لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور کې طالبعلمانو سوات کې د روانې ناامنۍ پرضد احتجاج کړی دی


د خېبر پښتونخوا دسېلګرۍ سيمه سوات کې د امن دپاره دشورو شوؤ احتجاجونو لړۍ دوام لري او نن د نهي په ورځ د پيښور زرعي پوهنتون کې طالبعلمانو احتجاجي مظاهره کړي
د خېبر پښتونخوا دسېلګرۍ سيمه سوات کې د امن دپاره دشورو شوؤ احتجاجونو لړۍ دوام لري او نن د نهي په ورځ د پيښور زرعي پوهنتون کې طالبعلمانو احتجاجي مظاهره کړي

دپيښور زرعي پوهنتون کې طالبعلمانو په سوات کې د روانې نا امنۍ په ضد احتجاجې مظاهره کړي ده او رياست نه يې واضحه کړې ده چې دوي نور په هيڅ صورت ترهه ګرۍ زغمولو ته تيار نه دي۔

زده کونکو خېبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف په حکومت سختي نيوکي کړې دي اؤ ویلي یې دي چې صوبه کې دناامنۍ په روان بهیر د صوبایي حکومت خاموشۍ خلک ډېر انديښمن کړي دي۔

د اسلام اباد په قاید اعظم یونېورسټۍ کې پښتون سټوډنټ کاونسل ویلي خېبرپښتونخوا او په سوات کې د ترهګرۍ او د وسله والو د راښکاره کېدو خلاف به د نهې، سه شنبې، په ورځ په اسلام اباد کې احتجاج کوي.

د خېبر پښتونخوا دسېلګرۍ سيمه سوات کې د امن دپاره دشورو شوؤ احتجاجونو لړۍ دوام لري او نن د نهي په ورځ د پيښور زرعي پوهنتون کې طالبعلمانو احتجاجي مظاهره کړي ده .

ډیوه سره خبرو کې ددغې مظاهرې یو برخه وال محمد فواد ميا نومي زده کوونکي وويل سوات کې د ترهه ګرۍ په تازه پيښو زده کوونکي او ولسونه ډېر انديښمن دي۔

‘‘نن چې مونږ د ايګري کلچر يونيورسټۍ طالبعلمان راوتلي يو که د چا سوات سره تعلق دی، د وزيرستان سره دی اؤ که د باجوړ سره ،دا خلک دلته يو ځاي شوي دي او ددې طالبعلمانو يوه مطالبه ده چې مونږ امن غواړو په خپله خاوره، ايا که چرته سېکورټې ادارې مونږ ته امن نه شي راکولې نو دا خو د سېکورټي ادارو کمزوري ده زمونږ بچي به وژل کيږې زمونږ ښځې به کونډيږي‘‘

دا په داسې حال کې ده چې پرون د سوات په چارباغ سيمه کې په یوه په تازه پيښه کې ناڅرګنده کسانو د سکول په يو ګاډې ډزې کړې وې چې له امله یې د ګاډي ډرائيور وژل شوی او يو ماشوم پکې ژوبل شوی و۔

زده کوونکو د ترهه ګرۍ پرضد شعارونه ورکول او د حکومت او امنيتي ادارو نه يې د امن غوښتنه کوله۔

د ايګري کلچر پوهنتون دپښتون سټوډڼټس فيډيشن صدر اکرام الله په خېبر پښتونخوا کې د تحريک انصاف په حکومت نيوکي وکړې او وي ويل د سوات سره تعلق لرونکی وزيراعلا نن په خپل ولس کې په نظر نه راځي چې د خفګان وړ خبره ده۔

‘‘د پي ټي ایي حکومت دومره په بهرپور شکل سره مظاهري کوي،خپل قوت شو کوي تر اوسه پوري هغوي دسوات په سېمه کې چې کوم حالات روان دي، په دير، په وزيرستان او په باجوړ کې چې څه روان دي صوبایي حکومت په دې هيڅ اواز نه پورته کوي خو د خپل سياست دپاره دهرني کوي نو دا صوبایي حکومت بلکل ناکامه دی، د امن دپاره دوي غږ نه پورته کوي‘‘

د سوات سټوډنټس سوسایټۍ مشر عمران خان وويل په سوات کې د ډېرو قربانو وروسته امن په ځاي شوی دی او "مونږ به کله هم خپله سيمه وسلوالو ته يو وارې بيا سپارلو ته تيار نه شو"

دهغه وینا وه‘‘مونږ د حکومت وخت نه مطالبه کوو چې په دي حالاتو نظر ثاني وکړي تاسو راپسي اواز اوچت کړئ ځکه چې تر اوسه زمونږ صوبایي حکومت اواز نه دی پورته کړی‘‘

د اګست په مياشت کې پوځ په خپله منلې وه چې د سوات او دير په لرې پرتو غرونو کې د افغانستان نه ځینې وسله وال بيرته راغلي او بيا د خېبرپښتونخوا د تحريک انصاف د حکومت يو وزير شوکت يوسفزي هم وي او اې ډیوه سره په خبرو کې منلې وه چې ترهګري په صوبه کې ختمه نه ده خو پوليس او امنيتي ځواکونه يې مخنیوی کوي او حالات په قابو کې دي.

خو دپاکستان دکورنیو چارو مرکزي وزیر رانا ثناء الله په نزدې وختونو کې سوات کې دطالبانو سر دوباره فعالیتونو ته د افواه نوم ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دکورنیو چارو وزارت پخپله هم دطالبانو له لوري یو وارې بیا دحملو سیوا کیدو خبرداری ورکړی دی

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG