لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړنه: د موسمي بدلون له امله افتونو د پاکستانۍ ټولنې مزاحمت کمزوری کړی



په ۲۰۲۲ کې په پاکستان کې سېلابونو دلاسه ۱۷۰۰ کسان مړه شوي وو او تر ۳۳ مېلین پورې نور متاثر شوي وو. چاپېریال ته نقصان رسوونکو ګېسونو به اخراج کې د پاکستان برخه د یو فیصد نه هم کمه ده خو د موسمي بدلون نه په زیات متاثره کېدونکو ملکونو کې شامل دی
په ۲۰۲۲ کې په پاکستان کې سېلابونو دلاسه ۱۷۰۰ کسان مړه شوي وو او تر ۳۳ مېلین پورې نور متاثر شوي وو. چاپېریال ته نقصان رسوونکو ګېسونو به اخراج کې د پاکستان برخه د یو فیصد نه هم کمه ده خو د موسمي بدلون نه په زیات متاثره کېدونکو ملکونو کې شامل دی

په پاکستان کې وروستي سېلابونو د قدرتي افتونو وروسته د بیا بحالۍ دپاره د ټولنې مزاحمت کمزوری کړی، دا په داسې حال کې چې په پاکستان کې د موسمي بدلون له امله د قدرتي بحرانونو خطرات په زیاتېدو دي. دا یوې تازه څېړنې موندنې دي.

په پاکستان د موسمي بدلون د اثراتو په لړ کې دغه موندنې د لواېډز رېجېسټر فاونډېشن نومې ادارې د ورلډ رېسک پول ريزېیلینس انډېکس څېړنې برخه ده چې په نړیواله کچه خطراتو ته د مزاحمت فهرست یا درجه بندي تیاروي. د څېړنې موندنې د نهې سه شنبې، په ورځ څرګندې کړی شوي دي. د فاونډېشن مرکزي دفتر د برطانيې په سرښار لندن کې دی.

د څېړنې ترمخه د کال ۲۰۲۱ راهسې د هغه پاکستانیانو شمېره دوچنده زیاته شوې او د ۱۱ فیصد نه ۲۷ فیصد ته رسېدلې چې په تېرو پینځو کلونو کې د قدرتي افتونونه تېر شوې دي. د دې لوی سبب د کال ۲۰۲۲ سېلابونه وو چې د ملک د ۱۵ فیصد ابادۍ برخه يې متاثره کړې وه.

په رپورټ کې وېل شوي دي د سند صوبې په شمول په سېلاب ځپلو سیمو کې د قدرتي افت په مخ سماجي او ټولنیز مزاحمت کم شوی دی.

په قومي کچه د هغه خلکو شمېره د کال ۲۰۲۱ د ۶۰ فیصد نه په کال ۲۰۲۳ کې ۷۲ فیصد ته زیاته شوې چې وايي د بحران په وخت يې حکومت د خېر ښېګړې هېڅ خیال نه ساتي.

د رپورټ ترمخه، د قدرتي افتونو په صورت کې په انفرادي او د کورنۍ په کچه هم په پاکستان کې د خلکو د مزاحمت یا د مقابلې سطح ټیټه ده او پاکستان په لړ کې په نړیوال فهرست په لاندنو لسو ملکونو کې شامل دی.

د لوایډز رېجېسټر فاونډېشن چارواکې نېنسي هی د پاکستان په حکومت غږ وکړو چې د متاثره ټولنو مزاحمت په زیاتولو کې مرسته وکړي.

په ۲۰۲۲ کې په پاکستان کې سېلابونو دلاسه ۱۷۰۰ کسان مړه شوي وو او تر ۳۳ مېلین پورې نور متاثر شوي وو. چاپېریال ته نقصان رسوونکو ګېسونو به اخراج کې د پاکستان برخه د یو فیصد نه هم کمه ده خو د موسمي بدلون نه په زیات متاثره کېدونکو ملکونو کې شامل دی.

په پاکستان کې موسمونه بدل شوي او په رسمي توګه په هغه پینځو ملکونو کې شامل دی چې په موسم کې د تودوخي نه زیات متاثره ګڼل کېږي.

د کال ۱۹۶۱ راهسې د سږ کال د اپرېل په میاشت کې د معمول نه دوچنده زیات بارانونه وشوو چې له امله يې په سلګونو کسان مړه شول او جایدادونو ا پولو پټو ته يې نقصان ورسوولو.

د می او د جون په میاشتو کې د حرارت کچه زیاته وه او په ځینو ضلعو کې د تودخي درجه د ۶۲ سېنټي ګرېډ نه زیاته شوې وه.

ملګرو ملتونو خبرداری کړی چې سږ کال د پشکال په موسم کې اندازً دوه لکه کسان د سېلابونونه متاثره کېدلی شي. د موسمیاتو محکمې د معمول نه د زیاتو بارانونو پېش کوي کړې ده.

د نهې، سه شنبې، په ورځ وزیراعظم شهبازشریف د پشکال دپاره د تیارۍ په لړ کې د خصوصي غونډې مشري وکړه. د وزیراعظم دفتر په یو بیان کې وویل د ممکنه بېړني حالاتو دپاره شهباز شریف خصوصي کميټي جوړه کړه.

د قدرتي افتونو په صورت کې د امداد قومي ادارې نېشنل ډېز اېسټر مېنېجمنټ اتارټي چارواکو غونډې ته وویل ټولې متعلقه ادارې او پاکستاني عسکر د تیارۍ په حالت کې دی او د دوایانو او د نورو ضروري شیانو مناسب ذخیره موجوده ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG