د پاکستان په لویو ښارونو کې نن د تېلو او گېسو د لوړو بېعو پرضد لارو موټرو کاربندیز له امله اکثره خلک کورونو بازارونو یا دفترونو ته د تگ نه پاتې یا ناوخته شوي دي.
د خېبر پښتونخوا په غټو ښارونو کې د تیلو او گېس بېعو پرضد د گاډو جزوي هړتال ؤ چې د دغه کاربندیز له امله خلک سخت اغېزمن شوي دي.
د هړتال له وجې اکثره د گاډو ملکانو کاریې هم لوړې کړي دي. کراچۍ ښار کښی هم نن د ټرانسپورټ اتحادیی لخوا د لارو موټرو د نه چلولو اعلان شوے ؤ او په سړکونو د سورولو لپاره چلیدونکې ګاډی اودرول شوي وؤ چی له امله یې ډیر خلک دفترونو ته د تگ نه پاتې شوي دي.
په مردان ښار کې د گاډو په یوه اډه کې د ډیوه ریډیو خبریال ریاض حسین د خلکو غبرگون راټول کړې دې چې تاسو یې هم اوریدې شۍ.
د تېلو او گېسو د لوړو بېعو پرضد لارو موټرو کاربندیز
![د تېلو او گېسو د لوړو بېعو پرضد لارو موټرو کاربندیز](https://gdb.voanews.com/d4406e04-0714-4120-a296-4acda387a190_w250_r1_s.jpg)
1