لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوډان پوځي مشر وايي د خانه جنګۍ مخنیوي دپاره یې سوېلین حکومت لرې کړی


جنرل عبدالفتح البرهان
جنرل عبدالفتح البرهان

په داسې حال کې چې د سوډان د سوېلین حکومت خلاف د پوځ د کودېتا په سر احتجاجونو کې لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي او مظاهرې دوام لري، د پوځ مشر ویلي سوېلین حکومت یې په ملک کې خانه جنګۍ د مخنیوي دپاره لرې کړی دی.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه جنرل عبدالفتح البرهان د نهې، سه شنبې، په ورځ د کودېتا وروسته لومړۍ خبري غونډې ته وویل سیاسي مشرانو خلک د پوځ په ضد د راپارولو کوښښونه کوول او پوځ سره دوی د لرې کولو پرته بله کومه لاره نه وه.

جنرل البرهان وویل "کوم خطرات چې مونږ تېره هفته ولیدل ملک یې خانه جنګۍ ته بوتللی شو." د رویترز په قول د هغه اشاره د امکاني کودېتا په ضد شویو احتجاجونو ته وه.

جنرل البرهان وویل لرې کړی شوی وزیراعظم عبدالله همدوک د هغه د تحفظ په خاطر خپل (د جنرل البرهان) کور ته منتقل کړی دی.

د ګل، دوشنبې، په ورځ جنرل البرهان په ټېلې وژن د خپلواکۍ یا د انتظامي شورا د ختمولو اعلان وکړو. دغه شورا چې د 2019 راهسې د ملک انتظام چلوي مشري یې خپله جنرل البرهان کوي.

دغه شورا د پخوان امر عمر البشیر د لرې کېدو جوړا کړی شوي وه چې ملک د جمهوریت په لوري وبايي او د عامو انتخابات تیاری وکړي.

رویټرز وویل د وزیراعظم د فېس بک پاڼه چې ښکاري تر اوسه د هغه د پلویانو په لاسو کې ده، د همدوک او د نورو نیول شویو سیاسي مشرانو د ازادۍ غوښتنه پې شوي وه.

د فېس بک په پاڼه وېل شوي وو چې د سوډان ولس او نړۍ اوس هم همدوک د واک من مني.

د دې نه وړاندې د لرې کړی شوي حکومت خارجه وزیر ویلي وو وزیراعظم عبدالله همدوک او د هغه د کابېنې غړي په نامعلومه ځای کې بندي کړی شوي دي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، د وېستل شوي حکومت خارجه وزیر د اطلاعاتو وزارت په فېس بک پاڼه وویل د عبدالله همدوک او د هغه د کابېنې غړو درک نه معلومېږي.

رویټرز وايي داسې ښکاري چې د اطلاعاتو وزارت اوس هم د سوېلین حکومت په لاسو کې دی چې د ګل، دوشنبې، په ورځ د پوځي کوېتا نه په وروسته حالاتو بیانونه ورکوي.

د سوډان د پوځ مشر جنرل عبدل الفتح البرهان په ملک کې بېړنی حال په ځای کړی دی او د پوځ او سوېلین حکومت په اشتراک موقتي انتظامي شورا یا کونسل یې تحلیل کړی دی. دغه کاونسل د تېرو دریو کلونو راهسې د ملک انتظام چلوي.

عبدالله همدوک
عبدالله همدوک

د نهې، سه شنبې، په ورځ په سوډان کې سړکونه تړل شوي وو، دوکانونه او د ټېلې فون نظام بند و او د جوماتونو نه په لاوډ سپېکرو د احتجاجونو غوښتنه کېدله.

رویټرز په خپل رپورټ‌ کې وايي کودېتا نه وروسته شروع شویو مظاهرو کې لږ تر لږه اووه کسان مړه شوي دي. رویټرز په خپل رپورټ کې وايي د سرښار خرطوم د پاسه په اسمان کې ټایرونو ته د احتجاج کوونکو د اورونو دلاسه لوګي لېدل کېدل او په ښار کې د ژوند څرخ په لارو کوڅو کې د عسکرو او د احتجاج کوونکو د ځنډانو له امله په ټپه ولاړ و.

د سیاسي فعالانو یو تنظیم د سوډنیز پروفېشنلز اېسوسي اېشن چې د سوډان پخواني امر عمر البشیر په ضد یې احتجاجونه شروع کړي وو چې بالاخر یې د هغه حکومت نسکور کړو، د پوځي کودېتا خلاف د کاربندیز غږ کړی دی.

ملګرو ملتونو او مغربي ملکونو په سوډان کې د پوخي بغاوت غندنن کړې، د سوېلین حکومت مشرانو د ازادېدو غوښتنه یې کړې او سوډان سره یې د اقتصادي مرستو د تړلو دړکه کړې ده. رویټرز وايي د اقتصادي بدحالې مخنیوي دپاره سوډان خارجي امداد ته اړتیا لري.

امریکې اعلان کړی چې سوډان ته د اووه شوه مېلین ډالرو بېړنی امداد یې ځنډولی دی.

د نو ابادیاتي نظام د ختمېدو وروسته په سوډان زیاتره پوځ حکومت کړی چې اکثر واک د کودېتا دلارې ترلاسه کوي. د پخواني امر عمر البشیر په واکمنۍ کې امریکې سوډان د ترهګرو ملاتړ کوونکو ملکونو په فهرست کې شامل کړی و ځکه چې د نونسوه نوي په لسیزه کې یې د القاعده پخواني مشر اوسامه بن لادن ته پناه ورکړې وه. د جنګي جرمونو په الزام عمر البشیر انټرنېشنل کرېمېنل کورټ ته مطلوب دی.

د 2019 راهسې وزیراعظم عبدلله همدوک او د پوځ او سوېلین حکومت مشترکه شورا د سوډان انتظام چلولو. د عبدالله همدوک په ضد کودېتا په داسې حال کې شوي سوډان په 2023 کې عامو انتخاباتو دپاره تیاری کولو.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG