ملت پاله سياسي او مذهبي ګوندونو او افغانستان کې د واکمنو طالبانو پاکستان ته ويلي چې دغه پرېکړه بيرته واخلي، خو د يادې نېټې وروسته د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې د غېر قانونه غېر ملکيانو نيولو لړۍ پېل شوې او زياتره افغان کډوال نيول شوي او بيرته ستنول کيږي.

په درېم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي وو، په تیرو څو ورځو کې د تورخم او چمن د لارې افغانستان ته د يو نيم لک پورې کسان اوښتي دي.

مرستندویه ادارې وايي، هغه افغانان چې په پاکستان کې د نیول کېدو له وېرې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي له مناسبې سرپناه پرته د شنه اسمان لاندې خوب کوي او سم خواړه او اوبه نه لري.

طالبان وايي افغانستان غاړې ته په دواړو ځایونو کې یې کېمپونه جوړ کړي چې له هغه ځایه بیا دغه کسان په افغانستان کې خپلو خپلو سیمو ته لېږل کېږي.

د اګست په وروستیو کې يو اېن اېچ سي ار وي او اې ډیوه ته ویلي وو، "د طالبانو د واکمنېدو وروسته په لکونو افغانان پاکستان ته راغلي دي او هغه خلک چې بهر تلل غواړي يو اېن اېچ سي ار لومړیتوب هغو خلکو ته ورکوي څوک چې په افغانستان کې د بشري حقونو فعال، جرنلسټان يا هغه دي چې هلته یې ژوند په خطر کې وو، اول دوی د هغو دپاره کار کوي خو بيا هم دغه اوږد عمل دی او وخت پرې لګي".

د پاکستان نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ پرون د شورو/ چهارشنې په ورځ (نومبر په اتمه) په يوه تفصيلي خبري غونډه کې ويلي، افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ترهګري د 60 فيصدو پورې زياته شوې ده. کاکړ زياته کړې، افغان طالبانو پاکستان ته باور ورکړی وو چې د افغانستان ځمکه به د بل هيواد په ضد نه استمالیږي خو د بده مرغه داسې ونه شول.

په افغانستان کې طالبان د کال 2021م د اګست په 15مه په زوره په واک کې راغلي وو.

د کاکړ په خبره، په تیر دوو کالو کې دلته (پاکستان کې) د ترهګرۍ په پیښو کې د دوو زرو نه کسان وژل شوي، زمه وار یې تحریک طالبان پاکستان دي او دا ترهګره ډله پاکستان کې د بریدونو دپاره د افغانستان خاوره استعمالوي.

کاکړ دعوه کړې، د پاکستان ناامنۍ کې يو لوی كردار د غېر قانوني كډوالو دی، د دې لپاره د پاكستان ریاست د دغو كسانو د لومړي نومبر څخه بيرته خپل هېواد ته د ستنولو پريكړه كړې ده.

خو د کاکړ خبري غونډې ته په ځواب کې په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي، د پاکستان دننه امن ساتل د دوی (طالبانو) ذمه واري نه ده، پاکستان دې خپلې مسلې خپله حل کړي او د ناکامیو ذمه وار دې افغانستان نه بلي.

د طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد ويلي، طالبان د افغانستان په شان په پاکستان کې هم امن غواړي او هېڅ چاته اجازت نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمال کړي.

هغه زياته کړې، طالبان "په پاکستان کې دننه د امن ټینکولو مسولیت نه لري، هغوی باید خپل کورني مسایل پخپله حل کړي او د خپلو ناکامیو ملامتي افغانستان ته راجع نه کړي".

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG