لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په پاکستان کې سېلابونو د 30 بېلین ډالرو نه زیات اقتصادي او نور نقصان کړی 


د چارواکو په وېنا د پاکستان د رقبې دریمه برخه د سېلابي اوبو دلاندې وه، د دوه مېلین نه زیات کورونه په مکمله او یا په جزوي توګه نقصاني شوي دی، یو اشاریه دوه مېلین څاروي یې مړه کړي او تر 13000 کلومېټره پورې سړکونه یې تباه کړي دي
د چارواکو په وېنا د پاکستان د رقبې دریمه برخه د سېلابي اوبو دلاندې وه، د دوه مېلین نه زیات کورونه په مکمله او یا په جزوي توګه نقصاني شوي دی، یو اشاریه دوه مېلین څاروي یې مړه کړي او تر 13000 کلومېټره پورې سړکونه یې تباه کړي دي

په پاکستان کې سېلابونو د 30 بېلین ډالرو نه زیات اقتصادي او نور نقصان کړی دی. دا خبره په نړیواله څېړنه کې شوې ده.

په څېړنه کې وېل شوي چې په پاکستان کې سېلابونو دلاسه ابتدايي اندازې په ځمکه په حالاتو کې د بدلون په نتېجه کېه زېاتېدلی هم شي.

په هېواد کې د ورستي سېلابونو وروسته د امدادي ضرورتونو جاج اخیستلو دپاره د پاکستان حکومت د اقوام متحده، اېشین ډوېلېپمنټ بېنک، ورلډ بېنک او د يورپین یونین سره په شریکه څېړنه ترسره کړې چې نتېجې يې د جمعې په ورځ اعلان شوې.

په څېړنه کې وېل شوي چې د هېواد محدودو مالي وسایلو ته په کتنه د سېلاب وروسته د بیا رغونې دپاره به پاکستان په لویه کچه نړیوال امداد او سرمایه کارۍ ته ضرورت لري.

په رپورټ‌ کې وېل شوي د جنوبي اېشیا د 200 مېلین ابادۍ په دغه ملک کې د سېلاب نه کورونو، زراعت، مواصلاتو او د مالدارۍ برخو ته تر ټولو زیات نقصان رسېدلی دی.

څېړنه وايي زراعت ته د نقصان به د پاکستان خارجي تجارت او د خدماتو برخې متاثر کوي.

سږ کال په پاکستان کې د پشکال درنو بارانونو له امله غیر معمولي سېلابونو33 مېلین کسان وځپل. په سېلابونو کې 1730 مړه شوي دي. ماهرین وايي په سېلابونو کې د موسمي بدلون لاس هم و.

د چارواکو په وېنا د پاکستان د رقبې دریمه برخه د سېلابي اوبو دلاندې وه، د دوه مېلین نه زیات کورونه په مکمله او یا په جزوي توګه نقصاني شوي دی، یو اشاریه دوه مېلین څاروي یې مړه کړي او تر 13000 کلومېټره پورې سړکونه یې تباه کړي دي.

سېلابونو دلاسه اته مېلین کسان بې کوره شوي دي چې 644000 خلک پکې په کېمپونو کې اوس اوسېږي.

متحده قومونه وايي که څه هم د سېلابي اوبو کچه ټیټه شوي ده خو د پاکستان د رقبې په اووه فېصد برخه اوس هم اوبه ولاړې دي.

د سېلاب نه د نقصان حال معلومول په اړه شوي څېړنه کې وېل شوي اوس هم په حالاتو کې بدلون کېږي، په ډیرو ځایونو کې د ولاړو اوبو دلاسه بېمارۍ خپرېږي او اته مېلین بې کوره خلک د صحت بحران سره مخامخ دي.

رپورټ وايي ټر تولو زیات نقصان په سند، بیا په پنجاب او د دې نه پس په بلوچستان او په خېبرپښتونخوا کې شوی دی. سېلاب نه د پاکستان د مجموعي نقصان 70 فیصد برخه نقصان په سند صوبه کې شوی دی.

په مالي توګه په غریبو ضلعو کې د کورنیو روزګارونه او اثاثې ختمې شوي دي، د خوراک قیمتونه زیات شوي دي او د ناروغو خطر زیات شوی دی. د سېلاب له امله د غربت په کچه کې هم اضافه کېدلی شي.

د دې میاشت په شروع کې متحده قومونو چې پاکستان دپاره د مرستې غوښتنه د160 مېلین ډالر نه 816 مېلین ډالر ته زیاته کړه، او ویې وېل د ناروغو خپرېدل او د خوراک کمی د ملک دپاره نوي مشکلات جوړېدلی شي.

اقوام متحده وویل تر دې هفتې پورې نړیوالو ملکونو د 110 مېلین ډالرو لوظونه کړي دي چې د اقوام متحده د مطالبې 23 فیصد برخه ده.

متحده قومونو وویل که چېرې د خوراکي امداد دپاره نوره مالي مرسته یې ترلاسه نه کړی شوه نو د سږ کال تر اخېره پورې به يې د خوراک د امداد پروګرام ودرېږي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په پاکستان کې د سېلاب ځپلو خلکو سره د 30 مېلین ډالرو بشري امداد اعلان وکړو. د تازه امداد په شمول واشنګټن تراوسه پورې اسلام اباد ته 97 مېلین ډالر امداد ورکړی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال ایاز ګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG