لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي اداره: په هېواد کې په تېرو څو ورځو کې ډزو دلاسه د ۱۲۴ نه زیات کسان وژل شوي دي


ګن وایلېنس ارکایو نومې ادارې ویلي د ډزو دلاسه د خلکو د وژل کېدو شمېره دغه د تېرې جمعې د ورځ راهسې ريکارډ شوي ده

په واشنګټن کې مېشت یو غیر حکومتي ادارې ویلي په امریکا کې په تېرو څو ورځو کې د ډزو په مختلفو پېښو کې د ۱۲۴ نه زیات کسان وژل شوي او ۳۲۵ نور زخمیان شوي دي.

ګن وایلېنس ارکایو نومې ادارې ویلي د ډزو دلاسه د خلکو د وژل کېدو شمېره دغه د تېرې جمعې د ورځ راهسې ريکارډ شوي ده.

د وي او ای د رپورټ ترمخه ګن وایلېنس ارکایو وویل د تېرې جمعې راهسې په امریکا کې د ۳۰۰ نه زیاتې د ډزو پېښې شوي دي.

دا په داسې مهال چې په امریکا کې په قامي کچه بحث کېږي چې ایا د وسلې د ترلاسه کولو په اړه موجوده قوانینو کې بدلونونه وکړي شي او که نا؟

په نیویارک کې مامورینو د ای ار ۱۵ نومې خود کار ټوپک ترلاسه کولو دپاره د عمر کم نه کم حد د ۱۸ کاله نه تر د ۲۱ کلونو پورې زیات کړو.

د دې نه مخکې به اتلس کلن تن هم دغه ډول ټوپک اخیستلی شو.

د نیویارک ګورنرد واکمن ډېموکرېټک پارټۍ ګورنرې کېتي هوکل د ای ار ۱۵ ټوپک په اړه د قانوني اقدام تر څنګ لس نور قوانین هم دستخط کړل.

هوکل د ګل، دوشنبې، په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل د ټوپکو قوانين سختولو په به عملي اقداماتو ته ضرورت وي.

د ډزو تازه زیاتې خونړۍ پېښې د ټېکسس ریاست په یوالډي، د نیویارک ریاست په بفېلو ښار او د اوکلاهوما ریاست په ټلسا ښار کې شوي دي چې له امله يې په قامي کچه دا بحث راپارېدلی دی چې د وسلو اخیستلو په دې قوانین سخت کړي شي او که نا؟ د وسله مالکان د ټوپکو په ترلاسه کولو د بندیزونو مخالفت کوي.

د تېرې هفتې په اخېره کې د ډوزو په پېښو د ګن شمېر ښارونو ښاروالانو یا مېیرانو مایوسي څرګنده کړې ده.
په پفېلو ښار کې د می په ۱۴ نېټه په یو سپر سټور کې لس افریقايي امریکایان ووژل شوو او د می په ۲۴ نېټه د ټېکسس ریاست په یوالډی ښار کې اتلس کلن مسلح تن د سکول ۱۹ ماشومان او دوه استاذان ووژل.

د تشدد د پېښو وروسته صدر جو بایډن تېره هفته قام ته وېنا کې په اسالټ رایفلز یا د زیاتو ګولو په ټوپکو د بندیز غوښتنه وکړه. هغه وویل یو عام تن داسې ټوپک ته څه ضرورت لري چې ۳۰ ګولۍ خوري او په منټونو کې قتل عام کولی شي.

د ټوپکو په اړه د قوانینو د سختولو په اړه خبرو کې مصروف د واک من ډېموکرېټک پارټۍ سېنېټر کرېس مرفي د اتوار، يکشنبې، په ورځ د سي اېن اېن ټېلې وژن سره مرکه کې وویل په موجوده وخت کې د هغه د ګوند او د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ ترمنځ په عمومي توګه د ټوپکو قوانین د سختولو په موضع اتفاق موجود دی.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د ټوپکو قوانین د سختولو په موضع په کانګرس کې د کلونو راهسې اختلافات موجود دي او په عمومي توګه داسې ګڼل کېږي چې د ريپبلېکن پارټۍ غړي په ټوپکو د بندیزونو مخالفت کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG